لیکواله: ایمان وردګ –
حضرت ابوبکر ( رضی الله تعالی عنه) وغوښتل چې د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) په خدمت کې حاضر شي، خلک ټول د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) په دروازه کې ناست وو، خو رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) د کور دننه وو. حضرت ابوبکر صدیق ( رضی الله تعالی عنه) دننه ورتلو اجازه وغوښته، خو اجازه ورنه کړل شوه. په همدې حال کې حضرت عمر( رضی الله تعالی عنه) هم راغی او دننه ورتلو اجازه یې وغوښته، خو هغه ته هم اجازه ورنه کړل شوه.
لیږ ځنډ وروسته دواړه د ننه وروغوښتل شول، کله چې ورغلل نو څه ګوري چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) خفه ناست دی او مبارکې بیبیانې ترې چاپیره ناستې دي. حضرت عمر ( رضی الله تعالی عنه) وویل غواړم داسې خبره وکړم چې په اوریدو سره یې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) وخاندي او خوشحاله شي، نو حضرت عمر وفرمایل: یا رسول الله کاش تاسې لیدلي وای چې نن زما نه زما میرمنې پیسې وغوښتې او ما سره نه وې، کله یې چې ضد وکړ او په وار وار یې له ما نه غوښتنه وکړه نو مجبور شوم او په څټ کې مې ووهله.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دې خبرې په اوریدو سره وخندل او ویې فرمایل: دلته هم دا کیسه روانه ده، وګوره دا ټولې راټولې شوې دي، له مانه د مال غوښتنه کوي. حضرت ابوبکر صدیق ( رضی الله تعالی عنه) خپلې لور عایشې او حضرت عمر ( رضی الله تعالی عنه) خپلې لور حفصې ته مخ کړ او ورته ویې ویل: افسوس دی تاسې لره چې له رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) څخه د هغه شي غوښتنه کوئ، کوم شی چې له رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) سره نشته. دوی غصه شول ان تر دې چې د دوی د وهلو نیت یې وکړ، کله چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) ولیدل د یارانو حالت یې بدل دی او غصه دي نو هغوی یې ایسار کړل، مبارکو بیبیانو هم اعتراف وکړ چې مونږ نه غلطي وشوه بیا به داسې غلطي ونه کړو او رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) به هیڅکله هم تنګ نه کړو. ( مسند احمد)