خالق یار احمدزی
مبارزه وروره! ته د پرونیو سختو جګړو، ناخوالو او ستونزمنو حالاتو شاهد وې، ته که د هیواد په هر ګوټ کې وې، خو د یوه سوچه اسلامي نظام د تحقق په پار دې نه ستړې کیدونکې مبارزه مخته وړله او داچې د دښمن له هیڅ ډول حربې او خدعې دې ویره نه وه، په ډاډه زړه دې چارې هم مخته وړلې.
ښایي لامل یې دا وه چې تا د شهادت او سوبې(بریا) ترمنځ دواړه ممکنه عواقب له وړاندې ځانته فرض کړي وه.
مبارزه وروره! ته هغه مهال د مشرانو کلک مطیع وې او د هر هغه حکم تعمیل به دې په سملاسي توګه کاوو، چې د کوم مشر لخوا به درته وسپارل شو؛ د همدې مشرانو په وینا مو دنګې نښتریزې ځوانۍ ځار شوې او د همدوی په خوښه مو د خپل سر قاتلین وبښل؛ که مو کورونه کنډواله شول یا مو خویندې/میندې کونډې، بورې شوې او یا مو هم کوچني ماشومان یتیمان یا د باروتو لمبو وسوځول؛ له ټولو ستونزمنو پړاوونو سره مو کلکه مبارزه وکړه؛ چې پایله کې یې خدای ج هم دبهرنیو له فکري او فزیکي استعماره خلاص کړو، هم یې یو سپیڅلی نظام او مطمئنه جغرافیه راباندې ولوروله او هم یې هیواد ته د خدمت کولو چانس راکړ.
مبارزه وروره! هغه که د سختې قرباني مقام وه او پر وړاندې مو لوی غر د ښکیلاک ماتول وه؛ اوس یې هم وخت نه دی تیر؛ نه خو د هغه غره په سورنګ کولو سره تر هوارې رسیدلي یو او نه هم د یادو سخت ترینو پړاوونو لړۍ ختمه شوه؛ بلکې داځل تر هغه له جدي او ننګوونکي امتحان سره مخ یو.
اوس به د همغه شعاریز اسلامي نظام په قوانینو مساعده زندګي خلکو ته برابروو، چې مونږ یې د استقلال په راتګ سره له خلکو سره ژمنه کړې وه.
اوس به د همغه ملت چې تر پرونه پرې نورو د ستم میچنې څرخولې، د هغوی د اقتصادي کندو غم خورو، د هغو د فکري او علمي اصلاح هڅې به کوو او په هر ډګر کې د هیواد د بیا را پورته کیدو لپاره به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې مخته وړو.
خو له دې سره سره تر ټولو سخت ګام به د اطاعت د همغو پولو ساتنه وي چې پرون که همدې مشرانو د استشهادي، مخامخ جګړو او سختو مراحلو د تیریدو فرمایش راکاوو او یا هم نن د کوم مصلحت له مخې د یوه روا کار په ځنډ او د بل په ژر تر سر کولو امر راته کوي، باید د “سمعنا” او “اطعنا” په پخواني سبک یې ورسره ومنو.
ښه به وي چې د اصلاح په نیت خپله مشوره ورسره شریکه کړو؛ خو د مخالفت په هوډ باید نه خپله ژبه وخوځوو او نه هم د خپل قلم عفت مات کړو.
ګرانه! د خپل مشرتابه د پریکړو پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې ستا هر ډول مخالف پوسټ باندې، ستا پروني مخالفین لاچاغیږي او د هغوی هغه ادعاوې لا پیاوړې کیږي چې ګواکې طالبان خپلمنځي پاشل شوي او یا هم د حکومتولي په اصولو بشپړ پوهاوی نه لري.
څه فکر کوې! د اسلامي امارت مشرانو چې تر پرونه یواځې د اسلامي نظام د قیام لپاره څومره سختو قربانیو ته تن ورکاوو، آیا دا به یې وجدان وزغمي چې د یاد آرمان له تحقق وروسته دې خپل خلک شاته پریږدي او د هیواد د ارتقاء غم دې ونه کړي؟. ځواب به یې دا وي، چې یوڅوک د خپلو معنوي ارزښتونو لپاره دومره قرباني ورکوي، هغوی به هیڅکله خپل ټولنیز او مادي ارزښتونه هم تر پښو لاندې نه کړي؛ ځکه مذهبي ارزښتونو ته ژمنتیا په انسان کې د نورو ارزښتونو د پاللو هوډ لا پیاوړی کوي او که د سیکولرو پرګنو په څیر هغوی چې له دې برخې مستثنا دي؛ هرڅه ته یواځې شعاریزه ژمنتیا څرګندوي نور د پردیو ګټو د خوندیتابه غم ورغلی وي.
مبارزه وروره…!
دا ښکاره ده چې مشران په خورا تدبیر او احتیاط سره پریکړې کوي، داسې تصامیم نیول کیږي چې پکې د ټول ملت دیني او ټولنیز ارزښتونه خوندي وي.
هر لوی تصميم چې نيول کېږي، ټول شرعي او عقلي دلايل ورته راټولیږي، لومړی يې په اړه د نظام په رهبرۍ کې توافقات کیږي او بیا وروسته پریکړې د عملي کیدو لپاره ابلاغ کیږي.
یاد ساتئ……!
هیواد کې که امنیت راغلی، که د ترقۍ کارونه شروع شوي او که د پردیو حضوري ځواک ختم شوی، خو دا دې څوک نه انګیري، چې ګواکې د نړیوالو او سیمه ییزو غلیمانو شریر لاسونه دې په ټږله معنا پرې شوي وي.
لاهم ښایي داسې کړۍ شتون ولري، چې د مور وطن تر عزت او ساتنې څخه ورته د پردیو ګټو د خوندیتوب مسئله مهمه وي.
نن که د داعش یا هم په تورو نومونو یوڅوک رامخکې کیږي، دا دې څوک فکر نه کوي، چې هغوی ته ګواکې یا د خپل ناموس د ساتنې غم ورغلی او یا هم عقیدوي بزرګي د یوه اسلامي نظام پر وړاندې مبارزې ته اړ کړی؛ بلکې هغوی لومړی تر دې هر څه تیر شوي اوکلونه یې د اشغال تر سیوري لاندې د غیرت او ننګ په نوم سرمایه پلورلې، چې اوس هم له همدې لارو د خپلو هوسونو د اشباع هڅې کوي.