منځنی ختیځ د بنسټیزو بدلونونو شاهد دی، چې خبره له دودیزو شخړو ورهاخوا ده او ښایي چې د سیمه ېیز نفوذ نقشه له سره جوړه شي، د بدلونونو په درشل کې د رسنیو له سکرینونو د هیوادنو تر رسمي مجلسونو د “ګډ حاکمیت” یوه نوې اصطلاح هم را پیدا شوې ده، چې اصلا دا یوازې اصطلاح نه؛ بلکې یوه مهمه نظریه راپورته شوې ده.
دغه نظریه دا خبره اټکلوي، چې سیمه نوره د یوه نوي نظم پر لور روانه ده، داسې نظم، چې په کې د سیمې ټول مخور قوتونه؛ سعودي عربستان، امارات، ترکیه، ایران او مصر به د سیمې چارې په شریکه مدیریت کوي؛ خو شراکت به په داسې ترتیب تنظیمیږي، چې د روسیې او چین ملاتړ به له ځانه سره لري او اسرائیل به د تابع موجود په توګه جذبېږي، نه د حاکم په توګه.
خو، آیا دا نظریه واقعي ده؟ او څه شی د دغې نظریې ملاتړ کوي؟ کوم خنډونه یې د تحقق مخه نیولی شي؟ او تر ټولو مهم: اسلامي امت څنګه کولی شي، چې پرځای د دې، چې یوازې د پردې ترشا د کېدونکو پرېکړو یو تابع پاتې شي؛ بلکې اعظمي استفاده وکړي؟
د دغه نظریې بنسټونه:
آیا منځنی ختیځ د نوي نظم پر لور روان دی؟
د “ګډ حاکمیت” د نظریې ملاتړي پرڅو نښو تکیه کوي، چې دا دي:
۱:- د سیمییزو سیالانو نږدېوالی:
موږ په تېرو څو کلونو کې غیر نامتوقع بدلونونه ولیدل، لکه د سعودي عربستان او ایران تقارب، د چین منځګړیتوب. د ترکیې او مصر د اړیکو ښه کېدل، چې د شخړو د راکمولو او ستراتیژیکو مشارکتونو ته د داخلېدو غوښتنې ښيي.
۲:- د امریکایي نفوذ کمښت:
د امریکا لخوا د سیمې د تدریجي وتلو پالیسي او پر چین او روسیه باندې تمرکز د سیمې قوتونو ته دا زمینه برابره کړه، چې خپل لومړیتوبونه له سره تنظیم او خپلواک اتحادونه جوړ کړي.
۳:- د روسیې او چین د رول زیاتېدل:
که د بریکس تړون له لارې وي او که د یو کمربند او یوې لارې له پروژې وي، خو په سیمه کې خورا څرګندې هڅې روانې دي ترڅو یو نوی اقتصادي ـ امنیتي چوکاټ رامنځته کړي، چې د لویدیځ د څو لسیزو مطلقه سلطه پای ته ورسوي.
۴:- د امنیتي او اقتصادي همکاریو زیاتوالی:
سترې پروژې لکه هغه اقتصادي دهلیز، چې هند له منځني ختیځ او اروپا سره نښلوي، چې دا کار د سیمېیزو قوتونو ترمنځ د رولونو د وېش نظر پیاوړی کوي، ترڅو ثبات یقیني شي.
۵:- د خپل موقف د بیا تنظیم لپاره د اسرائیلو هڅې:
د اسرائیلو لخوا وحشي جګړه روانه ساتل، له سرحدونو اوښتل، په جولان کې پراخوالی او د سوریې په ځینو اقلیتونو کې خپل نفوذ زیاتول، دا ټول تحرکات ښيي، چې دغه رژیم درک کوي، چې نور په سیمه کې د حاکم او د لودیځ لپاره د ستراتیژیک متحد رول له لاسه ورکولو په درشل کې دی او هڅه کوي نوي واقعیتونه تحمیل کړي مخکې له دې چې د نوي نظم سره تطبیق ته اړ شي.
۶:- خنډونه او ننګونې:
ولې، ښایي دا نظریه تحقق ونهمومي؟
خو، سره له دې نښو، داسې خنډونه هم شته، چې دغه نظریه له تحقق څخه راګرځولی شي:
۷:- د سیمییزو قدرتونو ترمنځ جیوپولیټیکي سیالي:
سره له دې چې ګډې ګټې هم شته، خو ولې ژور اختلافونه هم د ایران او سعودي، ترکیې او مصر ترمنځ موجود دي، چې لا هم په بنیادي توګه نه دي حل شوي او لا هم د خپلو ګټو د تحقق لپاره په سوریه، یمن، لیبیا، عراق او سوډان کې یو له بل سره ټکر لري.
۹:- د یوه واحد چوکاټ نشتوالی:
تر اوسه پورې داسې واضح چوکاټ نشته، چې د دغه هیوادنو ترمنځ همکارۍ یو منظم جوړښت ته واړوي، لکه اروپایي اتحادیه، ځکه آن بریکس هم د پراخ ګډون سره ـ سره بیا هم غیر متمرکز اتحاد بلل کیږي.
۱۰:- د لویدیځ د نفوذ دوام:
سره له دې، چې په سیمه کې د امریکا نفوذ یوڅه کم شوی؛ خو لا هم د پوځي اډو، اقتصادي او دیپلوماتیک نفوذ له لارې قوي کارتونه لري او دا هغه څه دي، چې کولی شي په سیمه کې د نوي هر هغه ترتیب، هغه هڅه ناکامه کړي، چې د لویدیځ له منظومې بهر وي.
۱۱:- د اسرائیلو دریځ:
د دې تصور کول، چې اسرائیل به له یوه واکمن قوت نه یو تابع هېواد ته واوړي، دا اوس مهال سخته ده؛ ځکه دوی به په شدت سره د هر هغه نظام پر ضد مقاومت وکړي، چې له اسرائیلو نه دا ستراتیژیک نفوذ اخلي.
۱۲:- د سیمییزو هېوادونو داخلي کمزوري:
د منځني ختیځ ډیری لوی قوتونه پخپله د داخلي ستونزو سره مخ دي، که هغه اقتصادي وي او که سیاسي، چې دا ستونزې دوی د دې وړ نه بولي، چې د سیمییزې مشرۍ دوامدار رول ولوبوي.
امت څه ډول له دې بدلونونو ګټه پورته کولی شي؟
که د “ګډ حاکمیت” نظریه تحقق ومومي یا یوازې یوه نظریه پاتې شي، خو بیا هم تر ټولو مهمه دا ده، چې اسلامي امت څنګه کولی شي له دې بدلونونو ګټه واخلي، پرځای د دې چې یوازې د پرېکړو منونکی پاتې شي. دلته څو ټکي دي، چې باید تمرکز پرې وشي:
۱:- د ستراتیژیک شعور جوړول:
امت نشي کولی له دې بدلونونو سره قوي مقابله وکړي، پرته له دې چې ژور جیوپولیټیکي درک ولري او دا کار دېته اړتیا لري، چې هغه څېړنې او مطالعات پیاوړې کړي، چې په دغسې یو تحلیل او تدقیق متمرکز وي، چې سیمه کې د قوت او نفوذ د پیدا کولو په لارو چارو بحث کوي.
۲:- اقتصادي ځواک پیاوړی کول:
د دې پرځای چې د سیمییزو اتحادونو پایلو ته منتظر پاتې شي، ټول اسلامي هېوادونه باید په خپل منځ کې په واقعي توګه اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي او په بهرنیو قدرتونو تکیه راکمه کړي.
۳:- د ټیکنالوژیکي خپلواکۍ د پروژو ملاتړ:
که موږ د حقيقي حاکمیت خبرې کوو؛ نو بایده ده چې اول په تولیدي، ټیکنالوژیکي او اقتصادي برخو کې خپلواکي ولرو، که نه اوسنی زمانه کې هسې ځان غرق کول دي.
۴:- د تسلیمۍ او نا امیدۍ فکر ماتول:
دا فکر باید ختم شي، چې ګواکې مسلمه امت د خپل راتلونکي په جوړښت نه پوهیږي؛ تاریخونه وایي، چې اصلي رهبریت د هغه خلکو په برخه دی، چې د بدلون رامنځته کولو هڅه کوي، نه د هغه چا چې یوازې غبرګون ښيي.
۵:- د مطلق ذهنیت له لومې ځان ژغورل:
د دې پرځای چې بدلونونه “مطلقه ناکامي” یا “مطلقه بریا” وګڼل شي، باید د جزئي فرصتونو پلټنه وشي، ترڅو د امت د علیا مصالحو په ګټه ترې استفاده وشي او دې ته اړ نشو، چې لوبغاړي څوک دي.
احتمالي سناریوګانې او د امت لپاره تر ټولو مناسب انتخاب!
موږ د څو احتمالي سناریوګانو سره مخ یو:
که د “ګډ حاکمیت” نظریه تحقق ومومي؛ نو امت باید په ډیره هوښیارۍ ور داخل شي، ترڅو دغه نظریه بیا یو نوی سیمییز امپریالیزم ونهګرځي.
که بیا دا نظریه ناکامه شي او د لویدیځ واکداري همداسې دوام پیدا کړي؛ نو بدیل یې باید دا وي چې اسلامي اتحادونه جوړ شي، ترڅو له نړیوال قطبي تقسیمه لرې او یو واقعي حاکمیت پیاوړی کړي.
که اسراییل وکولی شي، چې خپل نفوذ د سیمې د داخلي تخریب له لارې تحمیل کړي، بیا نو د دې پلان پر ضد دریدنه د ټولو سیمییزو هیوادونو او سازمانونو لپاره باید تر ټولو لوړ لومړیتوب وي؛ ځکه دا د لویې صهیونستي واکمنۍ د پروژې نوې بڼه ده.
پایله:
پرته له انتظاره، د راتلونکي جوړول:
که موږ د “نوي منځني ختیځ” سره مخ کیږو یا یوازې د نفوذ د بیا تنظیم شاهدان یو؛ نو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې آیا موږ به د راتلونکي د جوړولو برخه یو، که یوازې د هغو شیانو منونکي به یو، چې پر موږ به را تپل کېږي؟
ستر بدلونونه یو حتمي تقدیر نه وي، بلکې دا د بېلابېلو قدرتونو د متقابل تعامل نتیجه وي او د دغو بدلونونو وروستی مسیر هغه څوک ټاکي، چې شعور، اراده او د اقدام توان ولري.
کېدای شي، چې اوسنی ننګونې زموږ مخې ته یوه طلایي موقع وي، چې د خپل امت موقف د نړیوال نظم په چوکاټ کې په ډیره اسانۍ سره جوړ کړو؛ خو دا به تر هغو ممکن نشي ترڅو چې له شعاري ژبې او احساساتي غبرګونونو څخه لري یو منظم پلان، څلرویشت ساعته کار او واضح لیدلوری ونلرو، څوک چې تاریخونه جوړوي؛ هغوی هغه نه دي، چې ننګونو ته ګوري، بلکې هغه دي چې له ننګونو څخه ګټه اخلي ترڅو صحنه د خپلو ګټو له مخې بیرته رسم کړي.