محمد صابر فیضوف: د کروکوس هال یو بل ”بې لمانځه او له دینه لیرې“ داعشی بریدګر

محمد صابر فیضوف

تر فریدون شمس الدین وروسته، د مسکو د کروکوس هال د یوه بل بریدګر په هکله تاجکستاني رسنیو د نوموړي د خپلوانو او ګاونډیانو له خولې معلومات رسنیز کړي دي.

د اسیا پلس په نوم د تاجکستاني رسنۍ خبریالانو د کروکوس هال په برید کې د ښکېل ۲۰ کلن تاجکستاني وګړي محمد صابر فیضوف له کورنۍ او د کلي له نورو اوسېدونکو سره لیدلي او هغوی یې د فیضوف په اړه راغږولي دي.

د فیضوف ګاونډیانو او خپلوانو رسنۍ ته ویلي چې نوموړی له دین سره بې تعلقه و او تر برید وړاندې یې د روسیې د ایفانوفو ښار په یوه سلماني کې کار کاوه.

د نوموړي مور د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ویلي چې زوی یې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله دوه کاله مخکې روسیې ته تللی و او هلته یې د سلمان (نايي) کار کاوه، خو تر برید وړاندې له خپل معاشه راضي نه و او ویل به یې چې کم دی. (د روسیې د فډرال امنیت ادارې د نیول شویو بریدګرو یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کې دوی اعتراف کوي چې یوه کس د برید په مقابل کې د یو میلیون روبلو وعده ورکړې وه.)

د فیضوف مور سایرام فیضووا وايي چې زوی یې مذهبي نه و او حتی لمونځ یې هم نه کاوه.

د رودکي ولسوالۍ د سرکشتي سیمې (هغه سیمه چې د فیضوف کورنۍ پکې اوسیږي) د مسجد امام سید رحمان حبیبوف هم د فیضوف د مور د خبرې په تائید وايي، ”د ده پلار او ورور به جومات ته راتلل، خو دئ مې تراوسه نه دی لیدلی“.

عبدالعزیز عبدالصمدوف د هغه ښوونځي د مدیر معاون دی چې فیضوف ترې فارغ شوی دی. نوموړی وايي، ”زه پخپله په دې باور نه یم چې نوموړی دې له داعش سره یوځای شوي وي، دا چې په مکتب کې یې دیني زده کړې نه وې ترلاسه کړې، نو لمونځ یې هم نه کاوه.“

نتیجه:

د خوارجو په جال کې زیاتره هغه کسان لویږي چې کم عمره، احساساتي، او له دیني فهمه تقریبًا محروم وي او د فریدون او محمد صابر په څېر حتی په لمانځه هم خبر نه وي. د خوارجو د تبلیغاتو هدف هم همداسې له اسلامه ناخبره کسان وي ځکه چې په آسانۍ سره یې، د اسلام په نوم او یا هم د پیسو د ورکړې په تمه، تېر ایستلای شي. همدا له دین او اسلامه ناخبره ځوانان چې د خوارجو په جال کې پرېوځي، خپله توره ماضي هېره کړي او له ځان او خپلې کوچنۍ ډلګۍ پرته بل هر مسلمان ورته کافر او واجب القتل ښکاریږي.

ابو جلال
Exit mobile version