پاکستان د اسلام په نوم د کفارو توره!

اقبال حمزه

پاکستان چې تر دوه سوه میلیونه زیات نفوس لري او اکثریت یې مسلمانان دي، د کفارو لپاره د اسلام او مسلمانانو د فکري تحریف لابراتوار ګرځېدلی دی. د پاکستان د جوړښت له پیل څخه تر ډېره وخته، د اسلام دښمنانو یوازې د فکري جګړې لپاره د اسلام او مسلمانانو پر ضد کاراوه. خو اوس پاکستان غټ پرمختګ کړی او په نظامي برخه کې هم کارول کېږي.

پاکستان لومړی اسلامي ملک دی چې د کفر په واسطه یې نوی دین، د “قیدانیانو” په نوم، جوړ کړی. کفارو هڅه وکړه چې دا نظریه د مسلمانانو په واسطه عامه کړي چې ګواکې د نبوت سلسله نه ده ختمه شوې. د نړۍ ټول مسلمانان، که اهل السنة وي یا اهل التشیع، په دې متفق دي چې نور نړۍ ته بل پیغمبر نه راځي. خو کفارو د پاکستان په واسطه دا تخریب پیل کړ، چې نه یوازې نوی دین، بلکې نوی پیغمبر هم نړۍ ته راتللی شي. همدا پاکستان و چې کوښښ یې وکړ مسلمانان ګمراه کړي.

همدارنګه، د نړۍ ټولو مسلمانانو د حدیثو احترام درلود، او په دې برخه کې ډېر احتیاط کاوه، خو پاکستان کې د غلام احمد پرویز په نوم کس پیدا شو، چې حدیث یې چلینج کړ، د حدیثو بې‌ادبي یې شروع کړه، حدیث یې لغوه او نعوذبالله د اسلام سره یې په ټکر کې وبلل. دا هم د کفارو یو فکري دسیسه وه، چې مسلمانان د پیغمبر علیه السلام حدیث له پامه غورځوي.

ددې تر څنګ، یو بل د اسلامي فکر ستر دښمن او منحرف، جاوید احمد غامدي هم پاکستان کې پیدا شو، چې د حدیثو په اړه یې د مسلمانانو فکرونو ته شکوک اچول. که دقیقه څیړنه وکړو، نو پوهېږو چې کفارو مستقیماً خپله دومره د حدیثو تخریب او منځه وړلو کوښښ نه دی کړی، لکه پاکستان چې کړی دی. عجیبه داده چې ددې ټولو منحرفو او ګمراه ډلو ساتنه او امنیت د پاکستان پوځ کوي، د دوی د فکرونو په ترویج کې هڅې کوي، او د دوی ګمراه فکر عام کولو ته یې کار ویلی.

که د بلې ډلې، اغاخان، په اړه فکر وکړو، اوس هم پاکستان د هغوی ستر مرکز دی. پاکستان د کفارو لپاره د مسلمانانو د ویشلو په هدف په فکري لحاظ سلګونه نوي نظریې رامنځته کړي، چې په لنډ ډول یې یادونه کوو:
قیدینانیان، اغاخانیان، غامیدیان، پرویزیان، مدودیان، بریالیویان، سیفیان، وهابیان او داسې نور..
ددې تر څنګ، پاکستان کوښښ کړی چې دا ډلې د یو بل سره په سخت مخالفت کې واچول شي او بیا اسلامي نړۍ ته خپرې شي. په دین کې هر نوی تخریبي فکر چې کفار رامنځته کوي، د تطبیق ځای یې پاکستان دی.

همدارنګه، کفارو د دې لپاره چې مسلمانانو ته وښایي په اسلامي ملکونو کې سوچه انګریزي قانون تطبیق کېدی شي، پاکستان یې وړاندې کړی. ټول قوانین یې کفري کړل او نوم یې پرې “اسلامي جمهوري پاکستان” کښېښود. پاکستان لومړی اسلامي ملک شو چې پکې نارینه د نارینه سره، او ښځه د ښځې سره واده کولی شي. همدارنګه پاکستان لومړی اسلامي ملک شو چې بر اعلی ورور د خور سره واده وکړی.

دا منو چې په نورو اسلامي هیوادونو کې هم غیر اسلامي کړنې تر سره کېږي، خو د پاکستان کارونه ځکه خطرناک دي چې همدې غیراسلامي کړنو ته د اسلام جامه اغوندي او ناروا اعمالو ته حلال نوم ورکوي. دا د کفارو تر ټولو خطرناکه پدیده ده. همدا لامل دی چې نړۍ پرته د هند څخه، هیڅ کفري ملک د پاکستان سره ستونزه نه لري، برعکس ساتنه یې کوي او د پاکستان د بقاء لپاره مالي مرستې کوي. عجیبه نه ده چې کفارو ایران ته د توغندیو جوړولو اجازه نه ورکوي، خو پاکستان ته د اټومي اسلحو ساتنه کوي او تر ننه پورې یې د پاکستان د اټومي اسلحو په اړه شکایت نه دی کړی.

یوه بله موضوع دا ده چې که په تاریخي لحاظ ورته وګورو، پاکستان لومړی اسلامي ملک دی چې فاحشه خاني یې رسمي کړه او مالیه یې پرې شروع کړه، چې وروسته نورو اسلامي هیوادونو ته هم دا کار ترویج شو. په خلاصه ډول، که ووایو، پاکستان د کفارو لپاره د نوي فکرونو او اسلام ضد کړنو ښه لابراتوار دی. هر اسلام ضد عمل چې کفار کوي، د دې لپاره چې مسلمانان ورسره عادي شي، لومړی یې په پاکستان کې تطبیقوي. که تاریخ ته نظر وکړو، د اسلام پر ضد دومره ګمراه فکرونه او تخریبي اعمال بل هېڅ ملک نه دي کړي لکه پاکستان چې کړي دي او بیا همدا ملک تر ټولو زیات د اسلام او مسلمانۍ دعوې هم کوي.

دا چې پاکستان اوس د کفارو لپاره د اسلام په مقابل کې یوه ازمایل شوې او کامیابه وسېله ده، نو همدې پاکستان په لومړي ځل د افغانستان د سوچه اسلامي نظام پر ضد جنګ فتوا ورکړه او عملاً جنګ یې پیل کړ. دا هم د تاریخ یوه برخه ده چې پاکستان د اسلامي ملک په نوم، پر یو داسې اسلامي نظام، چې له سلفو وروسته بل ورته نه دی راغلی، د جنګ فتوا ورکوي او عملاً جنګ یې شروع کوي.

Exit mobile version