د داعش خراسان اړوند چې اصلي مرکز یې په بلوچستان کې دی یو مهم قومندان په کراچۍ ښار کې په نښه شوی او وژل شوی دی.
نوموړی قومندان چې په “حسن” مشهور و اصلاً د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار اوسېدونکی و، یاد داعشي د داعش ډلې لپاره فعالیت کاوه، حسن له روزل شویو، فعالو او خورا ځيرکو داعشیانو څخه و چې د دې ډلې لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي وو. په دې وروستیو کې یې غوښتل چې د داعش ډلې لپاره په افغانستان کې انفجاري عملیات ترسره کړي.