نړۍ ولې په افغانستان کې اسلامي نظام نه شي زغملای؟ طالب العلم صفت الله(سیاح)

#image_title

دعوتونه عموماً په دوه ډوله دي، یو یې عملي دعوت، دویم یې شفاهي او قولي؛ چې هر دعوت یې جلا جلا پایلې لري، خو د عملي دعوت پایله نسبتاً شفاهي او قولي دعوت ته، زیاته او قوي وي، په همدې خاطر د نړۍ ټول کفار په هره ممکنه لاره هڅه کوي، چې د اسلامي نظام د قیام مخه ونیسي.

ځکه که چېري په حقیقي معنی اسلامي نظام قایم شي، نو د مسلمانانو نظم، قانون، عدل او خپلمنځی اخوت او ترحم به ټوله دنیا تر اغېز لاندې راولي، د نړیوالو ټول هغه خوبونه او هیلې، چې په تریلونونو ډالر یې ور باندې مصرف کړي؛ تر څو د خلګو او اسلام تر منځ حایل او پرده واقع شي؛ له خاورو سره خاورې کړې.

تاسو فکر وکړئ؛ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې قبل الهجرت دیارلس کاله دعوت وکړ، د ګوتو په شمار سل دوه سوه کسان په اسلام مشرف شوي وو، سره له دې چې شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې وه او قولي دعوت یې کاوه، په داسې حال کې چې اخلاق، صدق او امانت کې کامل و، حتی د مکې مشرکینو یې هم په صداقت او امانتدارۍ ګواهي ور کوله، خو بیا یې هم د ده پیغمبر صلی الله علیه وسلم قولي دعوت ته غاړه نه ايښوده.

خو کله چې یې هجرت وکړ؛ اته کاله وروسته چې یې مکه مکرمه فتحه کوله؛ تقریباً لس زره صحابه کرام یې په رکاب کې موجود و، هغه چې په کلیو او بانډو کې و؛ له دې زیات و، کله چې تبوک ته روان و؛ دیرش زره مسلمانان ورسره و.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته هیڅ چا ته د طایف د خلګو په څېر نه دی ورغلی؛ چې اسلام ومنئ، خو دا چې خلګو په مدینه منوره کې کوم نظام، عدل، امن او سکون لیده؛ ور سره یوځای کیدل او اسلام یې مانه، دا سلسله د مکې له فتحې وروسته فوځونو فوځونو ته ورسېده.

اوس که هم نړیوال په افغانستان کې اسلامي نظام په ارامه پریږدي، دلته به د خلکو سر ته امن وي، عزت به یې خوندي وي، مال به یې په امن کې وي، د نړیوالو د ډېموکراسۍ او سیکولریزم په نوم ډرامه ختمیږي، هر ځای به خلګ د اسلامي نظام غوښتنه کوي.

د همدې د مخنیوي لپاره؛ نړیوالو د امریکا په مشرۍ په ۲۰۲۱ میلادي کال په افغانستان نظامي یرغل وکړ، دلته یې په ملیاردونو ډالر راوړل او مصرف یې کړل، تر څو بیا د یوه اسلامي نظام د اعادې مخه ونیسي، په سلګونو د مؤسسو په نوم غربي لابیګران یې هم له ځان سره راوستي و، چې د سویډن او یونما یادونه پکې په خورا کافي شواهدو سره کولای شو.

خو دا چې الله جل جلاله له خپلو بندګانو سره د فلاح او فتحې وعده کړې ده، نو ځکه خو یې د ټولې نړۍ چل او فریب ناکام او یو موټی، کمزوري او له مادې پلوه پاتې؛ مسلمانانو ته یې د ټولې دنیا د توقع خلاف فتحه ور نصیب کړه، چې تر اوسه دنیا ګنګس ده.

هغوی چې دلته یې هڅه کوله؛ چې خلګو ته ور وفهموي، چې کوم نظام او قوانین طالبان غواړي، یا یې پلې کوي؛ په طالبانو پورې د مربوط نظام دي؛ د اسلام سره کوم تړاو نه لري، دا کار په خپله خلګ دې ته هڅوي، چې که د اسلامي ارزښتونو توهین او تحقیر وکړي؛ هم به په زړه کې کوم ډار حس نه کړي، ځکه دوی خو د خدای جل جلاله د اصولو او قوانینو توهین نه دی کړی، د طالبانو اصول او قوانین لکه قصاص، حدود او تعذیرات یې توهین کړي، د حجاب حکم د الله جل جلاله دی خو دوی یې طالب مشرانو ته منسوبوي، حدود او قصاص د شریعت ثابت احکام دي؛ خو دوی یې په طالبانو پورې تړي.

عاصم جلال
Exit mobile version