ننني پاڅونونه د تېرو اوو لسیزو د جبرونو حساب او کتاب دی!

سلامت علي خان

تېره ورځ د بلوچستان په یو شمېر ښارونو او مرکز کوټه کې د بلوڅ بېلتون‌پالو له لوري یو ناڅاپي کیفیت رامنځته شو، د لمر ختو سره سم بلوڅ بېلتون‌پالو د یادو سیمو عمومي لارې، دولتي مرکزونه او بېلابېلې مهمې نقطې په لاس کې واخیستې. دولتي تأسیساتو ته ځای پر ځای درانه تلفات واوښتل او د سیمې خلک وایي چې سیمه ټوله عملاً د بلوڅ بېلتون‌پالو په لاس کې ده.

د بلوڅ بېلتون‌پالو یو تن مشر بشیر زېب په خپله پر موټرسايکل سپور د نورو مسلح کسانو سره یو ځای په یوه وېډیویي پیغام کې له ټول بلوچستاني ملت څخه وغوښتل، چې راووزي او له دي پوځي رژیم څخه ازادي تر لاسه کړي. په یاد کړکېچن وضعیت کې ډېرو نورو خلکو له موقع څخه په استفادې عامه شتمني هم تر خپلو بریدونو لاندې ونیوله او تر دې دمه خبر دا دی چې درې یا هم څلور بانکونه په بشپړه توګه چور او لوټ شوي دي. د حالاتو ارزونکي وایي چې له ډېرې مودې وروسته لومړی ځل دی چې بلوڅ بېلتون‌پال په ډاګه د کوټې په څېر لوی ښار ته ننوځي او په علني توګه هر د زړه د خوښې ګامونه اخلي او له حکومتي چارواکو ورهاخوا یې ملت هم پر ځای د غندنې د دوی سره د خوښۍ په پار انځورونه اخلي او په شوق یې خپروي.

مخکې تر دې به بلوڅ بېلتون‌پالو ځای پر ځای حملې ترسره کولې او له مرکزي ښارونو څخه به لېرې پرتو سیمو کې د دوی فعالیتونه راڅرګندېدل، خو دې ځل هغوی په خورا پراخه کچه هجومي بریدونه ترسره کړي او خپل خوځښت یې یوه نوي پړاو ته داخل کړی دی. د دې هجومي او پراخو بریدونو په غبرګون کې پاکستاني چارواکي د تل په څېر نن هم وایي چې اورپکو ترهګرو حملې کړي او بې‌ګناه وګړي یې له مرګوني حالت سره مخ کړي دي، خو د حالاتو مخکښ ارزونکي او د بلوچستان قضیې ته ژور پام لرونکي په دې باور دي چې دا هر څه د پاکستان د زورواکي رژیم د ظلمونو پر وړاندې رامنځته شوي دي.

په روان میلادي کال کې د بلوڅانو ستر سیاسي شخصیت سردار اخترجان مینګل په خپل یوه بیان کې ویلي وو چې بلوڅ ځوانان د خپلو مشرانو خبرو اورېدلو ته چمتو نه دي او اوس باید موږ د دوی په تحریک کې ورسره یو ځای شو. د سردار دې بیان ته د «وایس اف امریکا» سره په مرکه کې په اسلام‌اباد کې د صنوبر انسټیټیوټ اجرائیوي مشر او تجزیه‌کار قمر چیمه ویلي وو چې د بلوڅ بېلتون‌پالو سره د مشرانو خواخوږي، د ځوانانو او خویندو یو ځای کېدل یوه حیرانوونکې پېښه ده او د ده په ټکو د دې تر شا د پاکستاني چارواکو ظلمونه او د بلوڅانو حقوق تر پښو لاندې کېدل دي.

د بلوڅ بېلتون‌پالۍ تاریخ‌پوهان وایي چې د بلوڅانو او پاکستاني دولت تر منځ کړکېچن حالت د پاکستان همزولی دی. د پاکستان له منظورۍ سره هم‌مهاله د هغه وخت د قلات ریاست مشر خان آف قلات د پاکستان سره یو ځای کېدو مخالفت وښود او اعلان یې وکړ که پاکستاني لوری له زور څخه کار واخلي نو دوی به یې پر وړاندې مسلح پاڅون وکړي. د خان آف قلات تر ولکې لاندې له کوټې نیولې تر ګوادر پورې ټولې بلوڅ مېشتې سیمې شاملې وې او دوی پکې د اسلامي قانون له مخې حکومتداري پر مخ وړله.

د سیمې په کچه دا یو له هغو ځایونو څخه و چې د قضاء چارې یې د آسیا تر ټولو لویې جامعې دیوبند یو تن شاګرد او د وخت ستر عالم شیخ شمس‌الحق افغاني پر مخ وړلې، خو پاکستاني چارواکو دا هر څه له پامه وغورځول او د زور لاره یې وکاروله او بمبارد او دې ته ورته نور ظلمونه یې ترسره کړل او په دې توګه وتوانېدل چې بلوڅ مېشتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي او د خان آف قلات له لوري اعلان شوی مسلح پاڅون په جزوي توګه پای ته ورسېد.

خو کله چې د ایوب خان په وخت کې پوځي کودتا رامنځته شوه نو د خان آف قلات د یو شمېر خپلوانو له لوري د یادې کودتا پر ضد مسلح پاڅون پیل شو. د دې پاڅون مشري نوروز خان کوله. د څو کلونو تر دوامدارې مبارزې وروسته د ایوب خان له لوري وړاندیز وشو چې که نوروز خان تسلیم شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي نو دوی ته به عفو وشي. د دې کار لپاره ایوب خان ګڼ شمېر مشران د ضمانت په توګه وړاندې کړل او په نتیجه کې نوروز خان له غرونو څخه راکوز شو او تسلیم شو، خو پاکستاني چارواکو د خپل عادت له مخې غدر وکړ او ډېر ژر یې هغه او زوی دار ته وخېژول او د خپلو کړیو وعدو پر ضد یې په وحشیانه توګه ووژل.

که څه هم د بلوڅ بېلتون څپه د نوروز خان په ناروا او د ژمنو پر ضد قتل سره په ښکاره پای ته ورسېده، خو ډېر ژر د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ پر مهال یو ځل بیا د بلوچستان لر او بر ټول د حکومت او پوځ پر ضد راپاڅېدل، هغه مهال چې ذوالفقار علي بوټو په بلوچستان کې د بلوڅ سیاستوالو په مشرۍ جوړ شوی حکومت نسکور کړ او د سردار عطاءالله مینګل په شمول یې ټول بلوڅ سیاسي مشران بندیان کړل. پر دې سربېره بوټو د مري او جاوالان پر سیمو سخته بمباري وکړه او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې زور او دهشت وکاراوه تر څو بلوڅان خپل تابع کړي. څېړونکي وایي چې بوټو ډېره وحشیانه بمباري وکړه او په زیاته کچه یې نارینه، بې‌ګناه ماشومان او ښځې ووژلې.

د بوټو دې کړنو په عامه بلوڅي سیمه کې د پاکستاني دولت او واکمنو پر ضد د نفرت یو نوی بهیر خپور کړ. د سیمې لیدونکي وایي چې نن د بوټو د بمبار او پوځي عملیاتو څخه شاوخوا پنځوس کاله تېر شوي دي، خو لا هم په سیمه کې د بې‌ګناه وګړو د ناروا قتل او د کورونو سخته ویجاړتیا تر سترګو کېږي او نښې نښانې یې پاتې دي. د پاکستاني واکمنانو دې ناروا کړنو یو ځل بیا بلوڅ بېلتون‌پالو ته زمینه برابره کړه او د بابو شیرمحمد مري او میر هزار خان په مشرۍ د مقاومت نوی بهیر پیل شو. بابو شیرمحمد چې په «شېر» مشهور و، په پراخه کچه یې انتقامي بریدونه پیل کړل او بېلابېلې سیمې یې د دولتي واکمنانو پر مخ وتړلې او ډېر زیانونه یې واړول.

خو کله چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ او په پاکستان کې د بوټو حکومت ختم شو او پر ځای یې پوځي جنرال ضیاءالحق کودتا وکړه او دا وېره موجوده وه چې شوروي ځواکونه بلوڅانو ته مهمات ورنه کړي او د خپلو ګټو لپاره یې ونه کاروي، نو ځکه ضیاءالحق بلوڅانو ته ورغی او د «تېر ټول هېر» فورمول یې عملي کړ او د ډېرو ژمنو په ورکولو یې بلوڅان بېرته آرام کړل. بلوڅانو له مسلح پاڅون څخه لاس واخیست او سیاسي تعامل ته یې مخه کړه، خو یاد بهیر بېرته هغه وخت ټکنی شو کله چې د پاکستان پوځي دیکتاتور پروېز مشرف د بلوڅانو یو مخور مشر او د سیمې لوړپوړی شخصیت اکبر بګټی په خورا بې‌رحمانه ډول وواژه. پر دې سربېره یې خپل ملت ته وینا وکړه او د بګټي د قتل پېښه یې خپله یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ټول بلوڅ قام ته یې سخت سپک او لوېدلي الفاظ وکارول. په دې سره بلوڅانو یو ځل بیا د غورځنګ اعلان وکړ او په بېلابېلو سیمو کې یې خپل عملیات پیل کړل او دا دی نن یې په رسمي توګه آن مرکز هم اشغال کړی دی.

د بلوڅانو او پاکستاني واکمنانو تر منځ جنجال او کړکېچ تر شا کوم لاملونه لري؟
په دې اړه د امریکا یوې نیمه دولتي ادارې «لاینز انسټیټیوټ» یوه تفصیلي مقاله لیکلې او د بلوڅ بېلتون‌پالو له تاریخ سره سره پر یادو لاملونو رڼا اچوي. د هغوی په اند د بلوڅانو لویه قضیه د دوی حقونه دي. مقاله لیکي چې د پاکستان زر، ګاز، برېښنا او نور ټول هغه معدنیات چې پاکستان پرې تکیه لري له بلوچستان څخه را ایستل کېږي، خو له بده مرغه د پاکستان واکمن له همدغو معدنیاتو څخه بلوڅانو ته هېڅ ډول اسانتیاوې نه برابروي. د دوی وسایل د نورو لپاره د دنیا جنت ګرځوي، خو دوی خپله د غربت او فقر له عادي ژوند څخه نه دي خلاص. د دوی ځمکې شاړې دي، کورونه یې ویجاړ دي، خونې یې تیارې دي، د ګاز تمویلونکي ښارونه خپله له یخنۍ کړیږي او د تودولو لپاره یې پر بوټو راټولولو تمرکز وي، ځکه دوی مجبور دي چې د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.

خو په نړیواله کچه مبصرین په دې نظر دي چې خبره یوازې د حقوقو هم نه ده. د پاکستان له پیله تر اوسه پاکستاني واکمنانو هڅه کړې ده تر څو بلوڅان په هر ډول ستم وځپي، اولادونه یې له تعلیمه لرې وساتي، په خپلمنځي بدبینیو او قومي تربګنیو کې یې ښکېل وساتي، د صحت له پلوه یې کمزوري کړي، او داسې څوک پرې نه ږدي چې د سر سړی شي او د خپل حق لپاره غږ پورته کړي او یا هم پر دوی کېدونکي ظلمونه وغندي. له همدې امله پاکستاني واکمنو اکبر بګټی په ظلم او جبر وواژه او تر ننه پورې د پاکستان ټول ملت دې کړنې ته حیران دی او ټول سیاستوال، علما او د هر قشر خلک د اکبر بګټي قتل غندي.

په تېرو شلو کلونو کې پاکستاني واکمنانو په زرګونو بلوڅان له خپلو کورونو څخه په خورا وحشت سره ایستلي او تر ننه یې د مرګ او ژوند هېڅ درک نشته. د هغوی د درک معلومولو لپاره د ماما قدیر په شمول ګڼ شمېر بلوڅانو په میاشتو او ځینو خو آن په کلونو اعتصاب وکړ، خو نه دا چې چا یې غږ وا نه ورېد، بلکې هغه او ملګري یې وځورول شول. واکمنانو نورو سیمو ته هم د ظلم لاس وغځاوه او د معصومو بلوڅانو وژنه او ځورونه یې نوره هم زیاته کړه. له کورونو څخه په پراخه کچه انسانان وایستل شول او په وحشي او صحرایي ډول له صحنې غایب شول. نه کومې محکمې پرې امر کړی دی او نه هم کوم عدلي ارګان ته معرفي شوي دي، خو ورک دي. خپلوان یې یوازې دومره غواړي چې د مرګ او ژوند درک یې ورته معلوم شي.

په دې اړه هغوی د پاکستان د سترې محکمې امر هم اخیستی، خو هغه واکمن چې ځان مطلق فرعون ګڼي، د انسانیت، اسلامیت او نړیوالو ټولو اصولو خلاف یې پر دې سترګې پټې کړې دي. په تېرو څلورو کلونو کې د ماه‌رنګ بلوچ په نوم د سیمې یوې ځوانې نجلۍ د خپلو لادرکه خلکو لپاره غږ پورته کړ او په قانوني ډول یې غوښتل چې په اسلام‌اباد کې لاریون وکړي، خو واکمنانو هغوی ته اجازه ورنه کړه او ډېری ملګري یې ونیول او لادرکه کړل. کله چې په لوی اکثریت بلوڅان د ماه‌رنګ بلوچ سره یو ځای پاڅېدل، نو واکمنانو د حق د اورېدو پر ځای د حق غوښتونکې ماه‌رنګ هم د تورو خونو بندۍ کړه او تر ننه یې درک نشته.

که څه هم پاکستاني واکمنان د بلوڅ بېلتون‌پالو کړنې کله افغانستان، کله ایران او کله هندوستان ته منسوبوي او پر یو بل تورونه لګوي چې دوی د پاکستان امن خرابوي، په دې لړ کې تېر کال د پاکستان او ایران تر منځ پر یو بل بریدونه هم وشول، خو بل لور ته حقیقت دا دی چې پاکستاني واکمنانو په تېرو اوو لسیزو کې بلوڅان ځورولي دي، په زور او ظلم یې ځپلي دي، د هغوی حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي، د اسلام، انسانیت او نړیوالو اصولو څخه یې د دوی په حق کې سرغړونه کړې ده. واکمنانو تل د زور په کارولو سره د بلوڅانو غږ د خاموشولو هڅه کړې، خو دا د تاریخ تسلسل دی چې د حق غږ په فشار نه ورکېږي، بلکې لا پسې ډېرېږي.

Exit mobile version