د تیرې شنبې په سهار، یهودي جنايتکارو ځواکونو په «تابعین» مدرسه په بې دفاع خلکو د لمانځه پر مهال بمباري وکړه چې په پایله کې یې تر سلو زیات کسان؛ چې ډېری یې ماشومان او ښځې وو، شهیدان کړل.
د غزې د جګړې او تاوتریخوالي دا دی لس میاشتې کېږي چې لا هم روانه ده، هغه ملت چې تر دوه ملیاردو ډېر خلک پکې راټول شوي، نن په داسې حال کې دي چې ماشومان یې د سترګو په وړاندې ذبحه کېږي او کورونه یې په سرونو را ورانېږي، خو هېڅ خوځښت یې نه تر سترګو کېږي.
د اُمت دا حالت داسې کمزورۍ ته رسېدلی چې تر ټولو ذلیل ملت (یهودان) چې هیڅ انسان یې نه شي زغملی، په اسلامي خاورې کې شپه او ورځ ډول ډول جنایات کوي، خو داسې ښکاري چې نور اُمتونه نه ژبې لري او نه دا وړتیا چې د ټوپک په زور د خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع وکړي.
دا په داسې حال چې د مسلمانانو ۵۷ هغه هېوادونه چې په زرګونو ټانګونو او توپونو سمبال عصري پوځونه لري او په تېرو وختونو کې یې ویاړلي تاريخي او ځواکمن حکومتونه درلودل.
ولې د سلجوقیانو اولاده نه راپاڅېږي او نه د فاروق اولاده کوم غبرګون ښيي؟ ولې د عثمانیانو د ژوندي پاتې شویو خلکو ژبه خاموشه ده او د عثمان د تورې غږ ولې نه اورېدل کېږي؟
ولې د غزې د مظلومو خلکو د عزت د دفاع په خاطر د خلافت لښکر په ترکيه کې له خپل مرکز نه حرکت نه کوي او ولې د “أینقض الدین و أنا حي” چيغه نه پورته کېږي؟
ولې یو متحد لښکر؛ چې لومړی سر یې د اسلامي خلافت مقر او پای یې سند او ډهلي ته ورسېږي، نه منسجم کوي ترڅو د ظلم او بې عدالتي مخه ونیسي؟
د فتح قادسیه لښکر ولې د غزې له مظلومو خلکو سره مرسته نه کوي؟
ولې او په زرګونه نور ولې چې د هغو د تحقق لپاره هیڅ هیله نه ده پاتې؛ پرته له دې چې متحد ملت د دې ټولو ظلمونو او جنایتونو په وړاندې کلک ودرېږي او د هر یو له وقار څخه دفاع وکړي؛ چې ان شاءالله دا به خورا نږدې وي.