هغه داعشۍ ښځه په ۱۴ کاله بند محکومه شوه چې يوه پنځه کلنه ماشوم یې لمر ته تړلې او له تندي وژلې وه

المان کې د داعشي خوارجو د تنظيم يوه ښځینه غړې چې یوه پنځه کلنه ایزيدي ماشومه یې لمر ته په زنځیرونو تړلې او له تندي مړه کړې وه په ۱۴ کاله بند محکومه شوه.

د الماني رسنیو د خبر له مخې، د دې داعشۍ ښځې نوم جینیفر وینیچ دی او عراق کې له داعشيانو سره یوځای شوې وه. نوموړې او خاوند ته یې په ۲۰۱۵ز کال کې د رانیا په نوم یوه پنځه کلنه ایزيدي ماشومه او د هغې مور د غلامانو په تقسیم کې وررسېدلي وو. وینیچ او خاوند به یې له دواړو سره ډېر ناوړه چلند کاوه.

د ۲۰۱۵ز کال په اګست میاشت کې چې کله رانیا خپله بستره لمده کړه، نو وينیچ لمر ته په زنځیرونو وتړله او تر هغه وخته یې تړلې پرېښې وه چې له تندي مړه شوه. دې ښځې او خاوند هممهاله د رانیا د مور پر سر توپک هم ایښی و او ګواښ یې ورته کاوه که وژاړي نو وبه یې وژني.

جینیفر وینیچ خپل جرم منلی خو وايي رانیا لمر ته د دې خاوند تړلې وه. د وینیچ خاوند عراقی و او د طه الج په نوم مشهور و، نوموړی هم په ۲۰۲۱ کال کې د بشر ضد جرمونو په تړاو په عمري بند محکوم شو.

د رانیا مور د داعشیانو له بنده ژوندۍ خلاصه شوه او د دواړو مجرمينو په محاکمه کې یې شاهدي ورکړه.

وینیچ د اسلام تر منلو او داعش سره تر یوځای کېدو وروسته د داعشي خوارجو د حسبه په نوم پوليسو کې دنده ترسره کوله او په ۲۰۱۶ کال په انقره کې هغه مهال ونيول شوه چې د خپل هويت اسناد یې نوي کول.

د یادونې وړ ده، د عراق او شام د زیاتو سیمو تر نیولو وروسته داعشي خوارجو ګڼ شمېرې ښځې او ماشومان غلامان کړل او د وحشت کیسې یې اوس هم یو په بل پسې راڅرګنديږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version