د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې ويلي چې د داعشي خوارجو له لوري په تېرو څه باندې اوو مياشتو کې ټول ترسره شوي بریدونه له افغانستانه بهر پلان شوي دي.
مولوي امیر خان متقي په خپلو څرګندونو کې ويلي چې داعشي خوارج او دښمنان به امارت په شهادتونو کمزوری نه کړي، ځکه چې هر وزیر او هر فرد شهادت د ځان لپاره افتخار او کامیابي ګڼي.
متقي د داعشيانو په مستقیم او غيرمستقيم ملاتړ کې پر دخیلو هیوادونو غږ کړی چې په خپله خاوره کې د داعشيانو په شتون سترګې پټې نه کړي. د نوموړي په وينا، “دا فتنه ګره ډله د ټولو په تاوان ده، داسې ظالمانو ته اډې مه ورکوئ، داسې ظالمان تر خپل لستوڼي لاندې مه ساتئ.”
د بهرنيو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د خلیل الرحمن حقاني په څېر صادقانو په شهادت رسول حتما اثرات لري، “او په اور کې به یې هغه څوک بیا سوځي څوک چې داسې خلکو ته مراکز ورکوي، ساتي یې، پر شا یې ټپوي او مخه یې نه نيسي.”
همداراز د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې ويلي چې دوی د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت انتقام خدای جل جلاله ته پرېږدي، ځکه چې د دوی جهاد او مبارزه یوازې د خدای جل جلاله لپاره ده او کوم شخصي غرض پکې نه لري.
د خلیفه صاحب په خبره، “زه صرف په دې خفه یم چې دا کمزوری عمل چې چا وکړ، کاش ده دا سوچ کړی وای چې حاجي صاحب خلیل خو د کفارو دښمن و، پنځه میلیونه ډالره جایزه امریکایانو ورباندې ایښې وه، د مسلمانانو دښمن نه و. تاسې څه داسې غټه کامیابي ترلاسه کړه چې یو مسلمان مو شهید کړ او دا د ځان لپاره افتخار بولئ؟”
د یادونې وړ ده، تېره چهارشنبه د افغانستان د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د ماسپښین تر لمانځه وروسته متصل د یوه داعشي لخوا په برید کې په شهادت ورسېد. د شهید جنازه پرون د پکتیا په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې په خپل پلرني کلي کې، له کوم ځایه چې یې د دوو کفري امپراتوریو پر ضد جهاد پیل کړی و، ترسره شوه او همالته خاورو ته وسپارل شو.