د شپې په نیمایي کې، هغه مهال چې بېګناه وګړي، ښځې، سړي، ماشومان او سپینږیري، په آرامه خوب ویده وو او د روژې د مبارکې میاشتې د بلې ورځې د سحري او روژې په نیت یې سرونه پر بالښت ایښي وو، د پاکستان د رژیم ملېشو له کاڼي هم سختو زړونو سره پر کورونو یرغل وکړ او په پایله کې یې ګڼ شمېر کسان شهیدان کړل.
په لومړیو خپرو شویو انځورونو کې چې سترګو لږېدل، د ماشومانو بېساه جسدونه، دیني کتابونه او سپېڅلي قرآنونه وو چې د پاکستاني رژیم د الوتکو د بمونو په اور کې سوځېدلي او له منځه تللي وو.
خو دا انځورونه نااشنا نه وو؛ ځکه اسلامي امت له دوو کلونو زیات وخت کېږي چې ورته صحنې په غزه کې ویني. هغه ځای چې هلته نه یوازې پر ماشومانو او ښځو رحم نه کېږي، بلکې اسلامي شعایر، لکه: جوماتونه، مدرسې او د مسلمانانو سپېڅلی کتاب، قرآن عظیمالشان هم په نښه کېږي.
هو! د پاکستان رژیم هم د صهیونیستي رژیم پر پله ګام ایښی او هماغه غیر انساني سیاست تعقیبوي. دا لومړی ځل نه دی چې دغه رژیم ښځې او ماشومان په نښه کوي؛ بلکې پخوا هم په بېلابېلو پړاوونو کې ورته شرمناکه او سپکې کړنې ترسره کړي دي.
خو تر ټولو ستر توپیر د صهیونیستي رژیم او پاکستان تر منځ دا دی چې یو یې نېغ په نېغه او په خپله اصلي څېره جنایت کوي؛ خو بل، د یوه ظاهراً اسلامي هېواد په رول کې، د اسلام د شعارونو تر سیوري لاندې د کفر نړۍ ته خدمت کوي او د هغوی غوښتنې پلي کوي. نو ځکه باید د دې رژیم په تشو شعارونو ونه غولېږو؛ ځکه همدا حکومت، په داسې حال کې چې د غزې او د حماس د مجاهدینو د ملاتړ شعارونه یې پورته کول، د بنیامین نتانیاهو؛ د غزې د بېګناه وګړو قصاب تر څنګ کښېناست او د دونالد ټرمپ د سولې له پلاوي سره د یوځای کېدو تړون یې لاسلیک کړ.
دغه پلاوي سره يوځای کېدل، چې د سولې په نقاب کې د فلسطین د مقاومت د ځپلو او صهیونیستانو ته د رښتیني خدمت نوې طرحه ده، د پاکستان رژیم عملاً د امت له خائنانو سره په یوه کتار کې درولی دی. له بلې خوا، دغه رژیم څو څو ځله له ټرمپ څخه په ستاینه یادونه کړې او حتی د پاکستان لومړي وزیر، یوازې څو ورځې وړاندې، ترامپ د سویلي آسیا ژغورونکی وباله، حال دا چې همدا ټرمپ، له نتانیاهو وروسته او آن تر هغه زیات، د غزې د خلکو په نسل وژنه کې ونډه لرلې، په دې لاره کې یې میلیاردونه ډالر لګولي او لا هم د نتانیاهو تر څنګ اوږه پر اوږه، د فلسطین د اشغال شویو سیمو د غصب او د خلکو د ځپلو لپاره ګامونه اخلي.
دغه رژیم، په داسې حال کې چې د اسلامدوستۍ او د اسلامي امت د ملاتړ دعوې کوي، په عمل کې د کفر د موخو د پلي کولو وسیله ګرځېدلې ده. لکه څنګه چې په غزه کې صهیونیستي رژیم د جوماتونو او مدرسو په بمبارۍ د اسلام د نښو د له منځه وړلو هڅه کوي، همداسې د پاکستان رژیم هم د رمضان المبارک په نیمهشپه، د افغانستان په خاوره کې پر کورونو او دیني ځایونو بریدونه کوي او هماغه جنایت تکراروي.
بېشکه دا اعمال نه یوازې ظالمانه دي، بلکې د الهي شعایرو ښکاره سپکاوی هم دی او ښيي چې د دغو واکمنانو زړونه له کاڼي هم سخت شوي او د مسلمانانو د وینو په وړاندې هېڅ رحم او رأفت نه لري.
خو دا خیانت یوازې د افغانستان تر پولو محدود نه دی. د ټرمپ د سولې له پلاوي سره د پاکستان د رژیم یوځای کېدل چې په حقیقت کې د اشغال د ټینګولو او د فلسطین د مقاومت د ځپلو لپاره یو پلان دی، دا رژیم رسماً د غزې د ماشومانو د قاتلانو تر څنګ ودراوه. په داسې حال کې چې د نړۍ مسلمانان د غزې لپاره اوښکې تویوي او د ملاتړ چیغې وهي، دغه رژیم د هغو تړونونو په لاسلیکولو سره چې هیڅ ګټه فلسطین ته نه رسوي، له نتانیاهو او ټرمپ سره مرسته وکړه څو خپلې شومې نقشې پر مخ یوسي.
دغه دوهمخي توب او نفاق، اسلامي امت لا ډېر بیداروي چې د دغو فرصتطلبو واکمنانو په تشو شعارونو ونه غولېږي. هغه حکومت چې په ظاهر کې د قرآن عظیمالشان او د مسلمانانو د دفاع دعوه کوي، خو په باطن کې د اسلام له دښمنانو سره لاس یو کړی او مسلمانې ښځې او ماشومان په وینو لړي.
په پای کې باید وویل شي چې دا پرلهپسې جنایتونه، له غزې څخه تر افغانستان، یو څرګند پیغام لري: د اسلام دښمنان، که صهیونیستان وي او یا هغه کسان چې د اسلام په جامه کې هغوی ته خدمت کوي، په یوه ګډ هدف سره متحد دي او هغه د دین د نښو د له منځه وړلو او د بېګناه انسانانو وژنه ده.










































