په معاصر تاریخ کې افغانستان د یوې اوږدې او پېچلې جګړې شاهد دی چې سرچینې یې یواځې په سیمه پورې محدودې نه، بلکې د نړيوالو قدرتونو د پټو او ښکاره ستراتیژیکو لوبو پايله ده. په دې لوبه کې د پاکستان پوځي رژیم (پوځ او استخبارات) داسې رول لوبولی چې د یو اجیر ځواک بڼه یې درلوده. د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا په غوښتنه او مالي ملاتړ، د دې ځواک کړنې د افغانستان پر مؤمن ولس، د هېواد د ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکميت پر وړاندې یو له سترو ننګونو څخه شمېرل کېږي.
د پاکستان پوځي رژیم چې له پیل څخه د برتانوي استعمار د دودونو پر بنسټ جوړ شوی، افسران یې د لویدیځ په پوځي اکاډمیو کې روزل شوي او ذهنیت یې د خپل هیواد او ملت د ګټو پر ځای د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د پلي کولو لپاره جوړ شوی دی.
د دې رژیم مشران چې د امریکا د مزدور په توګه یې تل د خپل هېواد ملي ګټې قرباني کړي دي، له جنرال ضیا الحق څخه نیولې تر جنرال پرویز مشرف او اوسنیو پوځي واکمنانو پورې، تل د امریکا د استخباراتي پروژو د پلي کولو لپاره لاس په نامه ولاړ دي. دوی د امریکا د استخباراتو (CIA) سره په ګډه د مسلمانو د ځورولو لپاره پلانونه ترتیب او عملي کړي، او د تېرو څلورو لسیزو پر مهال په سیمه کې د امریکا او ناټو د ستراتیژیکو موخو تر ټولو باوري اجرا کوونکي وه او دي. چې په بدل کې یې له لویدیځ څخه په زرهاوو ډالر پوځي مرستې ترلاسه کړې.
پوځي رژیم چې د لسیزو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې، او په کابل کې د داسې ادارې جوړولو چې د اسلام اباد په اشارو روانه وي، ارمان په سر کې درلود. او همدارنګه د “ستراتیژیک ژوروالي” په نوم یې داسې نظریه تعقیبوله چې له مخې به یې افغانستان د هند او لویدیځ په مقابل کې د خپل نفوذ تر لاس لاندې سیمه وي. خو د پاکستان پوځ دغه ارمانونه چې پر افغانستان د نیابتي کنټرول پر بنسټ ولاړ و، د افغان مؤمن ولس په کلک هوډ او یووالي سره نیمګړي پاتې شول او هیڅکله به پوره نشي.
کله چې د ۱۹۷۹ کال په پای کې شوروي اتحاد افغانستان ته ننوت، لویدیځ له پاکستان سره د یوې نیابتي جګړې بنسټ کېښود. د امریکا د سیاست له مخې، د پاکستان پوځي استخباراتو (ISI) د مجاهدینو د روزنې، وسلو د وېش او د ډلو د مدیریت مسوولیت په غاړه واخیست. په دې مرحله کې که پاکستان له یوې خوا د افغانانو د مقاومت ملاتړ کوونکی ښکارېده، خو له بلې خوا یې د دې ډلو ترمنځ وېش او واکمني داسې رامنځته کړه چې وروسته یې د کورنۍ جګړې لپاره زمینه برابره کړه.
او همدارنګه کله چې امریکا د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې پر افغانستان برید وکړ، پوځي رژیم د لویدیځ د پلانونو د پلي کولو لپاره خپله خاوره، هوايي حریم او استخباراتي معلومات په واک کې ورکړ. خو په ۲۰۲۱ کال کې کله چې په افغانستان کې د نړۍ د زبر ځواک او مزدورانو کمبله په بشپړ ډول ټوله شوه، د پاکستان پوځي رژیم د خپل بابا (لویدیځ) په ملاتړ د تېرو ناکامیو د ترمیم لپاره پر افغان خاوره د وېش لپاره د تازه هڅو پټې او ښکاره جبهې پرانیستې.
د دې وېش لومړۍ هڅه چې د اقتصادي محاصرې په بڼه ښکاره سوه، پوځي رژیم د تورخم او سپین بولدک په څېر ځمکني بندرونه د نامعلومو دلایلو له امله د اوږدې مودې لپاره وتړل، د سوداګریزو توکو پر انتقال بې ساري محدودیتونه وضع کړل، او د افغانستان د کورني تولیداتو پر وړاندې د تعرفوي خنډونو جوړول پیل کړل.
بله هڅه د سیاسي او پوځي فشارونو له لارې وه، د پاکستان پوځي استخباراتو د افغانستان جلا وطنه مخالفین او هغه وسله والې ډلې چې د تېرو لسیزو په جګړو کې یې همدا رژیم ملاتړ کاوه، یو ځل بیا راوبلل او په افغانستان کې د نوي نظام پر ضد یې د بې ثباتۍ د راوستلو لپاره داسې پټ مرکزونه جوړ کړل لکه څنګه چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د مجاهدینو ترمنځ د جګړې لپاره ترتیب کړي و.
د وېش درېیمه او تر ټولو خطرناکه هڅه د ترهګریزو ډلو له لارې وه، د پاکستان پوځي رژیم د داعش خراسان څانګې او نورو د اسلامي امارت مخالفو ډلو ته د خپلې خاورې له ادرس د تمویل، روزنې او پناه ورکولو لاره پرانیستله، ترڅو د افغانستان په ښارونو کې د چاودنو، هدفمندو وژنو او مذهبي ځایونو پر وړاندې د بریدونو له لارې د نوي نظام پر وړاندې د خلکو باور کمزوری کړي او په دې سره د لویدیځ ګټې خوندي کړي، خو د افغانستان امنیتي ځواکونو، چې اوس د یو متحد مرکزي قوماندې تر چتر لاندې کار کوي، د دې پټو لاسونو په وړاندې داسې عملیات ترسره کړل چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پټنځایونه یې د خاورو سره خاورې کړل.
په پای کې، پوځي رژیم به دا درک کړې وي چې افغانستان د تېرو څو لسیزو د اشغالونو، نیابتي جګړو او بهرنیو لاسوهنو برعکس اوس د یو بشپړ خپلواک اسلامي نظام څخه برخمن دی چې د افغان مؤمن ولس د کلونو قربانیو، صبر او استقامت پایله ده. د پوځي رژیم او بابا هر شوم هدف یې د الله تعالی په نصرت او د مومن مجاهد ولس په ملاتړ په نطفه کې خنثی شوی او د یوې مرکزي، خپلواکه او اسلامي رهبرۍ تر قیادت لاندې یې د هېواد د ثبات، امنیت او ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره هوډ ښودلی دی.
د لویدیځ او سیمهییزو قدرتونو د نیابتي جګړو د دوام هر ډول هڅه یې رد کړې او اعلان یې کړی چې افغانستان به نور د هیڅ بهرني پلان د تطبیق ډګر نه شي. د هېواد بهرنۍ پالیسي د مثبت تعامل پر بنسټ ده، خو د ملي حاکمیت او اسلامي ارزښتونو پر سر به له چا سره سودا ونه کړي.











































