لیکوال: مفتي حماس
الصُّفرِية يا الزّيَاديّة: د دغې تسميې وجوهات
اوله وجه: صُفرِيَّة صُفرَةٌ ته منسوب ده او صُفرَةٌ ژيړ رنګ ته وايي او دغو خوارجو ته د دوی د ژيړو رنګونو له وجې صُفرِيَّة وايي.
دوهمه وجه: دوی خپل مشر عبدالله بن صفار او يا زياد بن الاصفر ته منسوب دي ، له همدې وجې دوی ته الزّيَاديّة هم وايي.
دريمه وجه: أَصمعي وايي: دا نوم د صاد په زير (کسرې) سره صِفْر ته منسوب ده (الصِّفرِية)، صفر خالي ته وايي ځکه دوی هم له دين نه خالي ؤ.
صُفرِيَّة له ازارِقَۀو ، نجدَاتو او إباضَيۀ و سره په پنځو خبرو مخالف دي:
اول: له جګړې ناست کسان کوم چې مونږ سره په دين او عقيده کې برابر دي کافران نه دي.
دوهم: د زاني د رجم حکم مني ، د کافرو بچيان کافر نه او نه ابدي جهنميان دي او نه يې وژل جائز دي.
دريم: قولي تقيه رواه ده او عملي تقيه نا رواه ده.
څلورم: کوم ګناهونه چې حد پرې واجبيږي د هغو کوونکي ته يوازې د ګناه نوم اخستل کيږي لکه زاني، سارق، قاذف. کافر او مشرک ورته نه ويل کيږي.
او په کومو ګناهونو چې د لوی والي له وجې حد نشته لکه د لمانځه پريښودل او له جګړې تيښته، نو په داسې ګناهونو سړی کافر کيږي.
پنځم: په دوی کې ضحاك وايي: چيرته چې مسلمانان ښکاره نشي اوسيدلای د مسلمانانو نکاح د خپل قوم له کفارو سره روا ده او که مسلمانان ښکاره اوسيږي هلته روا نه ده.