د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلینو، د المرصاد د مکررو راپورونو په تائید سره، ویلي و چې د خراسان خوارج په پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري، هلته خپلو جنګیالیو ته روزنه ورکوي او بیا یې د افغانستان ترڅنګ د سیمې نورو هیوادونو ته لېږي.
تازه د پاکستاني پوځ له تبلیغاتي دستګاه سره یوې تړلې رسنۍ د ترهګرۍ ضد ادارې د سرچینو له قوله تایید کړې چې داعشیان په پېښور ښار او ورڅېرمه سیمو کې د ځانمرګو روزنیز کمپونه لري او خپل جنګیالي پکې روزي.
د خیبر کرونیکلز په نوم رسنۍ په خپل راپور کې زیاته کړې چې په همدې روزنیزو کمپونو کې یو شمېر تربیه شویو داعشیانو ته پلان سپارل شوی چې پر پاکستاني سیاستوالو او اهدافو باندې بریدونو ترسره کړي. (المرصاد په تېره اکتوبر میاشت کې خبر ورکړی و چې داعشیان په پاکستان کې د مطرحو دیني او سیاسي څېرو او هغو کسانو د ترور پلان لري چې د پاکستاني رژیم مخالف دي).
خیبر کرونیکلز دا څرګندونې په هغه راپور کې کړې چې په پېښور کې د درو داعشیانو د نیول کېدو په هکله یې نشر کړی دی.
دا رسنیز ادرس د پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو له مطبوعاتي څانګې ISPR سره نږدې تړاو لري او مالي ملاتړ یې هم د همدې ادارې لخوا کیږي. لکه له نومه چې یې څرګنده ده، د دې رسنیز ادرس زیات تمرکز د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر سیاسي او امنیتي وضعیت دی او، د ISPR له ملاتړه د برخمنو نورو ادرسونو په څېر، د خپلې ویب پاڼې ترڅنګ د سوشل میډیا پر اکاونټونو یوازې د پوځ دریځونو ته په غیرمستقیم ډول پوښښ ورکوي او نور کوم نشریات نه لري.