هیڅ یوه ټولنه تر هغه وخته اسلامي ټولنه نه بلل کېږي، ترڅو چې یې شریعت تطبیق کړی نه وي او د ژوند په ټولو اړخونو کې یې شریعت ته رجوع نه وي کړې. دا ممکنه نه ده چې یو څوک له سپېڅلي قرآن څخه {كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ} چې د روژې فرضیت ترې څرګندېږي؛ راواخلي او {كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ} چې د قصاص فرضیت ترې ثابېږي؛ هغه پرېږدي. دا تصور نشي کېدای چې د لمانځه د فرضیت آیتونه دې عملي شي او د ربا (سود) د حرمت آیتونه دې پرېښوول شي.
قرآن کریم یوازې د دې لپاره نه دی نازل شوی چې په مړو انسانانو باندې ختم شي او مساجد پرې ښایسته شي، الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسې خطاب کوي: «موږ تاته کتاب د دې لپاره نازل کړی دی چې ته په خلکو کې پرې فیصله وکړې، په هغه توګه چې تاته یې الله تعالی علم درکوي.» [النساء: ۸۵]
الله تعالی وايي: ژباړه: «ای داؤده! بېشکه موږ ته په ځمکه کې خلیفه ګرځولی یې، نو ته د خلکو ترمنځ په حقه فیصله کوه.» دا د الله تعالی له لوري د حاکمانو لپاره وصیت دی چې دوی به د رب تعالی په نازل شوي قانون فیصله کوي او له هغه قانون څخه به مخ نه اړوي. [تفسیر ابن کثیر ۸۶/۱۲]
په مسلمانانو لازمه ده چې د الله تعالی په حکم به فیصله کوي، نه په هغو وضعي قوانینو چې حلال حرام او حرام حلال ګڼي. اسلامي شریعت هېڅکله تجزیه نه قبلوي چې په ځینو احکامو دې عمل وشي او ځینې دې تر پښو لاندې شي، که څه هم یو سلنه یا پنځه سلنه وي؛ ځکه که لږ څه پاتې شي، ویره شته چې وروسته له نورو سترو حکمونو شاتګ وشي. له همدې امله الله تعالی په بني اسرائیلو شدید رد کړی چې ځینې احکام به یې قبلول او ځینې یې پرېښوول: «ایا تاسې په ځینو ایمان لرئ او ځینې پرېږدئ؟ د داسې عمل لپاره په دنیا کې ستر تاوان او په آخرت کې سخت عذاب دی.» [البقرة: ۸۵]
ابن کثیر رحمه الله وايي: څوک چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې له نازل شوي شریعت پرته په نورو منسوخو شریعتونو فیصله کوي، هغه کافر دی. نو په “یاسق” قانون باندې فیصله کول او هغه ته پر شریعت ترجیح ورکول به څنګه کفر نه وي؟
[البداية والنهاية: ۱۳/۱۳۹]
یاسق چې ابن کثیر رحمه الله یې یادونه کړې، هغه لومړی وضعي قانون و چې د تاتاریانو مشر چنګېزخان له لوري د شریعت پر وړاندې جوړ او په خلکو په زور منل کېده. مسلمانان باید د ژوند ټولې چارې د شریعت الهي قانون سره حل کړي. الله تعالی په سورت المائده، آیت ۴۹ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي:
ژباړه: «او پرېکړه کوه د دوی په منځ کې په هغه څه چې الله تعالی نازل کړي، او د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه.»
لوېدیځې نړۍ د اسلام له دقیقې مطالعې وروسته اسلامي نړۍ ته د شرعي قوانینو په بدل کې وضعي قوانین وړاندې کړل، او د دې قوانینو د پلی کولو لپاره یې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې خپل لاسپوڅي حاکمان مقرر کړل، تر څو ملتونه په شرعي قوانینو بې باوره کړي او وضعي قوانینو ته یې سوق کړي. کله چې په کوم هېواد کې شرعي حد پلی کېږي؛ نو د میډیا له لارې یوه ډنډوره جوړوي او د حدودو تطبیق د بشري حقونو خلاف عمل بولي.
اسلام د عدل دین دی او مسلمانانو ته یې داسې قوانین وضع کړي چې له مخې یې د ټولنې وګړي په امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي. تر هغه وخته چې مسلمانان په اسلامي روحيه سمبال وي او د نورو وګړو د حقونو درناوی وکړي، ستونزه نه پېښېږي. خو کله چې مسلمانان له ټاکلو پولو تېری وکړي، منکرات ترسره کړي او د خلکو مال او ځان ته زیان ورسوي، نو د شریعت په رڼا کې پرې سزا عملي کېږي.
اسلام یوازې د عقوباتو دین نه دی، لکه څنګه چې مستشرقین ادعا کوي، بلکې د عقائدو، عباداتو، معاملاتو او حقوقو بشپړ نظام دی، علامه ابن القیم رحمه الله وايي: د شرعي حدودو نافذول عبادت دی؛ لکه د الله تعالی په لار کې جهاد. حد د الله تعالی له لوري په بندګانو رحمت دی، او والي باید د حدودو په تطبیق کې جدي وي. هدف یې د خلکو اصلاح وي، نه د قهر یخولو هڅه. لکه پلار چې زوی د اصلاح لپاره وهي، یا طبيب چې ترخه دوا ورکوي. که حد په نیت د اصلاح نافذ شي، نو الله تعالی به د خلکو زړونه ور واړوي، [السیاسة الشرعية: ۱۲۵]
د شرعي حدودو د پلي کولو حکمتونه
۱: د مجرم عبرت اخیستل
کله چې په مجرم حد پلی شي، نو بیا له ناوړو کړنو ځان ساتي. ځینې کسان نه په وعظ اصلاحېږي او نه د الهي عذاب وېره لري، نو د هغوی د اصلاح یوازینۍ لاره سزا ده. د عثمان او عمر رضي الله عنهما قول دی: «الله تعالی ځینې خلک د قرآن په وسیله نه، بلکې د باچا په لاس اصلاح کوي.»
۲: ټولیزه ګټه
کله چې په ټولنه کې حد پلی شي، نور خلک ترې عبرت اخلي او د جرم له ارتکاب یې مخه نېول کېږي.
۳: د کفارو اغېزمنېدل
حدود د اسلام د عدالت ښکارندویي کوي. په لومړیو پېړیو کې ډېر کفار د حدودو په لیدلو مسلمان شوي. نن چې په لوېدیځ کې فسادونه روان دي او سزا نشته، ښايي د اسلامي حدودو په لیدلو د اسلام حقانیت ورته څرګند شي.
۴: ځمکه له فساده ژغورل
هر کله چې منکرات ډېر شي او مخنیوی یې نه کېږي، فساد خپرېږي. الله تعالی وايي: «په ځمکه کې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ.» [الأعراف: ۵۶]
۵: د ژوو او طبیعت ګټه
حدود یوازې انسانانو ته نه، بلکې حیواناتو او طبیعت ته هم رحمت دی. عکرمه رضي الله عنه وايي: کله چې قحطي راشي، حیوانات وايي: «باران زموږ د انسانانو د ګناه له امله منع شوی.» رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «په ځمکه کې یو حد نافذول د څلوېښتو ورځو له بارانه غوره دی.» [نسائي، ابن ماجه]
اوس مهال په نړۍ کې یوازې افغانستان دی چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې حدود عملي کوي، او دا د شکر ځای دی.











































