لیبیا کې ۲۳ داعشیان په اعدام او ۱۴ نور په ابدي حبس محکوم شول

اخبار الآن رسنۍ د ذوالقعدې په نهمه خبر ورکړی چې د لیبیا یوې محکمې ۲۳ داعشیان په اعدام محکوم کړي دي.

د خبر له مخې، ۱۴ نور داعشیان په ابدي حبس او درې نور په لس کلن بند محکوم شوي دي. محکمې دې داعشیانو ته د قتلونو او د خوارجو په تنظیم کې د غړیتوب له امله دا سزا اورولې ده.

د محکمې پر مهال دا نږدې ۴۰ بندیان په یوه بند قفس کې ساتل شوي وو او مخامخ ورته، د اړوندو مسؤلینو ترڅنګ، د هغو کسانو د کورنیو غړي ناست وو چې د داعشیانو په بریدونو او له دوی سره په جګړه کې وژل شوي وو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version