د پاکستان پټو استخباراتي ادارو په دې وروستیو کې، يوځل بيا د ملي او مذهبي شخصيتونو د هدف ګرځولو، په مرموزه توګه وژلو، مذهبي او فرقوي جګړو ته د پراختيا او ودې ورکولو او همداراز د مذهبي ګوندونو ترمنځ د شک او بد ګمانۍ د فضا جوړولو لپاره خپل زوړ شيطاني پلان پيل کړی دی.
په پاکستاني ټولنه کې دا خبره لکه د لمر په څېر روښانه ده، چې دولت او استخباراتي ادارې پخپله، او يا هم د خپلو پالل شویو او روزل شویو آلو په مرسته، کله دیوبندي علماء کرام هدف ګرځوي او کله بیا د اهل حدیثو (سلفي) مکتب فکر سره تړاؤ لرونکي علماء کرام په نښه کوي، او کله بيا پر هغوی باندې د فشار په خاطر امنیتي تهديدونه او ګواښونه خپروي، ترڅو د وېرې، خپګان او ترس يوه وېرونکې فضا رامنځته کړي، او وروسته کوښښ کوي ترڅو د دې قتلونو او تهديدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او يا کومې بلې وسله والې ډلې پر غاړه واچوي.
يو لور ته، د تېرې شعبان مياشتې په وروستۍ جمعه، د داعشي خوارجو لخوا د مشهور دیوبندي تعلیمي مرکز “جامعه دارالعلوم حقانیې اکوړه خټک” د مرستيال مهتمم مولانا حامد الحق (رحمه الله) په شهادت رسېدل، او بل لور ته یواځې يوه اوونۍ وروسته، د اهل حدیثو (سلفي جماعت) مشهور دیني عالم شيخ امين الله پشاوري (حفظه الله) ته د قتل تهدید او امنیتي ګواښ ورکول، د پاکستان د پټو استخباراتي ادارو د شیطاني چالونو او شومو پلانونو او باطلو حربو ښه ښکارندويي کوي.
دغه راز، د خیبر پښتونخوا په کرم ضلع (ولسوالۍ) کې د اهل تشيع او سني مذهبه وګړو ترمنځ وخت په وخت فسادات، شخړې او نښتې راپيداکول او بې ګناه خلګ وژل، او له دې لارې د اهل تشيع او سني مذهبه وګړو ترمنځ فرقوي جګړو ته وده ورکول، د پاکستاني خفیه او پټو استخباراتي ادارو لپاره يوه عامه او ګټوره لوبه ګرځېدلې ده.
په پاکستاني ټولنه کې په رياستي کچه، دغه ډول فساداتو ته د پراختيا او ودې ورکولو او وژنو اصلي موخه او هدف يواځې او يواځې د مذهبي ګوندونو (په ځانګړې توګه د دیوبندي مسلک او سلفي جماعت او همداراز د شيعه او سني) ترمنځ شته اختلافاتو ته هوا ورکول، اختلافات پيدا کول او همداراز د خپلو جايزو حقونو لپاره د مبارزه کوونکو ګوندونو څخه د خلګو اعتماد اخستل او په دوی باندې د خلګو بېباوره کول دي.
پاکستانۍ خفيه ايجنسيانې او پټې استخباراتي ادارې د دغه ډؤل چالونو په لوبولو او همداراز د يهودي او صهیونیسټي لارښوونکو په اشاره او ملاتړ، د مختلفو مذهبي شخصيتونو او مشرانو د هدف ګرځولو او ترور کولو له لارې، مذهبي فرقه پالنې او فرقوي جګړو ته پر پراختيا او ودې ورکولو کې د پام وړ کافي تاريخي تجربه لري. موږ دلته د خپلې دې دعوې ترڅنګ د ماضي څخه يوازې څو بېلګې را اخلو، فيصله او نتایج يې لوستونکو ته پرېږدو.
په پاکستان کې موږ د جيدو دیوبندي او اهل حدیثو علماوو، او همداراز د شيعه – سني او بريلوي علماوو او قائدينو د مذمومو قتلونو او وژنو او همداراز د دوی په غونډو او اجتماعاتو کې د چاؤدنو يو اوږد تاریخ او داستان له ځانه سره لرو، خو دلته يې موږ يوازې څو مثالونه وړاندې کوو.
د اهل حدیثو (سلفي مکتب فکر) د قتلونو کيسه!
په اتيايمه لسيزه کې د اهل حدیثو (سلفي جماعت) د مشر علامه احسان الٰهي ظهير پشمول د شپږو مشرتابه غړو ترڅنګ، څه دپاسه سل نور کارکونکي په یوه غونډه کې د يوې بمي چاودنې له لارې، د پټو خفیه او وحشي استخباراتي ادارو لخوا شهيدان او ټپيان شول.
آیا څوک دا پوښتنه کولای شي چې په اتيايمه لسيزه کې کومې ډلې دا ظلم او وحشت ترسره کړی و؟ آیا په هغه وخت کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو ډلو شتون درلود؟
د علامه احسان الٰهي ظهیر (رحمه الله) له شهادت څخه واخله، د خيبر پختونخوا د سلفي جماعت د مرستيال امير شيخ الحديث علامه عبدالحمید رحمتي (رحمه الله) تر شهادت پورې، د سلګونو اهل حدیثو علماء کرامو او کارکونکو د قتل او وژنې اصلي ذمه دار او مسؤل همدغه پوځ دی. مولوي عبدالحمید رحمتي رحمه الله يو له هغو اهل حدیثو او سلفي علماوو څخه و چې د کابل له فتحې څخه يوازې څو مياشتې مخکې يې له اسلامي امارت سره خپل بیعت اعلان کړی و، چې د دې کار سزاء ورته ډېر ژر د رياستي ادارو لخوا ورکړل شوه.
نن ورځ، مشهور سلفي دیني عالم، شيخ امین الله پشاوري (حفظه الله) د قتل تهديد ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم په خپله یوه اعلاميه کې دا تهديد جعلي او د دولتي ادارو د لوبې يو تسلسل ګڼلی دی.
د دیوبندي مسلک د علماء کرامو د قتلونو او شهادتونو کيسه هم خورا زړه بوږنوونکې، دردناکه او تفصيلي ده، خو موږ يې یوازې اجمالي ذکر کوو. پاکستان کې د دیوبندي مکتب فکر څلور لویې څانګې شتون لري، جميعت علماء اسلام، جماعت اشاعت التوحید والسنة، سپاه صحابه، او تحریک تحفظ ختم نبوت.
د دې څلورو ګوندونو د ډېرو علماوو او مشرانو د قتلونو کيسه د موجوده وسله والو تنظیمونو د رامنځته کېدو څخه ډېره وړاندې او پخوانۍ ده، د سپاه صحابه او تحریک تحفظ ختم نبوت ټول مشران په ښکاره ورځ قتل کړل شول.
د جامعه علوم اسلامیه علامه بنوري ټاؤن د رئیس شهيد مولانا ډاکټر حبیب الله مختار (رحمه الله)، شهيد مولانا مفتي عبدالسمیع (رحمه الله)، شهيد مولانا مفتي عبدالمجید دینپوري (رحمه الله)، شهيد مولانا مفتي صالح محمد کاروړي (رحمه الله)، شهيد حضرت مولانا محمد یوسف لدیانوي (رحمه الله)، شهيد حضرت مولانا ډاکټر مفتي نظام الدین شامزي (رحمه الله)، شهيد مولانا مفتي محمد جمیل خان (رحمه الله)، شهيد حضرت مولانا نذیر احمد تونسوي (رحمه الله)، شهيد حضرت مولانا سعید احمد جلالپوري (رحمه الله) او د همداراز د کراچۍ د درېیمې سترې ديني مدرسې، جامعه فاروقيې د استادانو د اجتماعي شهادت او قتلونو څخه واخله د ۲۰۲۰م په اکتوبر کې د ولي کامل، د وفاق المدارس العربيه پاکستان د مشر او مؤسس، شيخ الحديث مولانا سليم الله خان رحمه الله زوی، مولانا ډاکټر عادل خان رحمه الله په رڼا ورځ په شهادت رسول، او پړه يې پر شيعه ګانو او هغوی ته پر منسوبو وسله والو ډله اچول د کومې خبرې او راز ښکارندويي کوي؟
د بريلوي مکتب فکر پر علماوو او کارکوونکو (په ځانګړې توګه د تحریک لبیک پر غیورو مشرانو او کارکوونکو) باندې په مظاهرو، غونډو، او زیارتونو کې بريدونه کول له هیچا څخه پټ ندي. په ۲۰۰۶م کال کې د کراچۍ د نښتر پارک په سيمه کې، د میلاد النبي په غونډه کې چاؤدنه کول، چې په پایله کې يې ۶۰ تنه علماء کرام او له سلو څخه زيات کاروونکي شهيدان او ټپيان شول، له دغې زړه بوږنوونکې پېښې څخه واخله په فیض آباد او کراچۍ کې په جلسو، لاریونونو او مظاهرو باندې ړندې مرمۍ ورول او زهري ګازونه شيندل د کومې ترهګرې ډلې کار و؟
په دې وروستیو کې، چې څومره هم حقپلوه علماء کرام او په ځانګړې ډول د رياستي ادارو د پاليسيو خلاف ږغ پورته کوونکي او مبارزه کوونکي سياسي او مذهبي مشران او کارکوونکي په مرموزو او افسوسناکو پېښو کې په نښه شوي دي، د دې ټولو شاته د هماغه ناپاک سياست تسلسل دی، کوم چې پاکستاني پوځي او استخباراتي ادارو د سياسي او مذهبي طبقاتو د ځپلو او د غربي ګټو د پوره کولو لپاره خپل کړی دی.
د پاکستاني رياست پټې استخباراتي ادارې د خپلو غربي قوتونو له لوري د ورکړل شوې روزي د حلالولو په خاطر، کله په ښکاره توګه حملې او بريدونه کوي، چې ژوندي مثالونه يې په بلوچستان، خيبر پختونخوا او په ځانګړي ډول په قبايلو کې د ډالري جنګ دوام دی، او کله بيا دا بزدل دښمن د شا له لوري له وار کولو وروسته د ځان معصوم او بې ګناه ثابتولو کوښښ کوي.
په ياد ولرئ! چې د پاکستان ریاستي ادارې د داسې کړنو له ترسره کولو وروسته، دا ډؤل پېښې او واقعات، د ترهګرۍ په نوم له جهادي تنظیمونو سره د نښلولو شوم کوښښونه کوي.
په حقیقت کې د پاکستان همدا پټې او خفیه استخباراتي ادارې پخپله د دا ډول پېښو او واقعاتو پلانونه جوړوي او له همدې لارې د مذهبي طبقاتو د ځپلو او وېرولو کوښښونه کوي، خو د اسلام د مبين دين د سپېڅلو علماوو وینه پدې خبره ګواه او شاهده ده چې، هغوی هيڅکله په دا ډؤل پېښو سره ندې وېرېدلي.
همدې ادارو د اسلامي امت د ستر شهيد، محترم مولوي سمیع الحق رحمه الله د قلم څخه د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو د قتل د جواز د اخيستلو لپاره له بېلابېلو لارو کار واخیست، مګر د اسلامي امت ستر وياړ او د دیوبند ثاني روحاني مشر، د پاکستاني ادارو دغه غوښتنه او بېلابېل وړانديزونه له یوه سره رد کړل، او د خپلو هم عصرو حق ګویه علماوو (شهید مفتي نظام الدین شامزي، شيخ الحديث مولانا شهيد نصیب خان صاحب، شهید شیخ سلطان غني عارف او شهيد شيخ ولي الله کابلګرامي رحمهما الله تعالی) لار یې غوره کړه، هماغه و چې د پاکستان استخباراتي ادارو دغه ضعیف العمره رباني عالم هم په اسلام آباد کې په رڼا ورځ، د چړو په ګوزارونو په ډېرې بې رحمۍ او وحشت سره په شهادت ورساوو.
دوه اوونۍ وړاندې، د همدې شهيد رباني عالم حقيقي وارث، “مولوي حامد الحق رحمه الله” چې په رګونو کې یې لاهم د اسلامي امت د ستر شهيد ګرمه وینه تاوېده، او د پاکستان د استخباراتي ادارو د سترګو اغزی او د اسلامي امارت د استحکام يو زړور داعي او مدافع و، هغه يې اسلامي امارت ته د وفادارۍ په جرم په ډېرې چالاکۍ او شيطانۍ سره د يو شوم پلان له مخې، لېرې او شهيد کړ.
له همدې امله! د پاکستان ولسونو او په ځانګړې توګه علماء کرامو ته پکار ده چې، د پاکستاني رياستي استخباراتي ادارو په پټو چالونو باندې ژور نظر وساتي. د ماضي په ځانګړې توګه د وروستيو او روانو پېښو، پلانونو او سازشونو په تسلسل او نتايجو باندې د وخت د ضرورت سره سم، ځانونه پوه او آګاه کړي.
اهل حقو تل د اسلام د دښمنانو له چالونو څخه ځانونه خبر او آګاه ساتلي دي، او تر خپله وسه او د استطاعت مطابق يې د دین اسلام د دښمنانو مقابله کړې او د هغوی له مکر او فريب څخه يې ځانونه خوندي ساتلي دي.
که حق ویونکي او حق پلوه علماء کرام په دا ډول پېښو وېرول کېدای شوای، نو د اسلام دا بله ډیوه به تر دې ځایه نه وه رارسېدلې.
آہوں سے سوزِ عشق مٹایا نہ جائے گا
پھونکوں سے یہ چراغ بجھایا نہ جائے گا