د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په وخت کې، په الجزیره سیمه کې، خوارجو د شوذب حروري په مشرۍ بغاوت وکړ، عمر بن عبدالعزیز محمد بن زبیر حنظلي ته د دوی په نامه یو لیک ورکړ.
کله چې خوارجو ته لیک ورسېد؛ نو د عمر بن عبدالعزیز حضور ته یې د مناظرې په پار خپل دوه لایق او با استعداده کسان چې یو حبشي عاصم او بل یو شیباني و، را ولېږل.
عمر بن عبدالعزیز ترې پوښتنه وکړه: ولې مو د مسلمانانو د حکومت پر خلاف بغاوت وکړ؟
له دوی څخه یوه یې چې عاصم نومېده وویل:
عمره! په الله قسم ستاسو په سیرت مو هېڅ نیوکه نشته، ځکه ته د الله پر ځمکه عدل او انصاف نافذوې، البته زموږ او ستاسو تر منځ یوه خبره د اختلاف عامل ده، که هغه ومنې نو موږ ستاسو او تاسې زموږ یاستی، خو که یې ونه منی بیا زموږ او ستاسو تر منځ هېڅ اړیکه نشته.
عمر بن عبدالعزیز وویل: ووایئ هغه خبره څه ده چې تاسو یې بغاوت ته اړ کړي یاست؟
عاصم وویل: موږ وینو چې تاسو د خپل خاندان د طرزالعمل مخالفت کوی، له طریقو او چلند یې خلاف ځی او د هغوی تګلاره له ظلم سره تعبيروﺉ، که ته په خپل فکر په سمه روان وې او رښتیا هم هغوی ګمراه وو؛ نو په زغرده ترې پرېکون اعلان کړﺉ او لعنت ورباندې ووایئ، بس همدا یوه خبره ده چې موږ او تاسې بېلولی او یو ځای کولی شي.
عمر بن عبدالعزیز وویل: بې له شکه ستا د خبرې له مقصد څخه زه دومره پوه شوم، چې تاسو د دنیا د طلب په خاطر بغاوت نه دی غوره کړی، تاسو د آخرت غوښتونکي یاست، مګر تاسو یې له لارې اوښتي یاست.
زه له تاسو یوه خبره پوښتم؛ الله تعالی ﷻ حاضر او ناظر وګڼئ، د خپل علم سره سم رښتیا رښتیا ووایئ:
آیا ابوبکر او عمر ستاسو له مشرانو څخه نه وو؟ آیا تاسو له هغوی سره مینه نه لرﺉ؟ په حق کې یې د نجات شاهدي نه ورکوﺉ؟
عاصم وویل: بلکل ابوبکر او عمر له موږ څخه و او موږ یې په حق کې شاهدي ورکوو.
عمر بن عبدالعزیز وویل: کله چې عرب د رسول الله ﷺ له مړینې وروسته مرتد شول، ابوبکر رضی الله عنه جهاد ورسره وکړ، وینه یې توۍ شوه، د کفارو ښځې او ماشومان یې بندیان کړل او مالونه یې غنیمت کړل
عاصم وویل: بې له شکه همداسې شوي دي.
عمر بن عبدالعزیز وویل: تاسو پوهېږئ چې د ابوبکر رضی الله عنه له شهادت وروسته عمر رضی الله عنه خلیفه شو او هغه دا ټول بندیان خوشي کړل او بېرته یې خپلو قبیلو ته ولېږل.
عاصم وویل: بې له شکه همداسې ده.
عمر بن عبدالعزیز وویل: نو بیا ابوبکر له عمر او عمر له ابوبکر رضی الله عنه څخه برأت اعلان کړ؟
عاصم وویل: نه
عمر بن عبدالعزیز وویل: ایا تاسو له دې دواړو له کوم یوه څخه د برأت اظهار کوﺉ؟
عاصم وویل: نه، هېڅلکه هم نه
عمر بن عبدالعزیز وویل: ښه دا ووایئ چې اهل نهروان ستاسو اسلاف نه دي؟ تاسو ورسره مینه نه لرﺉ او د نجات شاهدي نه ورکوﺉ؟
عاصم وویل: هو زموږ اسلاف دي او د نجات شاهدي یې ورکوو.
عمر بن عبدالعزیز وویل: تاسو پوهیږﺉ چې کله اهل کوفې په اهل نهروان پسې لښکر وکړ، نو هغوی خپل لاسونه له ظلم او ستم څخه ایسار کړل، نه یې کوم سولییز شخص ووېراوه او نه یې وینه توۍ کړه
عاصم وویل: هو همداسې ده.
عمر بن عبدالعزیز وویل: تاسو ته معلومه ده، چې کله د بصرې خلکو په اهل نهروان پسې لښکر وویست، ډېر خلک یې د ظلم او ستم ښکار کړل، د رسول لله ﷺ صحابي عبدالله بن خباب یې هم شهید کړ، بیا یې د عربو یوه قبیله بنو قطیعه قتل عام کړه او زیات شمېر خلګ یې بې ګناه ووژل
عاصم وویل: بې له شکه همداسې ده.
عمر بن عبدالعزیز وویل: آیا ستاسو ډله له دې دواړو ډلو څخه له کومې یوې د برأت څرګندونه کوﺉ؟
عاصم وویل: نه، هیڅ کله هم نه
عمر بن عبدالعزیز وویل: ښه دا ووایئ چې دین یو دی که دوه؟
عاصم وویل: دین یو دی
عمر بن عبدالعزیز وویل: نو آیا په دا یوه دین که چې زما لپاره د کوم څه ځای نشته ستاسو لپاره پکې شته؟
عاصم وویل: نه
عمر بن عبدالعزیز وویل: نو بیا څه ټکه را پرېوته چې د ابوبکر او عمر دواړو سره مینه ولرې، هغوی دواړه هم یو د بل سره مینه ولري، سربېر پر دې چې روش کې یې ښکاره اختلاف موجود و.
د دې ګنجایش له کومه راغی چې اهل بصره له اهل کوفې سره مینه ولري، خو په طرز او عمل کې یې دې شدید اختلاف موجود وي؟ له دې مو بیا غرض څه دی چې تاسو دې د اهل کوفې او اهل بصرې سره مینه ولرﺉ، خو په طریقه، کړو وړو، ژوند او د مال په څېر لویو چارو کې مو اختلاف بلکل تضاد پاتې شوی.
ستاسو په خیال کې زما لپاره په خپله کورنۍ د لعنت ویلو او ترې د برأت کولو هېڅ ځای او چاره نشته؟ که په ګنهګار لعنت کول همداسې وي، نو د خوارجو استازو تاسو ووایئ؛ په فرعون او هامان مو کله او څو ورځې کیږي چې لعنت ویلی؟
عاصم وویل: نه یم خبر!
عمر بن عبدالعزیز وویل: ډېره د افسوس خبره ده، چې له تاسو سره په فرعون د لعنت ویلو وخت نشته او زما لپاره مو له دې پرته چې په خپلو اسلافو لعنت ووایم او یا هم ترې برأت اعلان کړم د بلې خبرې ځای نشته، نن تاسو هغه څه منی کوم چې رسول الله علیه وسلم به ردول او هغه څه ردوﺉ چې رسول صلی الله علیه وسلم به منل.
بیا یې ورته وویل: آیا ستاسو حالت دا نه دی چې چا بت پرستي پرې اېښې ده، د توحید او رسالت اقرار یې کړی دی او مسلمانان دي، تاسو یې قتلوﺉ او له هغوی څخه مو برأت اعلان کړی، د هغوی مال او ژوند ځانته حلال ګڼی؛ اما د یهود او نورو غیر مسلمانانو سره هېڅ نوعه مشکل نه لرﺉ او په امن کې ژوند ورسره تېروﺉ.
د خوارجو له استازو څخه حبشي عاصم وویل: عمره ما تر نن پورې ستا له دلایلو واضح او قوي دلایل نه وو لیدلي، زه شاهدي ورکوم چې ته په حق یې او نور له هغو ډلو پرېکون اعلانوم چې ستا په وړاندې باغیان شوي.
لیکن شیباني وویل: چې زه تر څو له مسلمانانو (خوارجو) سره مشوره ونه کړم او د هغوی خبره وا نه ورم؛ تر هغې په دې اړه خپل نظر نه شریکوم، عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: بیا ته پوه شه کار دې پوه شه!
وروسته حبشي عاصم ته د عمر بن عبدالعزیز لخوا په دولت کې وظیفه ورکړل شوه او هغه بل شیباني د یوې جګړې پر مهال د خوارجو په صف کې ووژل شو.