طاهر احرار
دا يو منل شوى حقيقت دى چې د هندوستان او افغانستان اړيکې له قبل الميلاد شروع او تر ننه پورې روانې دي، پخوا دغه اړيکې مذهبي وې اما له څو سليزو را پديخوا يې سياسي بڼه غوره کړې ده.
که نږدې تاريخ ته ځير شو، په 1990 لسيزه کې کله چې د افغانستان اسلامي امارت حاکم وو، هندوستان له طالبانو سره هېچ دوستانه اړيکې نه درلودې، بلکې د هغوى له مخالفينو سره يې په شمال کې پراخې مالي او نظامي مرستې کولې، همداشان د اشغال په وخت له جمهوريت سره کلک ولاړ وو او له طالبانو سره يې په زغرده مُخالفت درلود.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته هر هېواد هڅه کوي چې خپلې جائزې نفعې پيدا کړي او سوداګرۍ لپاره لارې ګودرې ولټوي.
هند او افغانستان (دواړه) هڅه کوي چې چابهار له لارې تجارت ته وده ورکړي او افغانستان له انحصاره ووزي، دغه اړيکې د هېوادونو ترمنځ معمولي وي او يوازې په منافعو تمرکز کوي، هېڅ هېواد د بل هېواد په داخلي چارو کې مداخله نکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د هند په شمول په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو د جبر او ظُلم تشدد غندي او هلته له مظلومو مسلمانانو سياسي ملاتړ کوي، دا ځکه چې هېواد مو په داسې حالت کې قرار نلري چې د هېواد نه بهر د مسلمانانو د ساتلو لپاره په جنګ کې داخل شي، البته دا هلته د موجودو مسلمانانو ذمه واري ده چې د خپل ځان نه د ظُلم دفاع وکړي.
که داعش، اسلامي امارت په دې تورنوي، چې ولې د هندوستان سره تجارتي روابط جوړوي، نو داعش چې ځان په ټوله نړۍ کې د خِلافت دعودار ګڼي، ولې له هند سره نه جنګېږي؟
ولې د فلسطين په ظُلم او بربريت چُپ پاتې دی؟
داعش سره د اسلام يا د مسلمانانو فکر نشته، هغوى يوازې پدې لټه کې دي، چې څنګه يهودي پاليسۍ په دغه سيمه کې تطبيق کړي.
خو اتلانو د دوى خوبونه په دروغو بدل کړل او قدم په قدم يې د سختې ماتې سره مخ کړل.
لله الحمد