ابو محمد
په افغانستان کې کله چې د اشغال اخري سلګۍ وي نو نړيوالو طاقتونو په افغانستان کې د داعش په نامه خپله اخري حربه هم وکارول او غوښتل يې چې په دې ډله به مسلمانانو او جهادي سلسلې ته صدمه ورسوي، خو دا ارمان يې سر نشو او په ګران هیواد کې د پرديو ارمانونه له خاورو سره خاوري شول.
په افغانستان کې د اسلامي امارت د قيام وروسته داعشي خوارجو د اسلامي حکومت په وړاندې د بغاوت علم پورته او پر ديني مرکزونو او نورو عامه ځایونو يې بريدونه وکړل. د دې بريدونو په تړاو نيول شوي کسان ټول خارجي اتباع وو.
نن د رسنيو په مرکز کې د افغانستان د ملي دفاع وزير او د امنيتي و تصفيوي کميسيون مشر مولوي محمد يعقوب مجاهد د هيواد د داخلي امنيت په اړه هر اړخيز مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او په هيواد کې د ځينو پيښو په اړه يې نوي مالومات له رسنيو او هيوادوالو سره شريک کړل.
مجاهد صاحب د خپلو څرګندونو په جريان کې وويل: په افغانستان کې پر عام المنفعة ځايونو، مساجدو، مدرسو او خانقاوو باندې په بريدونو کې تر ډېره بريده خارج التبعه کسان کارول کيږي چې ډير يې د تاجکستان هيواد اتباع دي.
د دفاع وزير په يادو څرګندونو سره د المرصاد ادارې د هغو مالوماتو تصديق وشو چې څه موده وړاندې يې خپاره کړي وو، چې پکې د تاجکستان هيواد د ځينو کسانو وګړو په دې خبره اقرار کړی وو چې د خوارجو لخوا په افغانستان کې پر مؤمنو هيوادوالو د بريد لپاره په چل او فريب هڅول شوي وو، چې بيا د افغانستان د زړورو امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي وو.
د دفاع وزير له نني کنفرانس څخه داسې ښکاره کېده چې په افغانستان کې د بریدونو او د امنیت د اخلال هڅه د ځینو خارجي کسانو لخوا کیږي چې نوموړي له تاجکستان څخه وروسته په دویم قدم کې د پاکستاني اتباعو یادونه وکړه: « همدغه راز په دوهمه درجه کې د زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني اتباع ښکېل وو. له شلو زیات پاکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل سوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول سوي دي»
د یادونې وړ ده چې المرصاد څه وخت مخکې په افغانستان کې د داعشي مشرانو د وژل شویو یو لیست خپور کړی وو چې په هغه کې هم د پاکستاني اتباعو ذکر شوی وو.