لیکنه: محمودي انصار
خوارج چي اکثره یې ناپوه، کوتا فکره او کم عمره ځوانان دي، یوه داسي ګمراه ډله ده، چي د امت په منځ کې تر دې ډلې زیاته فتنه اچوونکې او خطرناکه بله ډله نده ثابته سوې، دا ډله د الله تعالی پر بندګانو باندي د خپل غرور او تکبر او دخپل ځان او اعمالو د ستاینې له امله ښه پېژندل کېدلی سي، دا ډله بېله دې چي اهل فقاهت او اهل نظر ته مراجعه وکړي او یا فکر او تجربه ولري، یوازي د دوی تکبر دوی دې ته هڅولي، چې د علم ادعاء او د علماؤ توهین وکړي، د دوی دا بې ادبي او تکبر نه یوازي دا چې د دوی خپل د هلاکت په معنی دی، بلکې ور سره په څنګ کې تل دوی هڅه کړې ده، چې خپل دا ناولی فکر او جرئت د امت نورو تنکیو ځوانانو ته هم ور کړي، چې په خپل دې هڅه کې تر یوه بریده کامیابه سوي هم دې، یعنی په دې معنی: چې ځینې ځوانان وینو، پرته له دې چې فقهي پوهه و ‘لري، په ځینو فقهي مسائلو کې بې باکه او توهین آمېزه جار وبحث کوي، او همدا راز په ځینو علماؤ پسې بدې ردې وايې، چي همدا خپله د خارجي فکر د تاثر ښکارندویي کوي.
د خوارجو فکر، چي د پیغمبر علیه السلام په ژوند کې یې ظهور سوی له همغه وخته را هیسې یې تقریبا په هر وخت کې د مسلمه امت لپاره د شا له لوري د خنجر حیثیت خپل کړی دی، خوارج هغه بد بخته ډله ده چي د مسلمه امت په خونرېزۍ کې تر ستونې غرقه ده، ان تر دې چې د الله تعالی جل جلا له د رسول صلی الله علیه وسلم جلیل القدره صحابه کرام یې په شهادت رسولې دي، د اسلام دریم خلیفه حضرت عثمان ذوالنورین رضی الله عنه یې په داسې حالت کې په شهادت ورساوه، چي د الله تعالی د سپېڅلي کلام تلاوت یې کاوه.
د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي رضی الله عنه یې د الله تعالی په کور ( مسجد)کې په شهادت ور ساوه.
دا ډله په خپلې بې ادبۍ، حماقت او افراط کې د جنون تر حده رسېدلې ده، د وسطیت او اعتدال روښانه مسیر هیڅ وخت ورته د زغملو ندی، دا مبتدعه او له شریرې نطفې پیداواره ډله هر ځل په ډېر حساس او نازک وخت کې را پورته سوې او په اسلامي امت کې د فتنې او شر اچولو هڅه یې کړې ده، خو الله تعالی هر ځل د مؤمنانو په لاسونو د زیان او هلاکت کندو ته ور اچولي او ټکولي دي.
اوسني خوارج، چې د خپل پلیت فکر سره د نړیوال شیطان (یهودو)استخباراتې کړۍ دې او د دنیا د کفارو د خوشحاله کولو لپاره وخت ناوخت د بې دفاع مسلمانانو پر مساجدو، ښوونځیو، عبادتځایونو او آن په بازارونو کې بزدلانه او وژونکې حملې تر سره کوي، بېله دې چې خپل وحشت، حماقت او ضعف وښیي نور هیڅ نه تر لاسه کوي.