مبارز احمدي
په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزو پیښیدنې لړۍ پیل شوې، دغه هیواد که نا امنه شوی، دلته هم د خال خال پیښو راپورونه زیات شوي او ورځ تر بلې د ګاونډي پر ګرم نغري پردي دیګونه جوش خوري.
د پاکستان د مقتدر پوځ په حاکمیت کې کله هوایي ډګر نښه ګرځیدلی وي، کله د بحري قواوو مرکز کې سپرغۍ راپورته شي، کله امنیتي مرکزونه نړول کیږي او کله هم د پوځ ضد عامه پاڅونونه زور اخلي.
هلته اوس نه د تاج وتخت خلک پر امن ژوند لري، نه د بیابانونو چوپانانو ته ارام شته؛ پوځ یې لکه زمونږ د ارګ فقید واکمن؛ هغه ورځ یې ډیر طبیعت جوړ وي، چې د تابوتونو بازار په سور کې وي.
پوځ یې لا هم شته حکومتي واکمنان د ټیشو پېپر په توګه د خپلې بقاء لپاره کاروي؛ په کوردننه یې هرڅوک چې په کاڼو وولي، بس د نهیلۍ له کوړنچ سره په غریب او بې ازاره ګاونډي ور ټوپ کړي، د ملامت او سلامت کیسې پرځای، یواځې خپل ډک زړه یخوي.
هلته که نا امنیو زور اخیستی، خو اقتصادي حالت هم دومره مخ پر ځوړ دی، چې د بیکاري له امله یې د ټولنې هر وګړی د شناختي په درلودلو هم افسوس کوي.
پر واک او ګدۍ باندې سرشکونی که څه هم پای ته رسیدلی، خو لا یې هم خپلمنځي زړونه تش شوي نه دي او هر یو د کسات چاړه د تره د زوی په وینو کې خښه ویني.
دلته که د پنجابي پر حاکمیت بده ورځ راغلې، خو سرنوشت ته یې بیا تر ټولو زیات هغه پښتانه ځوریږي، چا چې د پښتنو د حق غوښتنې لپاره نمایشي پرلتونه دایرول.
دوی ځکه وارخطاء دي، چې له یوه لوري له پوځ سره د دوی د اړیکو مرموز تارونه روښانه کیږي او له بلې خوا یې د سیکولریزم د داعیې ترویج په هغه معنا عملي نه شو کړای، کوم ټارګیټ چې isi ورکړی وه.
دوی که څه هم تر پایه د لوی افغان کریغې وکړې، خو د شعاریزو پرلتونو تر نهایي پړاوه یې د پنجابي ریاست د اصیلو مخالفینو پر ضد مبارزه وکړه.
بلخوا بلوڅ ملتپالو هم د خرپ او ترپ جګړو ته کار ویلی او په پوځ غوښن بریدونه کوي.
د قبایلي سیمو حالت هم د پوځ تر کنترول وتونکی دی، د دې سیمو میشت قومونه نه غواړي د یوه کاواکه حکومت په سیوري کې ژوند وکړي، نو یې د حقیقت دریڅې یوځل بیا موندلې او د کرایي منظوریانو د ملاتړ پر ځای، د یوه آزاد پښتونستان لپاره په سړه سینه مبارزه مخته وړي.
دغه هیواد نړیوال وِجاهت هم له لاسه ورکړی، که د پورونو له باره نه شي پورته کیدلی، نو یې سیاسي ظرافت هم په صفري کچه کې قرار لري او ورځ تر بلې یا له کوم هیواد سره یې د تملق لوبه پراخیږي، یا یې جاهلانه لانجې جوړې کړې وي او یا هم ګاونډیانو ته د وسلوالو اجیرو بړیڅو د لیږد او تمویل پروژې طرحه ریزي کوي.
امریکا او متحدین یې هم نور له دغه هیواده تر پوزې راغلي، نه خو یې د لا زیات تمویل لپاره هیلې ورته پاتې او نه هم د غربي ګټو د خوندیتابه برخه کې، دیوه ښه سیمه ییز لوبغاړي په سترګه ورته ګوري.
ټوله خبره په دوو ټکو کې د حل تر چارچوبه رسیږي؛ امریکا به یا د پاکستان په نامه په غالو جوړه شوې جغرافیه پر ګاونډیو مستحقو هیوادونو علی السویه بیرته تقسیموي او یا به هم د پاکستان پوځ د خپل ملت خوښې ته په ګونډو کوي، څو یې د بهرنۍ او داخلي پالیسي رغونه او سمونه د ټولنې صالح قشر وکړي.
که دا دواړه تکرار نه شول، نو باید سر خلاص کړو، چې غرب د پاکستان له لیونتوب او محتاجي په استفادې سره غواړي، سیمه کې د نفاق او بدبختي تخم وکري او خپلې ګټې له دریمې لارې خوندي وساتي.