په ټوله کې که وکتل شي پاکستان له لومړۍ ورځې راهیسې د وېش او تجزیې په بېړۍ کې بې ثباته روان دی او تل د خطرناکو څپو له ټکانونو سره مخ پاتې شوی دی؛ کله د سوات پېښه راپورته شوې، کله د بلوچستان او د قلات د خان سره شخړې راټوکېدلې، او وروسته د بنګله دېش په څېر د ډېر نفوس لرونکې سیمې بېلېدل او له لاسه وتل یې ولیدل. خو له دې ټولو وروسته، د پاکستاني دولت د واکمنې طبقې ناکامو تګلارو نه یوازې د عام ولس په زړونو کې کرکه او ناخوښي پیدا کړه، بلکې ټولنه یې د کمزورۍ او ځان کم بینۍ په احساس هم اخته کړه. ورسره سم، د اسلامي ښوونو، ديني ارزښتونو او مذهبي شعائرو پر وړاندې بدګماني هم د واقعي حالاتو له مخې رامنځته شوه.
د همدې وضعیت له امله، د هېواد په ګوټ ګوټ کې چا د ځان کم بینۍ له کبله د اورلګیت او ورانکارۍ لړۍ پیل کړې، چا د اسلامي ارزښتونو د ساتنې تر نامه لاندې خوځښتونه راپورته کړي، او که څوک تر اوسه پاتې وي، هغه په ډېر حکیمانه او پوهانه انداز د ولس د فکري پوهاوي د راویښولو توپان راپورته کړی دی. په تېرو ورځو کې د لاهور په «عاصمه جهانګیر کانفرانس» کې یو ډېر په زړه پورې او د پام وړ واقعیت رامنځته شو. د بلوچستان یو پخوانی، ژور نظر لرونکی سیاستوال او د دغه ایالت له اغېزناکو څېرو څخه سردار اختر جان مېنګل بلوڅ، داسې تود خو له حقیقت سره سم بیان وکړ چې د مجلس فضا یې ولړزوله.
نوموړي د خپلې وینا په پیل کې یو تاریخي سند وړاندې کړ، چې پکې د پاکستان د بنسټ اېښودونکي محمد علي جناح او د قلات د خان ترمنځ د شوي تړون تصدیق ثبت و. سردار اختر جان مېنګل په څرګندو ټکو وویل، هغه تړون چې د قلات د خان او محمد علي جناح ترمنځ شوی و، د پاکستان دولت تر ننه پورې د هغه یوه ذره هم نه ده عملي کړې؛ پر ځای د دې چې عملي کړی یې وای، بلکې دلته خو د هغه ټولې پاڼې ټوټې ټوټې شوې دي.
سردار صاحب په خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړه چې موږ له تېرو اتیاوو کلونو راهیسې هڅه کړې، ترڅو له دولت سره همغږی شو او ګډ سفر ته دوام ورکړو، خو دولت موږ تل شاته تمبولې یو. زما پلار سردار عطاالله مېنګل د ولس د رایو له لارې د وزیر اعلی په توګه وټاکل شو، خو دولت دا پرېکړه ونه منله. زه خپله هم وزیر اعلی شوم، خو د زور او جبر له لارې له واکه لیرې کړم. وروسته یې د څو نورو کسانو نومونه هم واخیستل او ویې ویل چې هغوی ټولو ته، سره له دې چې ولسي ملاتړ یې درلود، د استازولۍ حق نه ورکړل شو.
د دې ټولو معنی دا ده چې دولت، زموږ د ټولو هڅو سربېره، هېڅکله دې ته تیار نه شو چې موږ له ځان سره روان وساتي، او د تېرو نږدې اتو لسیزو تاریخ هم دا خبره په ښکاره توګه ثابته کړې ده. له همدې امله، زه غواړم د ذوالفقار علي بوټو هغه جمله یو ځل بیا تکرار کړم، چې هغه یې د بنګله دېش له مشرانو سره کړې وه: «ته هلته، موږ دلته»، ځکه چې نور پکې د پاتې کېدو هېڅ څه نه دي پاتې. د هغه دا خبره په دغه مجلس کې لا ځکه هم ډېره معنی داره وه، چې که دولت زموږ سره یوځای تګ ته چمتو نه دی، نو لږ تر لږه دې موږ خپل ګاونډیان وبولي.
دلته د پوهېدو خبره دا ده چې سردار اختر جان مېنګل د پاکستان په سیاست کې یو ډېر دروند، باوقاره او معتبر څېره بلل کېږي. د هغه ټوله ژوند د سیاست په ډګر کې تېر شوی دی؛ بلکې سیاست یې له میراثه تر لاسه کړی، ځکه تر ده وړاندې د هغه پلار هم یو نومیالی او پېژندل شوی سیاستوال و. نوموړی د سیاست له ټولو چلونو، حسابونو او پیچلتیاوو سره بلدتیا لري او د دې ډګر له لوړو ژورو په بشپړه توګه خبر دی.
سره له دې هر څه، هغه دومره ناهیلی شوی دی چې اوس د بلوچستان د پاکستان د ګاونډي ګرځولو وړاندیز کوي. لا ډېر وخت نه وو تېر شوی چې اختر جان مېنګل په خپلو خبرو کې په بلوچستان کې د وسله والو مقاومت کوونکو لپاره، په یو ډول، د جواز فضا رامنځته کولو هڅه هم وکړه. د هغه په وینا، ځوانان زموږ خبرې منلو ته تیار نه دي، ځکه هغوی د دولت زور، ګواښونه، جبر او واکمني په خپلو سترګو ویني؛ له همدې امله، موږ به پخپله ورشو او د هغوی د مقاومت برخه به وګرځو.
دلته یوه بله حېرانوونکې خبره د پاکستان نامتو خبریال حامد میر هم کړې ده. د هغه په وینا، کله چې د عاصمه جهانګیر کانفرانس پر مهال اختر جان مېنګل د بلوچستان د بېلتون شعار پورته کړ، نو په تالار کې ناست د پنجاب او سند له اړوندو ټولو ګډونوالو په پوره زور او تودوخې سره چکچکې ووهلې. د دې خبرې روښانه معنی دا وه چې د کانفرانس ګډونوال د اختر جان مېنګل له دریځه سره موافق وو.
البته حامد میر دا خبره په ښکاره ونه کړه چې دوی د کومې ځانګړې خبرې سره موافق وو، خو د حالاتو له جریانه داسې څرګندېږي چې کله اختر جان مېنګل یو په بل پسې د دولتي ظلم، جبر او له تړونونو څخه د سرغړونې یادونه کوله، نو ټول ګډونوال پرې هوکړه درلوده؛ ځکه دا هر څه یې نه یوازې اورېدلي وو، بلکې احساس کړي یې وو او آن د سترګو لیدلي شاهدان هم پاتې شوي وو.
حامد میر یوه بله لا پسې ټکان ورکوونکې خبره هم وکړه. د هغه په وینا، د اختر جان مېنګل له خبرو وروسته د وزیر اعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله، وینا وکړه. هغه د بلوچستان د ازادۍ غندنه وکړه او ورسره یې د سختو عملیاتو او احتمالي ملکي تلفاتو خبرې هم وکړې. پر دې خبره، ګډونوالو د اعتراض په توګه د کانفرانس له تالاره وتل پیل کړل. د دې اعتراض بل څه معنی کېدای شي؟ پرته له دې چې هغوی دا پیغام ورکاوه: له کوم ظلم، جبر او وحشت څخه چې د بلوچستان خلک دومره ستړي شول چې وسلې یې پورته کړې او غرونو ته پورته شول، تاسې نه یوازې د هغه ظلم مخه نه شی نیولی، بلکې بیا هم ګواښونه کوئ. نو ځکه موږ ته دا ناسته او دا خبرې اورېدل د منلو نه دي.
د پام وړ دا ده چې دغه احتجاج کوونکي ګډونوال د پنجاب او سند پورې تړاو درلود. یعنې د پنجاب او سند اوسېدونکي هم په ښه توګه پوهېږي چې له بلوچستان سره له ډېرې مودې راهیسې وحشت او بربریت روان دی، او د دوی په اند هم د دې کړکېچ یوازینی حل دا دی چې بلوچستان د پاکستان یو غوره او باعزته ګاونډی وګرځول شي. که څه هم په پاکستان کې د بېلابېلو ولایاتو دننه د دولتي جبر او استبداد له امله د ازادۍ څپې راپورته کېږي، په سندھ کې بلوڅ، په پنجاب کې سرائیکي، او په خیبر پختونخوا کې هزاره قوم او نورې ګڼې ډلې خپلې نښې نښانې ښيي، خو په بلوچستان کې دا ستونزه تر ټولو زیاته بڼه خپله کړې او ډېر تاوتریخوالی یې موندلی دی.
له یوې خوا وسله وال مقاومت شته، چې نږدې هره ورځ ستر ښارونه د وېرې تر سیوري لاندې راولي؛ له بلې خوا، په سیاسي ډګر کې د بلوچستان ستر او اغېزمن شخصیتونه د دولتي تګلارو څخه لا زیات ستړي او ناهیلي شوي او په ښکاره توګه مخې ته راځي؛ او درېیم لور ته، مذهبي قشر هم ورو ورو نور دا توان نه لري چې په زړونو کې پټه کرکه تر ډېره وخته وساتي. په وروستیو ورځو کې، په بېلابېلو ټولنیزو او فکري ډګرونو کې د دیني علماوو او روحاني مشرانو څخه دا خبرې په پرله پسې توګه اورېدل کېږي چې د پاکستان د جوړېدو پر مهال بلوچستان «د قلات ایالت» په نوم یوه ازاده او خپلواکه واکمني وه. له پاکستان سره یې الحاق پر دې شرط شوی و چې دلته به شریعت نافذ وي؛ خو نن، له اوو لسیزو تېرېدو سره سره، نه یوازې د شریعت نښه نه تر سترګو کېږي، بلکې هغه لږه چې موجوده وه، هغه هم د زوال پر لور روانه ده.
له همدې امله، د دوی په اند، بلوچستان باید بېرته خپلې اصلي ریښې او خپل تاریخي حیثیت ته راوګرځي. د سیاست، دین او د ژوند له هر قشر څخه د خلکو دا څرګند دریځونه په ډاګه کوي چې پاکستان د وېش او تجزیې د خطرناکې کندې تر څنډې رسېدلی، او دا هېڅ بعیده نه ده چې دا د اور ډک فشار ناڅاپه راووځي.








































