لیکوال: مفتي حماس
أخبرنا محمّد بن المثنّي ، قال :حدّثنا عبد الأعلي[بن عبد الأعلي]، قال : حدّثنا داود[بن أبي هند]عن أبي نضرة[العبدي]، عن أبي سعيد الخدري: أنّ رسول الله (ص) قال : « تمرق مارقة من النّاس ، سيلي قتلهم أولي الطائفتين بالحقّ » .
ژباړه:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
يوه ډله خلك به له دينه ووځي (خوارج) او يوه ډله به يې وژني، چې پر حق ده.
أخبرنا قتيبة بن سعيد ، قال : حدّثنا أبو عوانة [ الوضّاح بن عبد الله [ عن قتادة[بن دعامة]، عن أبي نضرة ، عن أبي سعيد الخدري ، قال : قال رسول الله (ص) : « ستكون أمّتي فرقتين ، فتخرج من بينهما مارقة يلي قتلها أولاهما بالحقّ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
ډېر ژر به زما امت دوه ډلې شي، يوه ډله به له دينه ووځي او بله به يې ووژني، چې پر حق ده.
أخبرنا عمرو بن عليّ ، قال : حدّثنا يحيي[بن سعيد القطّان [ ، قال : حدّثنا عوف]الأعرابي[ ، قال : حدّثنا أبو نضره ، عن أبي سعيد ، قال : قال رسول الله (ص) : « تفترق أمّتي فرقتين ، يمرق بينهما مارقة تقتلهم أولي الطائفتين بالحقّ » .
دا حديث هم د پخواني حديث په څېر دى، نسائي په بل سند له حضرت ابوسعيد خدري رضي الله عنه نقل كړى دى.
أخبرنا سليمان بن عبيد الله بن عمرو الغيلاني ، قال : حدّثنا بهز[بن أسد العمّي]عن القاسم ـ و هو ابن الفضل ـ ، قال : حدّثنا أبو نضرة عن أبي سعيد : أنّ رسول الله (ص) قال : « تمرق مارقة عند فرقة من النّاس تقتلها أولي الطائفتين بالحقّ.
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: امت مې چې څو ډلې شو؛ نو يوه به له دينه وځي او بله ډله، چې پر حق ده،له منځه به يې يوسي.
أخبرنا محمّد بن عبد الأعلي ، قال : حدّثنا المعتمر[بن سليمان [ ، قال : سمعت أبي ، قال : حدّثنا أبو نضرة عن أبي سعيد ، عن نبيّ الله (ص) أنّه ذكر ناساً في أمّته يخرجون في فرقة من النّاس ، سيما هم التحليق ، يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية ، هم من شرار الخلق ـ أو هم شرّ الخلق ـ تقتلهم أدني الطائفتين إلي الحقّ. قال: و قال كلمة أخري ، قلت [ لرجل [ بيني و بينه ما هي ؟ قال:أنتم قتلتموهم يا أهل العراق .
ژباړه:
حضرت ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي:
پېغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم په خپل امت کې د داسې يوې ډلې خبر راكړ چې (( له امته به بېلېږي او نښه يې داده چې سرونه به يې خريلي وي او له دينه به داسې وځي لكه غشى له ليندۍ دا ډېر ناوړه خلك دي او بله ډله، چې پر حق ده ، دوى به له منځه يوسي.))
راوي وايي : ابوسعيد خدري رضي الله عنه په دې خبرې پسې يوه بله خبره هم وكړه، چې ما له هغه سړي وپوښتل ،چې زما او ترمنځ يې ولاړ و،
چې څه يې وويل: راته يې وويل:
هغوى تاسو عراقيانو د امام علي رضي الله عنه پر مشرۍ ووژل.
أخبرنا عبد الأعلي بن واصل بن عبد الأعلي ، قال : حدّثنا محاضر بن المورّع ، قال : حدّثنا الأجلح عن حبيب[بن أبي ثابت]أنّه سمع الضحّاك[بن شراحيل] المشرقي يحدّثهم و معهم سعيد بن جبير ، و ميمون بن أبي شبيب ، و أبو البختري ] سعيد بن فيروز [ ، و أبو صالح ] ذاكون [ ، و ذرّ ] بن عبد الله [ الهمداني ، و الحسن ] بن عبد الله [ العرني: أنّه أبا سعيد الخدري يروي عن رسول الله (ص) في قوم يخرجون من هذه الأمّة ، فذكر من صلاتهم ، و زكاتهم ، و صومهم « يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية ، لا يجاوز القرآن تراقيهم ، يخرجون في فرقة من النّاس ، يقاتلهم أقرب النّاس إلي الحقّ » .
حضرت ابوسعيد خدري (رض) له رسول الله صلی الله عليه نه د هغې ډلې په باب روايت كړى چې له دې امته به بيلېږي (او رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوى د لمونځ او روژې څرنګوالى هم ښوولى دى) او ويلې يې دي:
((هغوى به له دينه داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ. قرآن به لولي خو له ستوني به يې نۀ تېرېږي، دوى به زما له امته بېل شي او پر حق ولاړه ډله به ورسره وجنګېږي.))