له عثماني خلافت را په دې خوا که شرقي او غربي باطلو امپرطوریو هر هېواد مستقيم يا غیرې مستقيم اشغال کړی او بيا ترې وتلي هم دي، خو اثرات يې لا باقي پاتي دي. لکه ستر هند لا هم د انګريز تر تاثير لاندې دی، ترکيه کې د غربي اجير اتاترک د باطلې مفکورې اثرات شتون لري او تاجکستان اوس هم د روسيې کامل مستعمره ده او داسې نور… خو افغانستان واحد هېواد دی چې نه يې د يادو قوتونو اجيرانو ته وخت ورکړ، نه يې مستقيم فزیکي شتون ومانه او نه يې له فکري اشغال متاثره شول، برعکس په وړاندې يې داسې شديدې مبارزې وکړې چې ډېر هېوادونه يې د دریو امپرطوریو انګریز، روس او امریکا له فزیکي وجود هم پاک کړل.
افغان مجاهد اولس د مبارزې په دا دومره جريانو کې تکيه په وسايلو نه، په واحد ذات وکړه، که څه هم نړۍ افغانان ليونیان بلل خو غیرتي رب خپل ساجدين بندګان تنها پرېنښودل، خپلې د نصرت وعدې يې رښتونې او مؤمنو افغانانو ته يې له اشغال او فساد څخه د نجات ټولې لارې وښودې.
د افغانانو د مستعمره کولو وروستۍ هڅه امریکا+ ناټو وکړه، نه پوهیږو چې دوی افغان ملت مطالعه کړی نه وو، که خپله ټکنالوژي ورته د خپلو اهدافو د لاسته راوړو اطمناني وسيله ښکارېده، ياده دې وي چې د طمعې خلاف يې دلته هر څه وختل، افغان اولس د خپل معنوي رهبر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) تر قيادت لاندې د وخت د احزابو پر ضد يوه داسې تاریخ سازه مبارزه وکړه، چې د امريکا ټول هغه قومندانان چې نظامي زده کړې يې تر دوکتورا پورې کړې وې په مهارولو کې يې پړه شول، هغه ټکنالوژي چې د زمکې لاندې د اشیاؤ د ليدو دعوې يې کولې ویلې شوه، د فکري يرغل برخې ته يې که څه هم پياوړې تبليغاتي دستګاه درلوده خو د افغان مجاهد اولس جهادي صف يې متزلزل، له خپلې برحقې داعيې منحرف نشو کړای، هغه قوت چې يو وخت يې افغانستان د نړۍ له نقشې د ورکې خوبونه ليدل، داسې وخت راغی چې د خپلې ماتې د پټولو په هدف افغانانو سره په مېز د خبرو کولو لپاره کېناست، ټول شرايط يې ومنل او تړون ته اړ شو.
د دوحې تړون تاریخ ساز تړون وو چې کفر د اسلامي صف ځواک، تدبير، سياسي درايت او ايماني قوت ومانه، بالاخره يې د اجيرې ادارې او ملېشو هم روحيه وځپل شوه، له شمال د فتحو لړۍ پيل او دولسو ورځو کې افغان مجاهد لښکر په څلورويشتم د اسد په کابل سپين توغ ورپاوه، دا دی د همغې پرتمینې فتحې دریم تلين راتلونکي چهارشنبه چې د څلورویشتم د اسد سره برابره ده لمانځو. ان شاءالله
سرښندونکی ملته: ستا عزم ته سلام، راتلونکي د آزادۍ ورځ ستا د ستړیاوو، شبګیرو، زامنو، لمسيانو، ورونو، وریرونو او ثابتو کورنيو د قربانيو ثمر ده، ډېر هېوادونه سره له پرمختللو وسايلو او شته فوځونو باوجود د غلامۍ زندګي لري، خو ته د آزادۍ له نعمت برخمن يې، دا هر څه لومړی د خدای لوروینه او بيا دې د ټولو تکاليفو تېرولو مثبته پايله ده.
راځئ! ياده ورځ په شرعي حدودو کې په کاملو ولولو او جذبو ولمانځو، څو نړۍ ته وښايو چې مونږ د آزادۍ لپاره چې څومره قربانۍ ورکړې، ساتنې ته يې هم هماغه روحيه لرو، شهیدانو ته خپله وفا، يتيمانو، بورو میندو، کونډو او خويندو ته وښايو چې ستاسو د بچيانو، خاوندانو، پلرونو او وروڼو وینې هدر نه دي تللي، دا دی مونږ او تاسو ته يې کامله خپلواکي رابښلې او خپله د رب لقاء ته ورغلي، مونږ د دنیا او اخرت ګټه حاصله کړې، دنيا کې له اسلامي نظام/ آزادۍ برخمن او اخرت کې د ټولو تکاليفو احسنه بدله به رب راکوي، شهيدان به مو شفاعت کوي ان شاء الله.
نو ای له انسي خدايانو باغي افغان ملته! دا آزادي دې تاته مبارک وي.