د داعش د ماتې او بشپړ له منځه وړلو د عواملو د څېړنې په دوام کې، باید وویل شي چې د دې ډلې د چټک زوال تر شا له یوه ستر او بنسټیز لامل څخه سترګې پټول ناشوني دي؛ او هغه د دوی پراخ، سیستماتیک او بېرحمانه ظلم او استبداد دی، چې نه یوازې یې پر اسلامي امت، بلکې ان پر غیرمسلمانانو هم روا باله. هو! ظلم د دوهمخه تورې په څېر دی؛ داسې توره چې نه یوازې قربانیان له منځه وړي، بلکې په پای کې خپله ظالم هم د تباهۍ کندې ته غورځوي.
داعشي خوارجو، چې د اسلامي خلافت د تاسیس او د امت د ژغورنې تر شعار لاندې راڅرګند شول، په عمل کې داسې ظلمونه ترسره کړل چې آن د اسلام دښمنان یې هم حیران کړل؛ ظلمونه چې د سوځېدونکي اور په څېر یې د دوی د خیالي حکومت بنسټونه په ایرې بدل کړل.
که د قرآن عظیمالشان تعلیماتو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته رجوع وکړو، په واضحه توګه وینو چې پر ظلم ولاړ حکومتونه هېڅکله د بقا وړ نه وي او ډېر ژر د سقوط پر لور روانېږي. الله تعالی جلجلاله په قرآن عظیمالشان کې فرمایي: «وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَبَقُوا إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ»
(انفال: ۵۹)
دا سپېڅلی آیت دې حقیقت ته اشاره کوي چې ظالمان هېڅکله نه شي کولای د الهي عذاب څخه وتښتي او پای یې حتمي نابودي ده.
همدارنګه، الله تعالی جلجلاله په بل ځای کې فرمایي:
«إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ»
(یونس: ۸۱)
یعنې هر هغه عمل چې پر فساد او ظلم ولاړ وي، نه اصلاح مومي او نه هم دوام.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هم په خپلو سپېڅلو احادیثو کې پر همدې حقیقت ټینګار کړی او فرمایلي یې دي:
«الظُّلْمُ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»
(بخاري او مسلم)
یعنې ظلم د قیامت په ورځ تیارې دي؛ دا حدیث نه یوازې د اخروي سزا بیان دی، بلکې دا هم ښيي چې ظلم په همدې نړۍ کې هم ظالمان د تباهۍ او تیارو کندې ته غورځوي.
همدارنګه، په بل حدیث کې راغلي دي:
«إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ خَيْرًا جَعَلَ أَمْرَهُمْ إِلَى حُلَمَائِهِمْ، وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ شَرًّا جَعَلَ أَمْرَهُمْ إِلَى سُفَهَائِهِمْ»
(ابوداود)
دا حدیث څرګندوي چې کله واک د ناپوهانو او ظالمانو لاس ته ولوېږي، د هغې ټولنې تباهي او شر حتمي کېږي.
د اهل سنتو سترو علماوو هم په خپلو آثارو کې پر دې اصل ټینګار کړی چې هېڅ حکومت د ظلم په مټ دوام نه شي کولای؛ ځکه ظلم د امت یووالی له منځه وړي او الهي نصرت ترې سلبوي. امام غزالي رحمهالله په “احیاء علوم الدین” کې لیکي چې ظلم د هر سلطنت بنسټونه کمزوري کوي او هغه ته د سقوط پر لور حرکت ورکوي.
خو د داعشي خوارجو کړنې د دغو سپېڅلو اسلامي لارښوونو سره په بشپړه توګه خلاف وې. دوی بېشمېره ظلمونه ترسره کړل؛ له جوماتونو او بازارونو کې د بېګناه مسلمانانو له وژلو نیولې، د اسلامي ښارونو تر ورانولو، د خلکو د مالونو تر غصب او آن د ښځو او ماشومانو تر شکنجې او ځورونې پورې.
دا ډله، چې ځان یې د اسلام مدافع باله، په حقیقت کې یې د همدې ظلمونو له لارې امت ته تر ټولو ستر زیان واړاوه او د اسلام رحماني څېره یې د نړۍ په کچه بدنامه کړه. دغه پراخ ظلمونه نه یوازې د اهل سنتو له عقیدې سره په ټکر کې و، بلکې د دې لامل هم شو چې د مسلمانانو عام ولس ترې مخ واړوي، ریښتیني جهادي حرکتونه یې پر وړاندې راپورته شي او نړیوال قدرتونه یې د نابودۍ لپاره پلمه ومومي.
په پایله کې، لکه څنګه چې د قرآن عظیمالشان او سنتو وړاندوینه کړې وه، د دوی خیالي حکومت ډېر ژر سقوط وکړ او د دوی ټولې ادعاوې له خاورو سره خاورې شوې،
ځکه هر جوړښت چې د ظلم پر بنسټ ولاړ وي، حتمي به زوال مومي.











































