عزيز الدين مصنف
د انګلستان دوکه:
انګلستان د يهوديانو سره د يوې پټې معاملې په ترڅ کې په ظاهري توګه د جنګ اعلان وکړ مګر له بلې خوا له ډېر کم مقاومت وروسته له فلسطين څخه ووتل او خپل ډير نظامي تجهيزات يې د يهوديانو واک ته پرېښودل.
له فلسطين څخه د انګلستان تر وتلو وروسته د دواړو لوريو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې، کله چې انګلستان د يهوديانو پرمختګ وليد، نو يې په ۱۹۴۷م کال د فلسطين د ټوټه کېدو طرحه وړاندې کړه، انګلستان د ۱۸۱ تر سرليک لاندې دا طرحه سازمان ملل ته وړاندې کړه، سازمان ملل هم د فوق العاده ناستې په ترڅ کې د انګلستان لخوا د دې طرحې تاييد وکړ، هماغه و چې فلسطين يې په دوه برخو وويشلو، عربي فلسطين او يهودي فلسطين.
په دې فيصله وشوه چې بيت المقدس به د سازمان ملل لخوا څار او کنټروليږي، د سازمان ملل له دې پرېکړې څخه شوروي اتحاد او امريکا خپل ملاتړ اعلان کړ، تر دې وخته پورې يهوديان يواځې په ۶.۵ پنځه فيصده فلسطين حاکمان ول، مګر د دې فيصلې په پايله کې بايد يهودانو ۵۶.۵ سلنه فلسطين لاندې کړي.
د سازمان ملل دا پرېکړه د فلسطين لخوا رد شوه، هماغه و چې سازمان ملل له يهودانو سره د پوره همکارۍ اعلان وکړ او فلسطين يې د يوې لويې بلا خولې ته وتاړه، فلسطينيان پوهيېدل چې له کفر سره تفاهم ګټه نه کوي، خو بيا هم د موقعې د ترلاسه کولو لپاره خپلو سکنيو ګاونډيو وروڼو ته په تمه و، مګر هيچا د همکارۍ ژمنه ورسره ونکړه، د ۱۹۴۷م کال تر وروستيو پورې فلسطين په يوازې ځان له ټول کفر سره ټټر واهه، خو کله چې سازمان ملل له يهوديانو څخه پوره ملاتړ اعلان کړ، عربو هم د فلسطين د دفاع لپاره يوه اتحاديه رامنځته کړه، چې وروسته عربي ممالکو د دې اتحاديې په ترڅ کې په لويه کچه له يهوديانو سره جګړه پېل کړه، هغه جګړه چې په ۱۹۴۸م کال د فلسطين په ننګه عرب ممالکو له يهوديانو سره ترسره کړه نه يوازې عرب په ټوله نړۍ کې وشرمېدل بلکې د فلسطين مبارکه خاوره هم د مسلمانانو له واکه ولوېده.
ادامه لري…