عزيز الدين مصنف
د عزالدين القسام شهادت:
د (۱۹۳۱ – ۱۹۲۴)م کلونو ترمنځ له روسيې او جرمني څخه د يهوديانو د هجرت ۷۸ زريز کاروان د فلسطين خاورې ته داخل شو، چې په پايله کې يې د يهوديانو سلنه ۱۷ ته پورته کړه، د مسلمانانو له مسلسلو اعتراضونو سره سره هيچا د يهوديانو د مهاجرت مخه ډب نکړه، هغه عرب هېوادونه چې د فلسطين په شاوخوا کې پراته وو، پرته له څو سړو خبرو يې نور هيڅ ډول عکس العمل ونه ښود، له دې ټولو سياسي تحولاتو سره سره بيا هم د فلسطين عرب اوسيدونکو له دې فتنې د خلاصون هڅې کولې، مګر يهوديانو به چې هر ځای عرب ونيول، په پټه توګه به يې شکنجه کول او له منځه به يې وړل، د القدس د براق د مبارک ديوال تر شا چې کومه خونړۍ نښته رامنځته شوه، په پايله کې يې ۱۱۶ عرب شهيدان او ۱۳۳ يهوديان په هلاکت ورسېدل، همدا جګړه د فلسطين د بېرته آزادۍ لپاره د تهداب ډبره شوه، له دې جګړې وروسته په ۱۹۳۳م کال د قدس په ښار کې په پراخه کچه لاريونونه ترسره شول، تر دې لاريونونو دوه کاله وروسته عزالدين قسام د يابد په معرکه کې د انګليس خلاف د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. نحسبه کذالک والله حسیبه
دا انځور د فلسطيني غازي عزالدين بن عبدالقادر بن مصطفی بن يوسف بن محمد بن القسام دی، چې د ۱۹۳۵م کال د نومبر په مياشت کې د انګليسي يرغلګرو لخوا د جليله په غرونو کې په شهادت ورسيد.
یادونه: القسام اوس د فلسطيني مبارزينو (حماس) د ځانګړي ځواک نوم هم دی.
د غازي القسام تر شهادت وروسته د (۱۹۳۹-۱۹۳۲)م کلونو ترمنځ ۲۲۵۰۰۰ نور يهوديان فلسطين ته داخل شول، چې له دې سره د يهودو د نفوس سلنه ۳۰ ته لوړه شوه، د يهودو د نفوس له پراخېدو سره فلسطينيانو د يوه سولييز انقلاب په ترڅ کې خپلې درې غوښتنې اعلان کړې.
• فلسطين ته دې نور يهوديان نه راځي او د يهوديانو راتلل بايد بند شي.
• د فلسطين ځمکې د فلسطينيانو ملکيت دی، يهود پکې د تصرف حق نلري.
• په فلسطين کې بايد د فلسطينيانو لخوا ملي حکومت رامنځته شي.
د دې انقلاپ په ترڅ کې انګلستان د (پيل) په نامه د يو کمېسيون اعلان وکړ، دې کمېسيون اعلاميه خپره کړه، چې فلسطين بايد په دوه برخو ووېشل شي، عربي دولت او يهودي دولت، قدس بايد د انګلستان تر څار لاندې پاتې شي، له دې تړون سره مسلمانانو مخالفت وکړ، هماغه و چې د يهودو لخوا په مسلمانانو بريدونه پيل شول، يهودو له مسلمانانو څخه د ځمکې د نيولو جګړه اعلان کړه او انګلستان د دې جګړې پوره همکاري کوله، په مقابل کې يې فلسطينيانو ته د مسلحې مبارزې اجازه نه ورکوله، او تر سخت نظامي څار لاندې يې ساتلي وو.
(له کفر څخه همدا تمه کېدلای شي او د مسلمان د خوب او غفلت ثمره هم همدا ده)
د دې جګړې په پای کې يهوديانو له اکثرو سيمو څخه په لسګونه زره عرب وشړل، چې په پای کې د فلسطين په خاوره د يهودو د واک ګراف له ۳ څخه ۵.۵ سلنه ته لوړ شو.
د پيل له اعلاميې سره سم بايد يهود د فلسطين ۳۳ سلنه خاوره لاندې کړي چې وروسته د فلسطين لخوا رد شوه، مګر يهودو د انګلستان په ملاتړ د يادې اعلامې عملي کولو ته پلانونه طرحه کول.