ولې د پنټاګون اسلام پلوی زوى د خپل بادار لخوا ووژل شو؟

محمدصادق طارق

 

ما په خپلو لنډو او مختصرو لیکنو کې تل هڅه کړى چې د امریکا له خوا د داعش د رامنځته کېدو موضوع تحلیل کړم او دا خبره ثابته کړم چې داعش یوه استخباراتي پروژه ده، خو که يوه پوښتنه بې ځوابه پاتې شي زما ټولې هڅې به ضایع شي او هغه دا چې که داعش د امريکا او نورو سيمه ييزو هېوادونو له خوا رامنځته شوى، نو د دې ډلې مشر ابوبکر بغدادي ولې د امريکا له خوا ووژل شو؟ آیا دا ممکنه ده، چې له یوې خوا د هغه ملاتړ وکړي او له بلې خوا يې د بربادۍ او بدبختۍ لامل شي؟ په دې لیکنه کې به د پورتنۍ پوښتنې د ځوابولو ترڅنګ دا هم یاده کړم چې ابوبکر البغدادي څنګه ووژل شو.

 

د ابوبکر البغدادي مړینه په رسمي توګه د کایلا مولر په نوم عملیاتو کې، د 2019م کال د اکتوبر په 26مه ترسره شوه. دا عملیات د باریشا برید په نوم هم یادېږي. د دې عملیاتو په پایله کې د داعش د هغه وخت قوماندان ابوبکر بغدادي ووژل شو چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سنټکام قوماندان کنت مکنزي جونیور تر څارنې او قوماندې لاندې د امریکايي ځواکونو له خوا ترسره شول. ویل کیږي چې په دې عملیاتو کې د عراق، ترکیې او د سوریې کردانو هم همکاري کوله.

 

له يادو عملياتو وروسته اعلان وشو، چې تش په نامه خليفه او د پنټاګون اسلام پلوی زوى ابوبکر البغدادي، چې په سپينه ماڼۍ کې د ډيموکراسۍ په زانګو کې راستر شوى ٶ د خپل ملاتړي لخوا د ادلب په ښار کې ووژل شو.

 

اوس باید دې پوښتنې ته ځواب ووایو چې د ډېرو خلکو ذهنونه مغشوشوي او حتیٰ د داعش ډلې د مشروعیت لامل ګڼل کېږي. تر هر څه لومړی باید دا معلومه شي چې تور سازمان (CIA) وکولاى شول د یوه زنداني څخه یو لوی تروریستي شیطان جوړ کړي! خو په زړه پورې خبره دا ده، چې نه یوازې بغدادي بلکې د داعش څو مهم مشران د عراق په سویل کې د امریکا تر څارنې لاندې د “بوکا” په زندان کې بندیان وو او له خوشې کېدو وروسته یې د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت جنګي ماشین جوړ کړ. ویل کېږي چې ابوبکر البغدادي، د هغه مرستیال ابو مسلم ترکماني، حجي بکر او ابو قاسم چې د داعش پوځي قومندانان دي، په سوریه کې په تصادفي توګه له یو بل سره نه دي مخ شوي بلکې د بوکا په زندان کې یو بل ته پېژندل شوي دي.

 

بوکا په عراق کې یو له خورا مجهزو زندانونو څخه شميرل کيدى چې د “ابو غریب” ډیری بندیان هغه ځای ته لېږدول کيدل او تر دې مهاله د داعش نهه جګپوړي قوماندانانو په دې زندان کې وخت تېر کړی. دا په مستقیمه توګه د بوکا په زندان کې د متحده ایالاتو سره د ابوبکر بغدادي، د هغه د مرستیال او دوو جګپوړو پوځي قوماندانانو موافقې ته اشاره کوي.

 

اوس باید پوه شو چې د البغدادي د مړینې خبر په دقیقه توګه هغه مهال رامنځته شو، چې د بشارالاسد د حکومت د نسکورولو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې. له همدې امله بغدادي نور د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د سوریې د خلکو د برید په وړاندې د مقاومت ځواک نه درلود. متحده ایالات اړ شول چې هغه لري کړي او دا غوره وه چې د هغه ځای ناستی وټاکي.

 

له بلې خوا، له هغه وخته چې بغدادي د خپل ماموریت ډېره برخه په عراق، سوریه، لیبیا، یمن، ایران، افغانستان او نورو هېوادنو کې د لسګونو زرو مسلمانانو په وژلو او د نورو بشري ناورینو په رامنځته کولو کې تېره کړې ده، لوی-لوی ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل، د نړۍ ډېرى برخې یې خاورې او ایره کړې او د وینو ويالې يې وبهولى، نو نور د هغه د وجود اړتیا نه لېدل کيده او باید له منځه تللى واى.

 

بغدادي په خپلو لومړیو ورځو کې په یو نرم او معتدله ځای کې د لمر له مستقیمې تودوخې څخه ځکه لرې ساتل شوی و ترڅو د قتل، وژنې، دهشت، ظلم، جبر او وحشت بنسټ په یوه ظالمانه توګه جوړ کړي. په معاصر وخت کې چې کله په دې شرایطو کې استعمال شو او نورو د ده د دندو د ترسره کولو جرئت ولېد، موافقه وشوه چې له کارېدو وروسته باید په کثافاتو کې واچول شي او د نورو له لاسرسي څخه لرې شي.

 

سیاسي کارپوهانو چې د داعش د مشر د وژلو تر شا انګیزه څېړلې ده، دې باور ته رسيدلي چې له یوې خوا د داعش د مشر د سیاسي او پوځي استهلاک موده پای ته رسېدلې او له بلې خوا یې ذلت رسوونکې ماتې خوړلې وه. په سوریه کې د امریکا لاس وهنه او په منځني ختیځ کې د امریکايي امپراتورۍ د بنسټونو کمزوري کيدل، همدا راز په نړیواله کچه د داعش بې ساري رسوايي د دې لامل شوه چې امریکا په سوريه کې د ترهګرۍ ضد جګړې په ډرامه کې د خپل ګران زوی (بغدادي) په قرباني کولو سره د خپلې پراخې مبارزې لاس ته راوړنه نړۍ او د امریکا ولس ته وښيي.

 

همدا رنګه د دې لپاره چې امریکا د داعش د مشر له نیول کېدو او د دې فتنه ګرې ډلې تر منځ د پټو رازونو له افشا کېدو وېره درلوده، باید په یو ډول یې بغدادي له منځه وړی وای. د عراق د پارلمان د امنیتي او دفاعي کمیټې پخواني مشر حاکم الزاملي د یادې موضوع په یادولو سره وویل: امریکایي ځواکونو ابوبکر البغدادي له دې امله وواژه چې د هغه له نیول کېدو او د رازونو له افشا کېدو یې وېره درلوده.

 

هغه زیاتوي: “دا هغه مشهورې لارې او پاڼې دي، چې د امریکا استخباراتي ادارې یې تعقیبوي او د پاڼې د سوځولو او په قتل او وژنو سره یې له منځه وړي.”

 

د پنټاګون د پوځیانو په لاس د داعش د قوماندان په وژل کېدو کې د استعماري پروګرامونو د ملاتړو، د نیابتي جګړو د اجنټانو او عاملینو او د هغو استخباراتي سازمانونو لپاره چې په امریکا پورې تړلي دي او ورته نږدې دي، عبرت شته چې هغوى بايد درس واخلي او د امریکا د لوبو آلې جوړې نه شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version