پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې دوه مسؤلین وژل شوي.

امنیتي سرچینو المرصاد ته ویلي چې بلوچستان کې د خراساني خوارجو یو مهم پاکستانی مسؤل له خپل یوه تاجکستاني ملګري سره یوځای وژل شوی دی.

د سرچینو په خبره، د عاصم بلوچ په نامه د خوارجو مهم مسؤل اصلاً د بلوچستان د مستونګ سیمې اوسېدونکی و، خو په مستونګ کې د خوارجو پر پټنځایونو تر برید وروسته بېځایه شو، تر دې چې څه وخت مخکې په خضدار کې ناپېژاندو وسله والو په یوه برید کې له خپل یوه بهرني ملګري سره یوځای له منځه یووړ.

سرچینو زیاته کړې چې له عاصم سره وژل شوی تاجکستانی وګړی تازه د خوارجو لیکو ته جذب شوی و او له نوموړي سره یوځای اوسېده.

داعش خراسان به له تاجکستاني اتباعو څخه په افغانستان کې دننه ځینو بریدونو کې استفاده کوله.

د عاصم بلوچ او د هغه د تاجکستاني ملګري د وژل کېدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د حسن په نوم د یوه بل داعشي مسؤل د ترور راپورونه پرون رسنیز شول. حسن اصلًا د پېښور اوسېدونکی و، د خراساني خوارجو د جنګیالیو د روزنې استاد او په افغانستان کې دننه د ترسره شویو بریدونو تسهیلوونکی پاتې شوی و.

Exit mobile version