(د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قرآن کریم او سنتو کې مهرباني)
محمدي قانون تر ټولو ستر شریعت دی؛ داسې قانون چې نه تر دې مخکې په نړۍ کې راغلی و او نه به تر دې وروسته راشي. موږ تر هغه وخته پورې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نظره د مهربانۍ مفهوم ښه او بشپړ نه شو درک کولی، تر څو چې لومړی هغه اصلي سرچینې ته مراجعه ونه کړو، او هغه سرچینه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی مقدس او پاک قرآن کریم دی.
د رب العالمین په کتاب کې چې د مسلمانانو دستور او د شریعت تر ټولو مهم مصدر دی، لومړی هغه څه چې سترګې پرې لګېږي دا دي چې د سورة التوبة له استثنا پرته، د قرآن کریم ټول سورتونه د «بسم الله الرحمن الرحیم» په تورو پیلېږي. له بسم الله سره د «الرحمن» او «الرحیم» دوه صفتونه یو ځای راغلي دي، او دا له هیڅ چا پټه نه ده چې په دغو دوو صفتونو سره پیل کول په څرګنده توګه په اسلامي شریعت کې د مهربانۍ او رحمت پر ارزښت دلالت کوي.
همدارنګه دا هم له هیچا پټه نه ده چې د «الرحمن» او «الرحیم» په معنا کې یو بل ته نږدې صفتونه دي. علماوو دا موضوع په مفصله توګه بیان کړې ده او د دواړو لفظونو ترمنځ د توپیر په اړه یې بېلابېل نظریات وړاندې کړي دي. دا هم ممکنه وه چې رب کریم د رحمت له صفت سره خپل کوم بل صفت راوړی وای، لکه: العظیم، الحکیم، السمیع یا البصیر.
دا هم ممکنه وه چې له رحمت سره یې کوم بل داسې صفت راوړی وای چې بله معنا ولري او د لوستونکو په ذهن کې توازن رامنځته کړي؛ داسې چې د مهربانۍ یا رحمت صفت پکې تر نورو سرلوړی نه ښکاره شي، لکه: الجبار، المنتقم یا القهار. خو د قرآن کریم د هر سورت په پیل کې د دغو دواړو یو بل ته نږدې صفتونو یو ځای راوستل یو ډېر روښانه ادراک او ژور احساس رامنځته کوي.
هغه احساس دا دی چې له هر ډول مخالفت پرته، رحمت تر نورو ټولو صفتونو مقدم او مخکې دی، او په مهربانۍ سره تعامل کول یو داسې اصل دی چې نه نړېږي او نه د نورو اصولو پر وړاندې راپرځېږي. دا معنا له دې پلوه هم لا ښه ټینګېږي چې د قرآن کریم ترتیب توقیفي دی؛ یعنې رب کریم خپل پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویلې دي چې قرآن کریم په همدې ترتیب سره، لکه څنګه چې نن زموږ په لاسونو کې دی تنظیم کړي، سره له دې چې آیتونه او سورتونه په بل ترتیب نازل شوي دي.
که د سورتونو پیل ته وګورو، نو څرګندېږي چې په دغه ترتیب کې لومړنی سورت سورة الفاتحه ده، او د نورو سورتونو په څېر هغه هم د «بسم الله الرحمن الرحیم» په تورو پیلېږي. سربېره پر دې، پخپله په همدې سورت کې هم د «الرحمن الرحیم» صفتونه بیا بیا راغلي دي. نو د قرآن کریم په همدې سورت پیلېدل هم په څرګنده توګه پر دې دلالت کوي.
دا خبره څرګنده ده چې سورة الفاتحه هغه سورت دی چې پر هر مسلمان واجب دی، هره ورځ یې د خپل لمانځه په هر رکعت کې تلاوت وکړي. د دې معنا دا ده چې مسلمان لږ تر لږه په هر رکعت کې دوه ځله «الرحمن» او دوه ځله «الرحیم» تلاوتوي، چې ټول څلور ځله کېږي، او بنده په هر رکعت کې څلور ځله د الله تعالی د رحمت یادونه کوي.
هر مسلمان یوازې د (۱۷) فرض رکعتونو په ترڅ کې (۶۸) ځله د رحمت صفت یادوي. دا د دغه لوړ صفت یعنې د مهربانۍ، د لمانځنې د اندازې لپاره یو ډېر روښانه تصور وړاندې کوي. د دغه صفت داسې ستره لمانځنه نه یوازې د قرآن کریم په پیل کې شوې ده، نه هم یوازې د سورتونو په سر کې، بلکې د قرآن کریم په ټولو سورتونو کې په داسې کچه تکرار شوې ده چې د هر لوستونکي پام ځان ته را اړوي.












































