ښه او بد د ژوند، ټولنې، وګړو، ډلو، حکومتولۍ او په ټوله معنی د ژوند د هر قشر او برخې د جوړښت او معیار اصول دي، په ټولنه کې ښه وګړي هم شته بد هم، د حکومت مامورین ښه هم شته او بد هم، نور ټول هذا القیاس، خو له هر څه مهم د ښه او بد تر منځ څېړنه، درک او پېژندل دي.
د نورو معیارونو تر څنګ؛ د دین او مذهب تر منځ هم ښه او بد، حق او باطل شته، خو د دې حق او نا حق، ښه او بد څېړنه او درک د الله جل جلاله په سپېڅلي کتاب قران کریم او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نيکو احادیثو کې په خورا ښه توګه تشریح شوی دی.
چا چې په قران کریم باندې هغه شان عمل کاوه؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د هغه اصحابو رضی الله عنهم کړی، چا چې قران کریم هغسې بیاناوه؛ څه ډول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او تر هغه وروسته د هغه صلی الله علیه وسلم اصحابو بیاناوه؛ نو دا د زمانې تر ټولو ښهٔ او د حق خلګ دي.
خو چا چې د خدای جل جلاله فرمانونه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه، د اسلام سپېڅلي ارکان، د صحابه کرامو پاک مسير، تحریف او بدل کړل؛ د زمانې تر ټولو بد او باطل وګړي دي.
اوسنۍ زمانه کې چې کوم خلک د عصري خوارجو (داعشیانو) په نوم پېژندل کېږي؛ له قران او حدیث داسې دلیل نشي وړاندې کولی چې د خلکو شرح صدر پرې وشي، نو مجبور شي چې د خپلې باطلې دعوې د ثبوت لپاره دا خبره وکړي؛ چې طالبان، القاعده او یا نورې جهادي ډلې حق نه وې؛ ځکه ترې بېل شول او ځان ته مو یوه بله لار انتخاب کړه، خو په داسې حال کې چې طالبان، القاعده او نورو جهادي ډلو اسلام او د خدای تعالی وحدانیت ته کار وکړ/کوي، خو خوارجو دا منهج بدل او د اسلام د سپېڅلی دین یې بدنام کړ.
لومړني خوارج له داسې چا څخه را بېل شول؛ چې د نړۍ غوره شخص و، څلورم راشد خلیفه حضرت علی کرم الله وجهه نه یوازې دا چې صحابي و؛ کاتب د وحې وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوم و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا زوی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم کوچنی رالوی کړی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل اهل بیت کې شمارلی و، په ماشومانو کې د لومړي ایمان راوړلو امتیاز هم د حضرت علی کرم الله وجهه سره دی، خو بیا هم خوارج ور څخه بېل شول، په حضرت علی کرم الله وجهه یې له دې دومره مناقبو سره سره؛ بیا هم د کفر او ارتداد فتوی ور کړه.
هلته هم خوارجو د قران کریم ایاتونه همداسې تأویلول لکه نن چې یې د ننۍ زمانې عصري خوارج (داعش) د ځان په ګټه تأویلوي.
کله چې له دوی یا له کوم دیموکرات سره په سوشل میدیا کې مخ شې؛ د ځان د حقانیت لپاره په دې خبره زیات تمرکز کوي، چې که طالبان یا القاعده په حقه وای داعش ولې ور څخه بېلېدل، خو دوی په دې نه دي خبر؛ چې کله په یوه ډله کې حقانیان او باطل پرستان یو ځای شوي وي؛ هلته الله تعالی ضرور یوه داسې پیښه را منځ ته کوي چې د حق او د باطل د جدا کیدلو سبب شي.
لکه د حضرت علي او امیر معاویه رضی الله عنهما په دور کې د حکم یا ثالث پیښه او زمونږ په زمانه کې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله د وفات او له هغه وروسته له کفارو سره د صلحې پیښه.
وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ[آل عمران: 140]
او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږ يې د خلګو په مینځ كې په وار سره اړوو رااړوو، د دې لپاره چې الله تعالی مؤمنان معلوم كړي، له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي.