دا هېڅکله تصادف نه شي کېدای او هېڅ امکان نه لري چې د الله عزوجل په کتاب کې دې ګډوډي وي؛ ځکه د الله تعالی کتاب داسې دی چې په هغه کې هېڅ یو توری هم باطل نه دی، بلکې هره کلمه او هر توری یې د ټاکلې اندازې او څرګندې موخې لپاره نازل شوی دی.
الله تعالی د سورة الانعام په یوه آیت کې فرمايي:
«ستاسې رب پر خپل ځان باندې رحمت لازم کړی دی.»
امام طبري رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې وايي:
«الله تعالی دا پرېکړه کړې ده چې له بندګانو سره به مهرباني کوي، سزا به ژر نه ورکوي او توبه به ترې قبلوي.»
کله چې موږ له دې خبرو سره دا هم ورزیاتو چې الله تعالی د رسالت او بعثت هدف روښانه کړی دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ټول عالم لپاره د رحمت په توګه رالېږلی دی، نو دا حقیقت به ښه درک کړو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ویناوې او کړنې یوازې د رحمت معنا لري. د هغه صلی الله علیه وسلم هر لفظ، هر حرکت او هر عمل د سترو اخلاقو عملي انځور دی.
لکه څنګه چې آیت ورته اشاره کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د همدې موخې لپاره رالېږل شوی و. امام طبري رحمه الله په دې مسئله کې، چې دا رحمت یوازې پر مؤمنانو دی که پر مؤمنانو او کافرانو دواړو، د علماوو د اختلاف له یادولو وروسته وايي:
د سمو خبرو له مخې تر ټولو قوي او غوره قول دا دی چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره که مؤمن وي او که کافر د رحمت په توګه رالېږلی دی.
الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله مؤمن ته هدایت ورکوي، ایمان وربښي او د هغه پر راوړل شوو احکامو په عمل کولو سره یې جنت ته داخلوي.
او کافر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم وسیله هغه عذابونه او مصیبتونه دفع شوي دي چې له ده وړاندې به پر هغو امتونو نازل کېدل، کومو چې د خپلو پیغمبرانو تکذیب کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو پیغمبرانو په څېر کوم ځانګړي قوم ته نه و رالېږل شوی، بلکې ټولو انسانانو ته رالېږل شوی دی، حال دا چې مخکني انبیاء داسې نه وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»
ژباړه: مخکني پیغمبران به یوازې خپل قوم ته رالېږل کېدل، خو زه ټولو خلکو ته رالېږل شوی یم.
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري ښکاره اعلان دی چې د هغه رسالت ټول بشریت ته دی، او همدارنګه هغه د ټول عالم لپاره رحمت دی.
کله چې موږ دا ټول شالیدونه په خپل ذهن کې سره وتړو، نو بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند پر کړو وړو، ویناوو او افعالو ښه پوهېدلی شو. بېشکه الله تعالی رحمان او رحیم دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم نړۍ ته ډالۍ شوې مهرباني ده.
د همدې اصل له مخې، د رحمت او مهربانۍ په اړه د هغه صلی الله علیه وسلم په الفاظو کې هر اړخیز عمومیت پروت و. که څه هم الفاظ به یې لږ وو، خو سترې معناوې به پکې نغښتې وې، او سره له دې چې د معجزانه لنډیز ځانګړنه یې لرله، د ځمکې ټول اوسېدونکي به پکې شاملېدل.









































