مهربانۍ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لید ځکه ځانګړی دی، چې هر مخلوق پکې شامل دی؛ آن له بشره ور هاخوا حیوانات او جمادات هم پکې شامل دي، او د مسلمانانو له حد څخه کافرانو ته هم اوښتی دی. د دغه لید عظمت هغه وخت نور هم څرګندېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عصر ټولنې ته د مهربانۍ له زاویې لږه کتنه وشي، که د عربو سیمې وي او که په هغه وخت کې نور موجود دولتونه او مملکتونه؛ تر څو ټول د هغه نبوي عظمت کچه درک کړي چې څنګه په سخت چاپېریال کې د مهربانۍ په صفت له نورو متفاوت او ځانګړی و.
زه په دې یقین او باور یم چې له آدم علیه السلام څخه تر زموږ زمانې، بلکې د قیامت تر ورځې پورې به په تاریخ کې داسې څوک نه وي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اندازه ورسره دومره مینه شوې وي او هغومره قدر، جلال او درناوی ورته شوی وي. د هغه صلی الله علیه وسلم د ژوند مطالعه د ځمکې د ښېګڼې او صلاح لپاره اړینه ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت داسې نمونه او بېلګه وه چې په هر څه کې یې پیروي کېده؛ د فرد او ډلې لپاره یو نمونه و، د کوچنیو او لویو ټولنو لپاره بېلګه و او د ملتونو د جوړولو لپاره څرګند مثال و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په نړۍ کې ستر بدلون راوست، او په دې خبره کې شک نشته چې د هغه صلی الله علیه وسلم د کړنو مطالعه او څېړنه کوم بېځایه کار نه دی، نه هم دا کار باید یوازې د مینې له کبله وشي، بلکې پر هر هغه مسلمان لازم او واجب دی چې د دنیا او آخرت بریالیتوب غواړي او د امت لپاره د عزت، کرامت، سیادت او مشرۍ غوښتونکی وي. آن د کافرانو لپاره هم اړین دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړي، هر ځای چې په نړۍ کې وي.
که چېري د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه نه کړي، نو انسان به له څومره خیر او ښېګڼو څخه بېبرخې شي؟! که خلک د هغه صلی الله علیه وسلم په ژوند کې له تدبر څخه غفلت وکړي، نو د علم څومره خزانې به ضایع شي؟!
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ویناوې، کړنې او تقریرونه په نړۍ کې د ټولو حقیقتغوښتونکو او د خیر او صلاح د ټولو لټونکو لپاره یو ستر میراث دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسې بېلتون ځپلي او تیت و پرک ملت کې مبعوث شو، چې ظلم پکې خپور و، باطل او ناروا کارونه پکې ډېر ترسره کېدل، ګناه او بدۍ پکې زیاتې شوې وې، متکبران او ظالمان واک ته رسېدلي وو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په عجیبه صبر او ژور فکر سره د دغه حالت د بدلون لپاره کار پیل کړ.
هغه د هر نېک کار امر وکړ او له هر منکر څخه یې منع وکړه. هو! لار یې په ګلونو نه وه فرش شوې، بلکې په ستونزو او اغزیو پوښلې وه. ډېرو ورسره مخالفت وکړ، خپل او پردي ورسره وجنګېدل، آن خپله قبیله هم ورسره جګړه وکړه او خپله کورنۍ یې پر وړاندې ودرېده، خو بیا هم د هغه اراده کمزورې نه شوه او نه یې عزم سستی وکړ. د خپل امت پوخ بنسټ یې کېښود او داسې ثابته لار او روښانه تګلاره یې پرېښوده، چې هر رښتینی او صادق انسان که غواړي خپل ملت راپورته کړي نو په همدې لار پسې اقتدا کولی شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «تاسې مې پر سپینه او روښانه لار پرې ایښي یاست، چې شپه یې د ورځې په څېر روښانه ده؛ که څوک له ما وروسته ترې کږېږي، نو هغه به هلاک شي، ځکه له هلاکېدونکي پرته بل څوک ترې نه کږېږي.»












































