مالي کې د داعشیانو مشهور قومندان ”هیغو“ وژل شوی

هیغو

د مالي هیواد چارواکو تېره دوشنبه اعلان وکړ چې د داعشیانو یو مهم او مشهور قومندان ابو حذیفة ”هیغو“ یې په عملیاتو کې وژلی دی.

د مالي هیواد پوځ په رسمي خبرپاڼه کې ویلي چې ابو حذیفه د هغو عملیاتو په نتیجه کې وژل شوی چې په لیپټاکو سیمه کې روان دي او هدف یې د داعشیانو او نورو وسله والو ډلو له منځه وړل دي.

ابو حذیفة الصحراوي اصلا د مغرب هیواد و او د خوارجو په لیکو کې د ”هیغو“ په نوم مشهور و. نوموړي په مالي او ورڅېرمه هیوادونو (بورکینافاسو او نیجر) کې د ځايي امنیتي ځواکونو، د القاعده د مجاهدینو او عامو خلکو پر ضد د خوارجو د عملیاتو مسؤلیت پر غاړه درلود.

هیغو په مالي او ګاونډیو هیوادونو کې له خپل تنظیم پرته له ټولو خلکو سره په جنګ و. د تېر کال په جولای میاشت کې زرګونه عام وګړي د ده د ډلې د عملیاتو له ډاره له خپلو کلیو د الجزائر سرحدي سیمو ته تښتېدلي وو.

ابو جلال
Exit mobile version