له ټولو لومړی مو د اسلامي امارت او په ټوله کې د اسلامي حاکمیت د بریا دریمه کلیزه مبارک شه!
د الله عزوجل حمد او ثنا په ټولو هغه نعمتونو چې مونږ یې ترې برخمن کړي یو، خو ځانګړی شکر او حمد په دې چې الله تعالی مونږ د نړۍ پر سر؛ د يواځينې اسلامي نظام څخه برخمن کړي یو.
که چیرې تاریخ ته وګورو، نو د امت هغه ګمنامه ابطال به پکې سرلوړي پیدا کړو؛ چا چې د الله تعالی د رضا په خاطر خپل سرونه نذرانه کړي او د اسلام د بقا لپاره یې مبارزه کړې ده، په یوویشتمه پېړۍ کې هم داسې ځوانان وو/شته چې د اسلام د ګمنامه سپاهيانو په نقش قدم یې قدم ایښی او د الله تعالی رضا یې حاصله کړې.
دغو اتلانو په رښتیا هم د تېرې زمانې د اتلو صحابه کرامو، سلفو صالحینو او له اسلامي منهج قرباني شويو اتلانو تاریخ راژوندی کړ، که د اسلام په اوایلو کې داسې ځوانان وو؛ چې د کفر د خاتمې په موخه، یې د خپلو سرونو پروا نه کوله؛ نن هم الحمدلله داسې ځوانان شته؛ چې خپلې ځوانۍ یواځې او یواځې د الله جل جلاله د دین د اقامې په خاطر قرباني کوي، د جهاد او رباط فریضې ادا کوي.
د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره د نړۍ د هر فرد اند او تحلیل دا وو چې د ا.ا.ا به له زیاتو ستونزو سره مخ شي، امنیتي، اقتصادي او نورو حکومتي برخو کې به له زوال سره مخ شي او یو ځل بیا به حکومت د فاسدو چارواکو لاس ته وغورځوي، خو لله الحمد! الله تعالی د دوی ټولو فکرونه غلط ثابت کړل او دا دی نن درېم کال د اسلامي امارت د بریا په لا بریالیتوب سره پوره کیدونکی دی.
نړيوالو قوتونو په افغانستان کې له ماتې وروسته، ترهګریزې ډلې د خوارجو، مقاوت او نورو نومونو باندې تر شا پرې ښودې؛ تر څو افغانستان نا امنه کړي او نړۍ ته وښایي؛ چې ا.ا د حکومت کولو توان نلري، خو یاده دې وي چې اسلامي امارت د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د خپلو امنیتي او دفاعي مجاهدینو په برکت د افغانستان امنیت داسې ټینګ کړ؛ چې نړۍ یې ګوته په غاښ کړه، نړیوالو سیاسیونو نا امنه هیوادونو ته دا بې ساری امنیت ضرب المثل کړ.
د اسلامي امارت استخباراتي او دفاعي ځواکمنو مجاهدینو د نړیوالو قدرتونو، استخباراتي ډلې ټپلې، په نطفه کې خنثی کړې، د داعشي خوارجو او مقاومتیانو ککرۍ یې وشیندلې، سرونه یې ورته له تنو بیل کړل، او د خپل عمل په سزا یې ورسول.
د ا.ا ځواکونو په کمه موده کې د داعشي خوارجو ټولې ځالې کشف او عملیات یې پرې وکړل، دا خرڅ شوي غلامان یې خپلو شومو موخو ته پرینښودل، د ا.ا ویاړلي ځواکونه هغه رجال دي چې د اشغال په دوره کې یې د اشغالګرو د ختمولو لپاره خپل سرونه په ورغیو کې نیولي وو، ځانونه یې د اسلام د دفاع په خاطر هر رنګ ټپ او درد ته آماده کړي وو، نن د همدوی د ایثار او قربانۍ په برکت مونږ د یو اسلامي نظام خاوندان یو، دې ویاړلو ځوانانو هیڅ کوم مادي هدف نه درلود، یواځېنی هدف یې د الله تعالی رضا او د یوه اسلامي نظام قایمول وو او بس.
د الله تعالی امر وو چې: وأعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم وآخرین من دونهم لاتعلمونهم الله یعلمهم) الأنفال/۶۰
څومره چې کولی شئ د کافرانو د مقابلې لپاره قوت او زين کړي اسونه تيار کړئ چې د الله دښمنان، خپل دښمنان او او نورهغه دښمنان پرې ووېروئ چې تاسې يې نه پېژنئ الله يې پېژني.
ویاړلو زلمو هم د الله تعالی امر ته لبیک ووایه او د کفر په مقابل کې زین کړي آسونه ودریدل، کفر او غلامان یې ورته وشړل او کرایه شوي جنګیالي یې ورته د خپلو مرصادي ګوزارونو او تورو ښکار کړل.
د مبینې فتحې وروسته که څه هم د اسلامي امارت بنیان مرصوص ځواکونه ستړي وو؛ خو د خوارجو په مقابل کې لکه سندان ودریدل، خپل صفونه یې منظم کړل او د ټولو بدبختو اقشارو پر وړاندې یې یو ځل بیا مبارزه پیل کړه، اهداف یې ورته خنثی کړل او د اسلام د اصیلو بچيو زور یې ورته وښود.