د پاکستان پوځ وروستي بریدونه او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ولسي خلکو د کورونو بمبارۍ؛ په حقیقت کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر خلاف ښکاره سرغړونه او تېری ګڼل کېږي، دا برید چې پکې څو ماشومان په شهادت رسېدلي؛ د پاکستاني پوځ ظالمانه او بې رحمه څېره ښکاره کوي.
د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزارت هم د دې جنایت په غبرګون کې، د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی او دا برید یې د هېواد او پولو ښکاره تېری ګڼلی دی.
د پاکستان رژیم تل د افغانستان د ناامنۍ په هڅه کې دی او په خپلو اعمالو سره غواړي د افغانانو حیثیت زیانمن کړي او پر هغوی تېری وکړي.
په دې برخه کې څو ټکو ته باید یادونه وشي:
۱:- که د پاکستان دولت خپله داسې تاریخ نه لري چې د افغانانو پېژندنه ترې وکړي، نو د خپلو بادارانو لکه انګرېزانو تاریخ دې ولولي او ودې ګوري چې د افغانانو عزم او ارادو د لویې برتانیا د امپراتورۍ سره څه وکړل او څنګه یې هغوی له خپلې خاورې په شرمناکه توګه وشړل؟
۲:- که د سلو کلونو د تاریخ د مطالعې توان نه لري، نو لږ تر لږه دې د څلورو لسیزو مخکينۍ تاریخ وڅېړي، چې د افغانستان د ملت ایمان او استقامت د ختیځ امپراتورۍ (شوروي) پر وړاندې څنګه و او افغانو شازلمو روسانو ته کوم درس ورکړ او د تاریخ په پاڼو کې په څه ډول ثبت شوی دی؟
۳:- که د څلوېښت کلونو تاریخ د مطالعې توان هم نه لري، نو د تېرو شلو کلونو قضیې دي وڅېړي چې د فاتحینو د خاورې زمریان څنګه د ناټو د یرغل پر وړاندې ودرېدل او د اوسنیو متجاوزینو پوزې یې څنګه په خاورو مالامال کړې؟
که د تاریخ د څېړلو توان هم نه لري، نو د ویلو ده چې د دې خاورې زمریان به یو بل درس د تاریخ پاڼو ته وسپاري، څو راتلونکي نسلونه یې د پاکستان واکمنانو لپاره د عبرت په توګه ثبت کړي، افغان ملت په مېړانه او پایښت پېژندل کېږي، او پاکستان حکومت ته پکار دي چې د افغانانو د قهر راپارولو څخه ډډه وکړي.