ټرمپ دویمه دوره داسې مهال پيلوي، چې هېواد يې له خورا سترو چلېنچونو سره مخامخ دی، دا ځل بايد نړۍ نه، امریکا بايد په دې فکر/اندېښنه کې شي چې څه به کوو؟ له شرق سره په واقعي معنا رقابت ته ننوتلې.
مخکې له دې چې موضوع ته تفصيلاً ننووځو، د امریکا وروستيو ټاکنو ته به سر ورښکاره کړو؛ دا يو حقيقت دی چې په نړۍ کې مروج انتخابات نمایشي دي، د لومړۍ درجې هېوادونه يې له دې امله په رسنیزه او فزيکي برخه کې جدي نيسي، تر څو وښايي چې مونږ ډیموکراسۍ ته ژمن يو او د اولسونو د خوښې نظامونه په همدې طريقه د راتلو امکان لري.
حال دا چې رئيس جمهور له مخکې انتخاب شوی او په يو ډول د خلکو آذهانو کې تنوير شوی وي، د امریکا وروستيو انتخاباتو وښوده چې د ښځو اړوند دریځ او عمل يې خورا متفاوت دی، که څه هم ځانونه د ښځو د حقوقو مدافعين او له نرانو سره يې مساوي بولي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې نومانده کاملا هریس بريالۍ نه شوه؟ حال دا چې نران رئيس جمهوريان تجربه شوي، اکثر سياسي شنونکي په دې آند دي چې امريکا د ښځې له واکمنۍ سره نه جوړ او نه په هغه مقام ورته قائل دي چې وخت په وخت رسنيو کې پرې څرګندونې کوي.
خير راځو موضوع ته؛ چې څنګه ټرمپ د ډانګ او پړانګ تر مينځ ګير شوی؟ ټرمپ له بريالیتوب مخکې او وروسته داسې څرګندونې کړي چې هم به پرې عمل او هم به پرې سکوت ورته په ډېر زيان تمام شي؛ لکه فلسطين، لبنان او اوکراين کې د جګړو ختمولو او د باګرام د بیا نيولو ادعاوې يې.
که چیرې د منځني ختيځ جګړې ختموي، دا خو ښکاره ده چې د زور آپشن هلته بې پايلې ثابت شوی؛ نو بیا به له سولیېزو لارو هڅې کوي، ترڅو جګړې ته د پاي ټکی کښېږدي، دا به هم يو څه جنجالي وي؛ ځکه حماس له خپلو حقوقو نه تېرېدونکی معلوميږي او نتنياهو ته به د حماس د حقوقو ورکړه خپله ماته او شکست وبريښي.
همدا ډول د اوکراين او روسيې قضيه يو څه د فلسطين قضيې ته ورته ده، روسيه په هيڅ معنا دې ته تیاره نه ده چې له اوکراين شاتګ وکړي؛ ځکه فعلي دبدبه يې ختموي او اوکراین به له دفاعي حالت لاس په سر نه شي، هو په يوې طريقه امکان لري چې د اوکراين او روسيې جګړه ودروي، هغه داسې چې امریکا په اوکراين خپلې ټولې مرستې بندې کړي.
لنډه دا چې پورتنۍ قضاياوې امريکا ته خورا پيچلي دي، دې دواړو مکانو کې به په دوه صورتو کې حتماً امريکا ماته خوري؛ که يوه مکان کې يې ماته وخوړه بل کې يې هم لازمي کيږي.
د باګرام د نيولو ادعا يې:
خو مخکې د دې موضوع له څېړلو بايد په دې تبصره وکړو، چې ا.ا.ا له تېر څخه خورا په پياوړي انداز نظامي، سياسي او فرهنګي ډګر کې را ظاهر شوی، سيمه يې په لوړ سياسي درايت په دې قانع کړې چې ثبات او پرمختګ مو په تعامل او اقتصاد محوره سياست کې ده، که فرضاً ټرمپ خپلې کمپایني ادعا ته د عمل جامه ور اغوندي نو له دوو زيانو سره به مخامخ کيږي.
۱- خپله عملاً د دوحې تړون نقضوي، چې دا به په نړۍ واله سطحه د امريکا حيثيت ته نه تنها صدمه رسوي؛ بلکې دا آند يقيني کوي چې امريکا د باور وړ نه ده.
۲- ټرمپ د دې عمل په تر سره کولو سره به شرقي بلاک پياوړی کړي.
تښتېدلي جمهوريتيان بيا وایي؛ شايد ټرمپ د خپلې ادعا عملي کېدو په موخه څلويښت مليونه میاشتېنۍ مرستې بندې کړي، که دا کار وکړي په دې صورت کې هم امريکا زيان ويني، ځکه که مرستې د افغان اولس لپاره راليږي بيا د بشر ساتنې او حقوقو په ادعاوو يې د نړۍ دا شک چې نمايشي دي په يقين بدلیږي.
که د تښتېدليو په وینا؛ چې يادې مرستې طالب ته راځي، امريکايي حکومت به د خپل اولس له کلک غبرګون سره مخ شي، خو په خپل ذات کې د يادو مرستو بندښت به په هغه پيمانه په ا.ا.ا منفي اغيز ونه کړي چې مخالفين يې انګيري، هو په دې صورت کې به هم امريکا د خپل مخالف بلاک نفوس زيات کړي.
لنډه دا چې ا.ا.ا له تيرو ډېر څه زده کړي، متوازنه پاليسي، لوړ سياسي درايت او د ډيالوک موثريت يې د مخالفينو ټولې حربې شنډې کړي، خو امريکا خپلې جګړيزې پاليسۍ د هلاکت کندې ته نيږدې کړې؛ نو ځکه ویلی شو چې په فعلي حالاتو کې ټرمپ/امريکا د ډانګ او پړانګ تر مينځ ده، په دې دواړو کې به يو امکان دا ولري چې يادې کندې ته يې ور وغورځوي.