بل لوی لامل چې د پاکستان پوځي رژیم به سقوط کوي، هغه د پاکستاني رژیم د مسؤولیت څخه تیښته ده، پاکستاني جنرالانو لسګونه زره کسان د خپل ناروا رژیم د دوام لپاره شهیدان کړل او یا یې ژوندي تري تم کړل. په پاکستاني عوامو یې هر ډول ظلمونه وکړل، همدغو ظلمونو او ناروا کړنو د پاکستان عوام د مسلحې مبارزې او جهاد پر لور مجبور کړل.
اوس چې هره ورځ همدا مسلمانان د خپلو حقونو د اعادې لپاره نظامي مبارزه کوي، پاکستاني جنرالان د دې پر ځای چې خپلو غلطیو او مسؤولیت ته متوجه شي، پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچوي او دا ادعا کوي چې یاد مظلومان د نورو هېوادونو په لمسون د پاکستان امنیت خرابوي.
خو هېڅکله دا ظالم جنرالان د کیسې عمق ته نه ځیر کېږي چې آخر ولې دا خلک مسلحې مبارزې ته مجبور شول؟ دا چې پاکستاني جنرالان د خپلو ظلمونو او ناروا اعمالو ملامتي نه مني، یوازې په دې ځان خلاصوي چې دا خلک د پردو په لمسون امنیت خرابوي، نو همدا به د پاکستاني جنرالانو لپاره یو مرګونی طوفان جوړ کړي.
موږ د دې بل ښه مثال په ګاونډي افغانستان کې لرو، کله چې په افغانستان کې د خارجي یرغلګرو پر ضد مسلح قیام شروع شو، د هغه وخت د افغانستان جمهوریت هم عیناً همدا خبره کوله او خلکو ته یې ویل چې څوک چې زموږ پر ضد مسلح مبارزه کوي، دا د پاکستان خلک دي. همدې لپاره یې شل کاله پرلهپسې پاکستان ملامت کړ.
څو ځله د افغانستان جمهوریت د پاکستان سره ناستې هم وکړې، او د دې لپاره یې پاکستان ته پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو او نور امتیازات ورکړل، او همدارنګه یې د خپل هر ناروا عمل پړه پر پاکستان اچوله. هر څوک چې به د افغانستان د جمهوریت د ظلم پر ضد حقه چیغه پورته کړه، دوی به یې د “پنجابي” په ټاپه بدنامه کاوه.
اوس د پاکستان پوځي رژیم هم عیناً د افغانستان د سقوط شوي جمهوریت تقلید کوي. هر مظلوم د ګاونډیو هېوادونو مزدور معرفي کوي. د خلکو حق تلف کوي، د پاکستان عوام وژني او هر ډول ظلم او فساد کوي؛ خو کله چې څوک د حق چیغه پورته کړي، دوی یې د ګاونډیو مزدور بولي او په همدې ټاپه یې خاموشه کوي.
دا ناکامه سیاست او تګلاره موږ په خپلو سترګو ولیده چې د افغانستان جمهوریت یې سقوط کړ. که پاکستاني پوځي رژیم همدې پالیسي ته دوام ورکړي، او د خپلو مسلحو مخالفینو سره ونه کښېني، د هغوی مشروع غوښتنې و نه مني او د هغوی حقونه اعاده نه کړي، او یوازې په دې ځان خلاصوي چې دا ټول د ګاونډیو مزدوران دي، نو د پاکستان پوځي رژیم به هم د افغانستان د جمهوریت په څېر حتمي سقوط وکړي.











































