حسیب جمال
بګرام زندان له خپلو وحشتونو سره سره اوایلو کې یو بد عادت دا هم درلود، چې د بهر له کومې پېښې به مونږ څو میاشتي بعد خبرېدو، چې تر خبرېدو وروسته به بیا څو نورې میاشتې پر دې تېرېدې، چې پېښه تر کومه حده کره ده.
د امیرالمؤمنین لوی ملاصاحب رحمه الله د رحلت اوازه خپره وه، زنداني ملګري غمجن و، او دوامداره یې د قرآن کریم ختمونه او دوعاګانې کولې، له اوازې څو اونۍ وروسته بګرام ته له پل چرخي زندان څخه بندیان را انتقال سول، چې هغوی مونږ ته د منصور صاحب د زعیم په توګه د ټاکل کېدو د خبر تر څنګ د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د رحلت کره خبر را وړ.
خوارج او د دوی ناولې فکره، هغه وختونو کې نوې په زندانونو کې د فساد په ډول را ښکاره شوې وه، هغوی په خپلو منځونو کې د لیکونو تبادلې کولې، یو نیم وخت به یې لیک زمونږ ګوتو ته هم راغلی، هغوی هلته د اسلامي دعوت له پاک نوم څخه استفاده کوله، په خپلو خوږو خبرو یې مجاهدین تېر ایستل او د خپلو افکارو او اعمالو سره مخالف خلک یې مشرکین او مرتدین بلل ( العیاذباالله).
یوه ورځ یې خپل یوه کس ته لیکلي ول: ګوره ته باید له اندازې زیات کار/ دعوت وچلوې، ته د مشرکینو په منځ کې اوسېږې، څنګه چې ممکنه وي، خپل ملګري زیات کړه، تر ټولو ښه لاره داده، چې د دوی تر منځ خپلمنځي جنجالونه را ولاړ کړه، او بیا سالمه استفاده ورځینې وکړه.
هغوی هلته هم خپلو شومو موخو ته کار کاوه، پر پاکو مجاهدینو یې تهمتونه ویل، په ډېر مهارت به یې د زندانیانو په منځ کې ډلې ټپلې ایجادولې او دا کار یې خورا په مهارت تر سره کاوه.
زابل کې په لومړي ځل د خوارجو پر وړاندې بریالي عملیات تر سره شوي وو، چې مونږ یې په اړه خبر سوو، هغه زندانیان چې د خوارجو پر وړاندې یې د امارت قاطع دریځ ته ډېره تلوسه وه، ډېر خوشحاله سول، زمونږ یوه ملګري د پنجرې دباندي د سپورت لپاره په میدان کې بیا هم د خوارجو یو لیک نیولی و، چې په بل بلاک کې یې خپل د عقېدې ملګرو ته لیکلی و:
له بهر نه دا ځل ډېر اندېښمن کوونکي خبرونه را رسېدلي دي، زابل کې موحدینو بې ساري تلفات لیدلي او د اسلامي امارت نوی زعیم زمونږ د ملګرو پر وړاندې خورا جدي دی، چې همدا عملیات مستقیم د ده په امر تر سره شوي دي، چې د نوموړي درک او دیدګاه زمونږ لپاره خواشینوونکې ده، له ټولو ملګرو غواړو خاصې دوعاګانې وکړي او تر یو وخته خپل کار/ دعوت کې له احتیاط او خاموشۍ څخه کار واخلي.
د شهید امیرالمؤمنین تدبیر او حاکمانه ګامزنۍ یوازې نه دا چې د اسلامي امارت اساسات او اتحاد نور هم محکمه کړل، بلکې خپله د اشغال او د اشغال له هګیو د را وتلو ټولو پروژو بېخ کني یې هم وکړل، د مرحوم امیرالمؤمنین د رحلت په غم دردمن زړونه یې ټکور کړل او د دښمن خوښي یې د ویر په توپاني سیلیو له منځه یووړل، له اسلامي نظام او اسلامي نظام ته د قربان سوو، زلمیو له وینو سره یې د وفادارۍ عملي ثبوت وړاندې کړ، ځان یې لولپه کړ او د تاریخ د زړه پر هسکه یې د قربانۍ دنګ منار و دراوه، روح یې ښاد او یاد تل.
پای…