پاکستان؛ د امریکا د نوي چل ښکار 

احمد الله مهاجر

#image_title

بې له شکه چې اوسنۍ نړۍ د زبرځواکونو تر نامه لاندې د پسونو په جامه کې لېوان ځای پر ځای کړي چې تل د ښکار په لټه کې وي ترڅو وشي کولای د دوی ګټې خوندي او ملتونه کمزوري کړي.

 

امریکا چې تل د رزالت د ترسره کولو په هڅه کې ده او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ډول شر څخه مخ نه اړوي، په عراق او افغانستان کې يې د دې خاورې د ځينو خودغرضو لښکرو په همکارۍ کلونه- کلونه جګړه او بدبختي پیل کړه، تر دې چې د بدو او بُزدلانه اعمالو په ترسره کولو سره يې؛ د سلگونو ولسونو په وژلو سره دغه خاوره پرېښوده، حتی په زرګونو خلک له بدبختیو سره مخ شول او خلک له فقر او سختیو څخه ستړي شول.

 

په هر صورت، خبره دا ده، چې د امریکا له خوا د افغانستان پر ضد له هر ډول اقداماتو سره-سره پاکستان لا هم پر دوی باور لري او د خپلو مخالفینو پر وړاندې د دوی همکاري غواړي.

 

وروستي خبرونه چې تر لاسه شوي، ښيي چې پاکستان د لوړ پوړو امریکايي پوځیانو په ګډون، د افغانستان په پولو کې د تحریک طالبان پر ضد د جګړې لپاره خپل پوځیان ځای پر ځای کړي دي او سیمه ییزې رسنۍ هم په دې باور دي، چې د دې کار لامل هم د TTP شتون دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان پخپله د ۱۱۵ میلیونو ډالرو پوروړی دی او له همدې امله په یوازې ځان د جګړې توان نه لري او له امریکا څخه د مرستې غوښتنه کوي.

 

ښکاره ده، چې امریکا له خپلو ګټو پرته له هیچا سره همکاري نه کوي او د خپلو موخو او ګټو د تحفظ لپاره په هر ډول تخریب او بې هدفه وژنو کې ښکیل دي.

 

خو په دې کې شک نشته، چې امریکا به د تېر په څېر له سترې ماتې سره مخ شي. ان شاءالله.

 

پاکستان هم باید د هغو کسانو له کړنو او برخلیک څخه عبرت واخلي، چې د امریکا په همکارۍ او دوستۍ کې ډوب وو، خو بالآخره ټولو ته څرګنده شوه، چې دوی څنګه یوازې او په مختلفو ستونزو او کړاوونو کې راګیر شول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version