د فبرورۍ پر یوویشتمه، د شنبې په ورځ، په بنو کې یوه چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې پکې د پاکستان د پوځ دوه لوړپوړي افسران او له هغوی سره یوولس سرتېري ووژل شول. د دې پېښې سمدستي وروسته، د پاکستان پوځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو یو بیان خپور کړ، چې د پېښې د غبرګون بڼه یې لرله. په دغه بیان کې د خواخوږۍ پر ځای تر ډېره فرمایشي خبرې تر سترګو کېدې.
د خبر او تحلیل څښتنانو سمدستي دا څرګنده کړه چې پاکستاني پوځ اوس د ناامنۍ پر وړاندې له ناکامۍ سره مخ دی او هڅه کوي چې د خپلو ناکامیو پړه پر نورو واچوي. د کارپوهانو په وینا، دا لړۍ چې پخوا یوازې لفظي وه، اوس ښايي عملي بڼه هم خپله کړي؛ ځکه د پوځ پرله پسې ناکامۍ هغه دې ته اړ باسي چې د خلکو پام له خپلو نیمګړتیاوو واړوي. په حقیقت کې، د بنو د پېښې په اړه د پوځ بیان یو عجیب رنګ درلود. له پېښې وروسته لومړۍ جمله داسې وه: «افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.»
داسې برېښېده لکه افغانستان چې د پاکستان د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري، یا د پاکستان د خلکو مالیات او بودیجه د پوځ پر ځای افغانستان ته ورکول کېږي. ګواکې هر کله چې په پاکستان کې پېښه وشي، باید افغانستان ته وویل شي چې ولې دې خپل مسؤلیت ادا نه کړ. حتی داسې انګېرل کېده لکه د اتومي ځواک دعوه، له سعودي سره دفاعي تړونونه، د هند پر وړاندې د بریا شعارونه او نور ټول امتیازات د پاکستان پر ځای افغانستان پورې تړلي وي؛ حال دا چې دا ټول ادعاوې خپله پاکستاني پوځ کوي.
د بیان بله برخه تر دې هم جالبه وه، چې پکې ویل شوي وو:
«موږ به غچ اخلو او هېڅ ډول زغم به ونه ښیو.»
تمه کېده چې پوځ به په خپله خاوره کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې مستقیمه مبارزه وکړي او یا به هغوی له منځه یوسي. خو نړۍ لا په تمه وه چې ناوخته د شپې پاکستاني الوتکو د خپل هېواد له فضا وتلې او د افغانستان خاورې ته ننوتلې. هلته یې په پنځو ځایونو کې پر بې وسه او معصومو خلکو بمبار وکړ. په دې بریدونو کې د یوې کورنۍ اووه لس تنه غړي په داسې حال کې شهیدان شول چې هغوی د روژه ماتې وروسته د سبا روژې لپاره ارام شوي وو. همداراز، جوماتونه او مدرسې هم په نښه شوې، او هغه ديني کتابونه وسوځول شول چې د همدې ډول کړنو په اړه څرګند احکام لري.
اوس دا پوښتنه عرب او عجم دواړه کوي چې پاکستان د معصومو خلکو او مقدسو ځایونو په نښه کولو سره څه غواړي؟
ښکاره ده چې د پاکستان پوځ تر ټولو لوی هدف دا دی چې د ملت پر اوږو خپل واک ټینګ وساتي، د هغوی شتمنۍ مصرف کړي او د خپل اقتدار د بقا لپاره هر ډول غیر انساني او غیر اسلامي عمل ته لاس واچوي، خو بیا هم ځان له مسؤلیته خلاص وبولي. د همدې لپاره یې له تېرو اتو لسیزو راهیسې خلک د کشمیر په مسئله بوخت ساتلي، خو نه کشمیر ازاد شوی او نه کومه عملي پایله تر سترګو کېږي. البته، د همدې شعار تر نامه لاندې یې د ولس ډېرې قربانۍ اخیستې دي.
په دې ترڅ کې، د پاکستان یو مشهور شنونکی قمر چیمہ ویلي چې هغه کار چې امریکا نیمګړی پرېښی و، اوس پاکستان یې بشپړوي. نړۍ ښه پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې څه کول؟ بمبارۍ، وژنې، زندانونه، لوټمار او د هېواد ورانول.
پاکستانی پوځ، چې د انسانیت، اسلامیت او د ګاونډیتوب له ټولو اخلاقي ارزښتونو او اصولو څخه بېبرخې بلل کېږي، د خپلو شخصي ګټو لپاره آن د ملت یو محسن هم په بند کې له منځه وړلی شي. او لکه څنګه چې ویل کېږي: هغه حمیت چې نوم یې و، د تیمور له کوره ورک شو، د همدې سوچ له مخې کولای شي خپل لوړپوړی پوځي مشر هم د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې له منځه یوسي.
نو بیا به د یوه مسلمان وژل، د جوماتونو او مدرسو ورانول، او د اسلامي شعایرو سپکاوی ورته کومه د شرم خبره وي؟ د ماشومانو او ښځو د عزت تر پښو لاندې کېدو پر وړاندې به یې کومه غیرت راویښ شي؟ همدا لامل دی چې ویل کېږي، دوی دا ډول تګلاره په ډېرې خوښۍ سره د څو پیسو په بدل کې د ټرمپ له ادارې ترلاسه کړې ده. خو باید دا هم هېر نه کړي چې د ټرمپ او د هغه د پلویانو د ظلم او استبداد سره سره، هغوی بالاخره له ماتې سره مخ شول؛ نو بیا به پاکستانی پوځ څنګه ځان بریالی ګڼي او د خوښۍ تمه ولري؟










































