صلاح الدین ثاني
تاریخ ته په کتو په ۱۹۸۹ م کال فرانسس وکویاما چي یو مشهور امریکايي سیاست پوه دی، د تاریخ د پای په اړه یې داسې یوه وینا وکړه چي ګواګي لیبرالي او ډیموکراسي د انساني د نظم وروستی حل دی. خو څو کاله وروسته په ۱۹۹۶ م کال سمویل هنټنټن چې د سیاسي علومو یو بل مشهور عالم وو، د تمدنونو ترمنځ د ټکر خبرداری ورکړ.
دا چې امریکا د آسیا په شمول آفریقا ته هم سترګي اړولي او ګټې یې تر سترګو شوي، نو داسې یو وحشت یې ترسره کړ چي له حده تیره وو.
د آسیا او آفریقا په ټولو اسلامي خاورو کې یې نظامي هډې جوړې کړې او تر څنګ یې فکري جګړه هم په شدت پر مخ یووړله.
خو په آسیا کې د دوی د ښکیلتیا او بند پاتې کیدو لامل عراق او افغانستان شو چې په دې سره امریکا له کوم څه چې په ویره کې وه چې هغه د تمدنونو د ټکر فرضیه وه، ښکیله شوه. امریکا دوه لارې درلودې، تسلیمي او یا هم جنګ. خو امریکا د خپل غرور د نه ماتیدو لپاره جګړه غوره کړه چي عراق، سوریه او افغانستان یې د اور په لمبو کې ولمبول. د امریکا دې وحشت په اسلامي نړۍ کې مسلمانو ځوانانو ته د جهاد او قتال فکر ورکړ.
همدا وه چې د امریکا په خلاف د تقابل او ټکر خطر د افغانستان او عراق له پولو څخه په اوښتو شو او ټول مجاهدین د دې په لټه کې شول چې په هر هیواد کې امریکایي اشغالګر په نښه کړي.
د غرب سیاسي ستراتیجستیانو دا درک کړه چې د ټکر فرضیه ورو ورو رامنځته کیدونکې ده او امریکا ښايي د منځني ختیځ سره په جګړه واوړي.
نو همدا وه چې د عراق په خاوره کي یې داسې یوه پلیته او خونکاره ډله جوړه کړه چې (ماموریت یې د جهاد پالو په وړاندې جګړه وه)
داعش!
امریکا په ۲۰۱۴ م کال ابوبکر البغدادي چې د داعش ډلې مشري یې په غاړه درلوده، په بغداد کې راپورته کړ او هغه جهاد پال ځوانان چې د امریکایي ایتلاف په وړاندې د جګړې ډګر ته راوتي ول، د داعش په لوري سوق یا جلب جذب کړل تر څو د دې ځوانانو له احساساتو څخه په استفاده د روان جهادي بهیر مخه ډب کړي، چې مستأسفانه همداسې وشول. هغه جهادي مشران او مجاهدین چې د امت د تللي برم د بیا اعادې په تکل راپورته شوي ول، د داعش له وجې په قومي جګړه یا مذهبي جګړه اخته شول.
په عراق او سوریه کې یې په مذهبي جګړه اخته کړل او د افغانستان په شمول په آفریقا کې هم مجاهدین د مرتدینو په نوم ونومول او د ټول مسلمه امت په وړاندې یې خفیه صلیبي جګړه شروع کړه، چې تر نن ورځ پورې دوام لري. خو بیا هم داعش له خپلو دومره جینایاتو، وحشتونو او خلافت او امارت ضد کړنو سره سره ځانونه د خلافت قایمونکي بولي. خو بل لور ته یې د فلسطین قضیه هغه چاته پریښې ده چې د دوی په خوله مرتد دي.