عزيز الدين مصنف
د جنګ پېل:
کله چې د سازمان ملل پرېکړه د فلسطين لخوا رد شوه، يهوديانو د سرتاسري جګړې اعلان وکړ، د هاګانا سازمان چې مشري يې د رابين اسحاق يهودي پر غاړه وه، د مسلح پوځ د جوړېدو لپاره ټول هغه يهوديان چې عمرونه يې له ۱۷ څخه تر ۲۵ کلونو پورې وو، د جنګياليو ليکو ته وهڅول، يهوديانو به خپل زامن په ډېر افتخار دې جنګ ته لېږل، همدا جګړه د اسلامي نړۍ په معاصر تاريخ د لومړي ځل لپاره د کفر پر وړاندې د عربو ماتې ثبتوي، دا لومړی ځل دی چې عرب د کفر په وړاندې ماتې مني، يهويدانو به ولې خپل زامن دې جګړې ته نه لېږل، جنتي فلسطين يې لاسته ورتلو، هغه حاصل خيزه سيمه چې د مديترانې سمندر يې له ټولې غربي نړۍ سره وسلوي.
عرب هېوادونه چې د يهوديانو له دې چمتووالي خبر شول، د نجات په نوم د يوه هر اړخيز نظامي لښکر د جوړېدو اعلان يې وکړ، دا لښکر چې د لبنان، سوريې، مصر، اردن، عراق له پوځيانو تشکيل شوی وو، د جګړې خط ته ولېږل شو، دواړو لوریو کوښښ کاوو چې راتلونکې جګړه د ځان په ګټه ثبت کړي.
په همدې حال د (۱۹۴۰ – ۱۹۴۸)م کلونو په اوږدو کې ۱۱۸۰۰۰نور يهوديان فلسطين ته مهاجر شول، چې د نفوس سلنه يې ۳۰ ته پورته شوه، مګر لا تر اوسه يې د فلسطين په ۸.۸ سلنه ځمکه حاکميت درلود او پاتې ۹۲.۲ سلنه ځمکه د عربو تر واک لاندې وه، د انګلستان تر وتلو وروسته د عربو او يهوديانو ترمنځ په ۱۹۴۸م کال د دې پېړۍ تر ټولو خونړۍ جګړه پېښه شوه، په دې جګړه کې له فلسطين سره ډېری عرب ممالک څنګ په څنګ ودرېدل، مګر بيا هم يهوديانو په دې جګړه کې عربو ته ماتې ورکړه، په پايله کې يهوديانو د فلسطين ۷۸ سلنه ځمکه لاندې کړه، د يهوديانو لخوا په عربو داسې ظلمونه وشول چې تاريخ يې له بيانولو عاجز دی، داچې په دې جګړه کې عربو ولې ماتې وخوړه، او د عربو پر خلاف ډېر کم يهوديان ولې بريا ته ورسېدل دا به بل بحث ته پرېږدو، يهودو چې څنګه فلسطين لاندې کړ، د يوه بېل دولت د جوړېدو اعلان يې وکړ، دغه نوی جوړ شوی دولت يې اسرائيل وونوماوو، د اسرائيلو له اعلان سره سم د امريکا لخوا په رسميت و پيژندل شو، هم محاله اسرائيلو ته په سازمان ملل کې غړيتوب ورکړل شو، تر دې وخته القدس لا دوه برخې وو، لويديځ قدس له اسرائيلو سره او ختيځ له اردن سره چې وروسته يهودانو په ۱۹۶۷م کال لويديځه څنډه هم له اردن څخه په زور ونيوله.
وروستۍ خبره:
تاريخ ليکونکي د فلسطين د نيولو يوازېنی علت دې مبارکې خاورې ته د يهوديانو په لويه کچه هجرت او ورتګ يادوي، کله چې دې مبارکې ځمکې ته د يهوديانو تلل او راتلل د مسلمان حاکمانو لخوا بابېزه وګڼل شوه. هماغه و چې يهوديان پر دې ځمکه له ۳ سلنه واک څخه ۷۸ سلنې ته ورسېدل.
څه فکر کوئ! د هغو فلسطينيانو به څه حالت وي چې يو وخت د دې پاکې او مقدسې خاورې په ټولو برخو حاکمان ول، په مونږ پښتنو کې يو متل دی چې (د خاپوړو ځای نه هېرېږي) داسې فلسطينيان به هم ژوندي وي چې د دوی په لاس جوړ شویو کورونو کې يهوديان اوسېږي، مونږ د خپل تاريخ له ماتو بابونو ولې عبرت نه اخلو، زمونږ د واک تله ولې په بېړه وزن کموي؟
مونږ ولې وروسته روان يو…؟
د دې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره د دې رسالې راتلونکې برخې مه هېروئ…!
که ژوند و، إن شاء الله تعالی
پای
درنښت