د منځني ختیځ وروستي تحولات د سیمې سیاسي توازن داسې مرحلې ته رسولی چې هر هېواد اړ شوی د خپلو ژمنو، ائتلافونو او ملي ګټو ترمنځ حساس حساب وکړي. په همدې فضا کې پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه راڅرګند شوی چې د څو متضادو فشارونو ترمنځ بند پاتې دی. له یوې خوا د سعودي عربستان سره د ستراتیژیکو اړیکو او امنیتي ژمنو بار پر اوږو لري، له بلې خوا د ایران د سیمهییز نفوذ او جغرافیایي واقعیت سره مخامخ دی، او په عین حال کې د امریکا سره خپلې اوږدمهالې سیاسي او اقتصادي اړیکې هم نشي له پامه غورځولی. همدا درېګونی فشار اسلاماباد د یوه ستونزمن انتخاب مخې ته درولی دی.
په داسې حالت کې د پاکستان د سیاست اصلي موخه دا ښکاري چې ځان د منځني ختیځ له احتمالي جګړې څخه لیرې وساتي. ځکه که دا هېواد په ښکاره ډول د کوم لوري ملاتړ وکړي، نو د سیمې د بل ځواکمن محور غبرګون به حتمي وي. له همدې امله ځینې سیاسي ارزونې دا احتمال مطرح کوي چې اسلاماباد ښايي د فشار د کمولو لپاره د بحران د انتقال تګلاره غوره کړي، څو د سیمهییزو فشارونو شدت راکم کړي او د وخت د ګټلو فرصت پیدا کړي.
په همدې چوکاټ کې افغانستان هغه جغرافیه ده چې تل د پاکستان د ستراتیژیکو محاسبو برخه پاتې شوې ده. د سرحدي تاوتریخوالي زیاتوالی یا د امنیتي فشارونو لوړول کولی شي د اسلاماباد لپاره د یو انحرافي تاکتیک بڼه خپله کړي؛ داسې تاکتیک چې د نړیوالو او سیمهییزو فشارونو پام له بلې جبهې واړوي او پاکستان ته د تنفس یو موقتي فرصت ورکړي. خو دا ډول تګلاره که څه هم په لنډمهاله توګه سیاسي محاسبه ښکاري، په ستراتیژیک لحاظ له جدي خطرونو خالي نه ده.
افغانستان نور هغه تشه جغرافیه نه ده چې د سیمې قدرتونه دې پکې د خپلو سیاسي ستونزو د پټولو لپاره د جګړې ډګر جوړ کړي. د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې چې هر ځل چې د دې خاورې امنیت د بهرنیو سیالیو قرباني شوی، پایلې یې یوازې د افغانستان تر سرحدونو نه دي محدودې پاتې شوې. د جګړې اور ډېر ژر د ټولې سیمې امنیتي توازن اغېزمن کړی دی.
له بلې خوا پاکستان خپله هم له ژورو کورنیو بحرانونو سره مخ دی. اقتصادي کمزوري، سیاسي بېثباتي او د امنیتي ګواښونو پراخوالی هغه عوامل دي چې د دې هېواد ستراتیژیک ظرفیت محدودوي. په داسې شرایطو کې د یوې نوې جبهې رامنځته کول نه یوازې د ستونزو حل نه شي کېدای، بلکې ښايي د اسلاماباد پر اوږو نور درانه بارونه هم ور زیات کړي.
په پراخ جیوپولیتیکي لید کې د سیمې اوسنی بحران ښيي چې نړیوال او سیمهییز ائتلافونه د بدلون په حال کې دي. په داسې بدلېدونکي چاپېریال کې هغه هېوادونه بریالي کېدای شي چې خپلې پرېکړې د لنډمهالو تاکتیکونو پر ځای د اوږدمهالو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. ځکه د بحران د انتقال سیاست اکثره د لنډ مهاله ګټې لپاره کارول کېږي، خو ډېر ژر خپله د نوي بحران سرچینه ګرځي.
که پاکستان غواړي د سیمې په معادلو کې باثباته رول ولوبوي، نو تر ټولو معقوله لاره دا ده چې د جګړې د پراخولو پر ځای د بحران د مدیریت سیاست غوره کړي. ځکه د تاریخ تجربې ښيي چې هغه اور چې د سیاسي محاسبې لپاره بلېږي، ډېر وخت د هماغو کسانو له کنټروله وځي چې بل کړی یې وي.










































