د مظلومو افغانانو چيغې او نارې تر اسمانونو رسيږي، خو د دنياوالو غوږ پرې چېرې ونه ګرېده، د پاکستان د پوځي رژيم الوتکو د فبرورۍ له پای څخه تر نن ورځې پورې، د افغانستان په زړه او سينه کې خنجر ټومبلی دی؛ کابل، کندهار، ننګرهار، خوست، پکتيا، پکتیکا، کونړ، نورستان او نورو ځايونو کې ولس په روژې مبارکې میاشتې او د اختر په ورځو شپو کې د وير په ټغر ناست دی، دا کوم “عملیات” ندي، بلکې د عاصم منير د ډلګۍ د اقتدار وحشيانه لوږه ده چې د مظلومو افغانانو په وينو مشبوع کيږي.
په کابل کې د معتادينو د درملنې د مرکز تر ټولو زياته زړه بوږنونکې صحنه
هسې تصور وکړئ!
يو روغتون، چېرې چې يو معتاد شخص د خپل ژوندانه د وروستۍ اسرې سره د نشې له بدمرغه مرض څخه د خلاصون په هيله راغلی وي، هلته پراته معتادين، چې لا يې هم په سترګو کې د ژوند تمه پرته وه، فاميلونو يې د دوی د تداوۍ لپاره د رب په درګاه کې دعاوې کولې، بس بيا څه وو! خو له اسمانه مرګ را پريوت، پاکستاني الوتکو په کابل کې همدا د معتادینو د معالجې مرکز په نښه کړ. د اسلامي امارت د وياند د وروستۍ اعلامیې په استناد، له څلور سوو تنو پورې معتادين پکې په شهادت رسيدلي دي، زياتره يې هماغه غريب، کمزوري او د نشې په زولنو تړل شوي انسانان چې بېرته خپل ژوندانه ته د ورګرځيدو په هڅه کې وو، د ژوبلو شمېر هم تر لسګونو پورې دی. دا کوم پوځي مرکز نه وو؛ بلکې د هيلو وروستۍ تکيه وه.
تر دې چې د بشري حقونو نړیوال قانون هم ورته په سلګيو شو، چې روغتونونه، ناروغان او طبي عمله مصؤنه ده؛ خو پاکستان په ډېره سپين سترګۍ دا هرڅه تر پښو لاندې کړل. يو معتاد وو چې چې خپلې کورنۍ ته يې په دې ډاډ ورکولای شو چې زه ښه کيږم ان شاءالله، اوس يو کالبوت ګرځيدلی دی. يو پلار چې خپلو اولادونو ته د بيرته ورګرځيدو وعده يې ورکوله، نن يې د وجود سوځيدلې ټوټې راټوليږي. دا وينه يوازې وينه نه ده، دا د افغان پلار و مور د هيلو او ارمانونو وينه ده.
نه يوازې د کابل پر معتادينو مرکز وحشيانه بريد؛ بلکې د مارچ تر لومړۍ اونۍ پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي خلک د پاکستاني بزدله پوځ په بمبارۍ او توپچي بريدونو کې ټپيان او شهيدان شوي دي، تر يوه لاک پورته خلک بې کوره شوي، لسګونه کورونه د ايرو په ډېرو بدل شوي، لسګونه نور جزوي او بشپړ ويجاړ شوي، عامه تاسيسات، مسجدونه، کلي او ښارونه په نښه شوي، دا جګړه نه ده، دا پر بې وسۍ دپاسه ظلم او بربريت دی.
پاکستان چې په خپل کور دننه TTP نشي کنټرولولی، په رڼا ورځ هغوی هلته چيک پائنټونه اچوي او د لويو ښارونو تر مرکزونو ورسيدلي، د خپلې ناچارۍ غوسه له مظلومو ولسي افغانانو وباسي. پګړۍ وال طالب چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د خودمختارۍ غوښتنه وکړه، نو پوځي کړۍ د غضب للحق ډرامه پيل کړه. دا ړانده بريدونه د ترهګرۍ د پراخولو لپاره دي، نه د امن و سوکالۍ د ټينګښت په موخه.
په جيټ الوتکو د ولسي وګړو او ناروغانو په نښه کول بهادري نه بلکې بزدلي ده، جنګي جرم او بشري ناورين دی چې په پاکستاني پوځي رژيم کې تر اوجه رسېدلې ده، چې تاریخ به يې هيڅکله کله هم هېر نه کړي. که نړيوال چوپ دي، ګاونډیانو د خاموشۍ روژه نيولې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالې موسسې د غفلت په خوب ویدې دي. نو دوي دې دا نه هيره وي، چې په افغان وينه کې زغم او غچ دواړه په غورځنګونو دي. دا وينه به رائيګان نه ځي؛ بلکې خپل پور يو په څو چنده زیات اخلي.










































