خالق یار احمدزی
په داسې حال کې چې له څلورو لسیزو وروسته، په هیواد کې د سولې او امن پسرلی راغلی او هیوادوالو د سکون او سوکالیو له ترلاسه کیدو سره سم د خپل کنډر کنډر وطن په رغولو لاس پورې کړی؛ په همهاله توګه ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونه په یو نه یو ډول د افغانستان پر وړاندې د ستونزو جوړولو ته کار ویلی او له مختلفو لارو هڅه کوي، د خپلو له لاسه وتلو خوږو شکرو تلخه پر افغانانو نوش کړي.
په دې برخه کې که مونږ له سیمه ییزو یا نړیوالو ننګونو سره مخ یو، نو د دیوال شریکو مو هم را باندې د سړو اوبو غوړپ نه دی پیرزو.
زمونږ د جنوب اودختیځ ګاونډی، چې تر پرونه یې د افغان درمند پر سر له لګیدلي اور څخه، په ورکول کیدونکې من او سلوا یو څه ګوزاره جوړه وه؛ په افغانستان کې د یوه خپلواک افغاني نظام له راتګ وروسته یې اقتصادي کندو له سخت ناورین سره مخ دی؛ له پراخو پورونو څخه یې نه نړیوال وجاهت پاتې او نه یې هم پخوانی سیاسي ځراکت او ظرافت…!
پر دوی که د نړیوال قرض څادر خپور دی، نو یو لامل یې ښایي هلته د اتومي دستګاوو خوندي ساتل وي، چې کفري نړۍ یې د یوه اسلامي هیواد په توګه ورسره شتون نه شي زغملای.
دوی له یاد پروګرام څخه د نړیوالو د مخ اړولو او اقتصادي ستونزو ته د هغوی د راجلبولو په موخه یوه بله لوبه پر لار اچولې او غواړي د یادې لوبې په مټ هم د لویدیځې نړۍ پخوانی عطوفت لاسته راوړي او هم بیرته پر هغوی خپل ناز ومني.
ددې لپاره یې یوه هڅه هم له افغانستان سره د فرضي کرښې پر سر د وخت ناوخت تاوتریخوالي رامنځته کیدو خصمانه سیاست پیل کړی دی.
ښایي دا ددوی د حکومت او د پوځ د جلا سیاستونو ښکارندویي کوي، چې ملکي وزیران یې له کابل سره د حسن تعامل ژمنې کوي او پوځي اډانه یې بیا پوځي کرښې ته څیرمه د پوځي وسایطو او لویو وسایلو په راوړلو بوخت دي او وخت ناوخت پر افغان لوري د برید ناروا هڅې کوي.
ددوی یوه موخه ښایي داوي چې په دې توګه افغانستان کې د ټي ټي پي په شتون خپلې شعاریزې کریغې پورته کړي او هم افغان پوځ په سرحدي تخطیو تورن ثابت کړي؛ څو یې په ضمن کې له دې لارې له نړیوالو څخه د لوریینې غوښتنه هم تکرار کړي او د خپل مخ پر ځوړ اقتصادي کندو د کوم کونج د را ډکولو هڅه وکړي.
بلخوا شمالي ګاونډیانو د امریکایي دیپلوماتانو برګو سترګو او د روسیې بې خونده ښوروا ته سترګې نیولې؛ هغوی فکر کوي چې که له افغانستان سره خپلسري ښه او بد تعامل ته دوام رکړي، ښایي د کوم لوري له فشارونو سره مخ شي.
دوی هم کله ناکله د خبرو یا هم نورو سوژو له لارې د فشار اچولو او بیا ځان ګوښې ته نیولو په لټه دي.
زمونږ لویدیځ ګاونډی، چې د امارت له قیام سره سم یې کله د اوبو پر سر او کله هم د همه شموله دولت د رامنځته کیدو په تړاو چیلیک اندازي کوله؛ اوس یې د بیچارګي اور تر خپله درشله ورغلی دی.
دوی اوس له خپل منځي مشکلاتو سره مخ دي، خو سیاسي تعامل یې د مجبوریتونو او نړیوالو محدودیتونو له امله د اوس لپاره د اندیښنې وړ نه دی؛ خو سیاق ته په کتو سره یې لرې نه ده، چې که یې خپلمنځي ستونزې کرارې شوې، نو د حسن تعامل پولې به راسره سمې مراعات نه کړي.
مونږ ته څه په کار دي؟
مونږ له پیله وایو، چې نه له خپلې خاورې چاته د ګواښ جوړولو اجازه ورکوو او نه هم په خپله خپلواکي کې د بل چا لاسوهنو ته اجازه ورکولای شو.
خو تر دې ور آخوا، که مونږ د بالقوه او بالفعل ګواښونو د دفعه کولو لپاره تر وخت وړاندې کوټلي، ګامونه وانخلو؛ لرې نه ده، چې له دغو ګاونډیو غارونو څخه به د پخوا په څیر یوځل بیا چیچل کیږو.
ددې لپاره څو اړینې یادونې لازم بولم:
۱_که څه هم له نړۍ سره تر اوسه کوم رسمي تعامل نه لرو، باید له هرې ممکنه لارې، د خپل دفاعي قوت پیاوړتیا ته کار وکړو؛ که په تور لیست کې شامل مشران له بهرنیو سفرونو محروم دي، نو متبادلې څیرې له ورکړل شویو واکونو سره یوځای باید مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړي او د سیاسي تعامل ترڅنګ، په سوداګریزو، پوځي او نورو برخو کې د اړتیا وړ تفاهماتو هڅې وکړي.
۲_ په کور دننه باید د وسلو د راټولولو ترڅنګ هغه قاچاقبر په سخت ترینه سزا مجازات شي، چې غواړي له هیواده وسلې یا نورې ارزي شتمنۍ بهر ته انتقال کړي.
دغه راز بهرنیو کړیو سره تړلي کسان هم تر جدي څار لاندې ونیول شي او بهرنیو ګټو ته ژمن کسانو ته دې په عام محضر کې سزاوې ابلاغ شي.
د پوځي پیاوړتیا لپاره دې د امکان ترحده له تور بازار څخه هم د اړتیا وړ، وسایل را ونیول شي.
۳_ زمونږ په هیواد کې له پاکستان سره د دښمني جرړې ډیرې ژورې او خورا مضبوطې دي، خو په کوزه پښتونخوا کې بیا له دې سوژې څخه یواځې د شعاریزې استفادې تر کچې ګټه اخیستل کیږي؛ که هغوی ننیدلي زر هم شي، خو د علي جناح او کیالې له قانون څخه انصراف به یې محال وي؛ ددې لپاره چې ملت مو د مغصوبه خاورې د ګټلو غوښتونکی دی، لومړی باید د نظام د بنسټیزو ستنو د پیاوړتیا هڅه وکړو، خپل در په در کډوال را په کاله کړو او ددې توانایي ځان کې پیدا کړو، چې که له لاسه وتلی حریم غواړو، نو د راګرځ قوت یې هم لرو.
دغه راز باید دا فکر هم نور لمنځه ولاړ شي، چې پښتون یو قام او یا هم واحد ټولی دی؛ ځکه د وحدت چیغو وهونکو نیشنلیانو او منظوریانو له پخوا څخه خپل بر پښتون د شا لخوا په خنجر وهلی پر هغوی یې د پردۍ دیموکراسي د تحمیل هڅه کړې او تر اسلام او قومي ارزښتونو یې سیکولرې او دیموکراتې ټولنې جوړو ته زیات اولویت ورکړی ؛ که مونږ د خاورې د ګټلو هوډ لرو، نو لومړی باید دوی فکرا راخپل کړو، که نه نو کله چې مو ملاوې مضبوطې شوې، نو د پیاوړې غدۍ بیا هر څوک مریي ګرځي.
۴__ تعلیم او صنعت ته باید تر بل څه زیات اولویت ورکول شي او له ګاونډیو هیوادونو سره پر داسې مسیر تلل پکار دي، چې هغوی دې ته وادار شي، څو له مونږ سره په هره ارسه کې تعامل ته اوګې ټیټې کړي.
۴_ مونږ باید تر هر څه مخکې «افغان» و اوسو؛ دلته ناپاکو کړیو تل د افغانستاني او خراساني تر نومونو لاندې د ژورو دسیسو سوژې لټولې، اړتیا ده چې په دې برخه کې هر هغه هیواد چې ورته اختلافاتو ته لمن وهي، متقابلې هڅې یې پر وړاندې تر سره شي او دلته یې هم پلانونه په نطفه کې ور خنثا کړو.
۶_ مونږ د یوه څلور لاري په توګه، هرچاته خوندي او له امن ډک ښه یو، خو زمونږ لپاره د ګاونډیو امنیت هم مهم دی، باید ټولو ګاونډیو ته دا وانمود شي، چې که خپل امنیت او رفاه ورته مهمه وي، د زبر ځواکونو په اشاره دې د افغانستان ګډوډي نوره نه غواړي، کنه نو ناورین ځپلی افغانستان ددوی لپاره هم بد پیغامونه لري او له شریرو سپرغیو یې ددوی لمڅی هم د اورونو خوراک کیږي