د اسلام په تاریخ کې تل داسې ډلې را پیدا شوې چې له دیني مفاهیمو څخه په ناسمه ګټه اخیستنه او د شریعت د موخو په تحریفولو سره یې تر ټولو ستر ګوزارونه د اسلام دښمنانو ته نه، بلکې پخپله اسلامي امت ته ورکړي دي، له دغو ډلو څخه یوه هم د اوسنۍ زمانې خوارج یعنې داعشیان دي چې د «کفارو سره جهاد» په شعار ډګر ته را ووتل، خو په عمل کې یې د جګړې او تاوتریخوالي اور تر ټولو ډېر د مسلمانانو لمنه وسوځول.
په دې ټوله موده کې د داعش منفورې ډلګۍ د «خلافت قائمولو» او «د کفر پر وړاندې جهاد» په څېر سپېڅلو شعارونو په کارولو سره په زرګونو سادهزړي ځوانان جذب کړي او خپلو انحرافي هیلو ته د رسېدو په لاره کې یې قرباني کړي دي.
دوی ځانونه د صحابه کرامو د تورو وارثان معرفي کوي؛ په داسې حال کې چې د دوی تورې تر ډېره د مظلومو مسلمانانو پر غاړو را ښکته شوې دي؛ لکه څنګه چې په عراق، سوریه او نورو سیمو کې ولیدل شول، د دوی د چاودیدونکو بریدونو، بمي چاودنو او ډلهییزو اعدامونو ډیری قربانیان همدا مسلمانان وو، چې کله ناکله حتی په جوماتونو او د جمعې په لمونځونو کې هم په وینو لړل شوي دي.
د داعش مشرانو تل ادعا کوله چې د کفارو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، خو د عمل په ډګر کې یې د صهیونیستي رژیم یا لویدیځو اشغالګرو پوځونو پر وړاندې هیڅ کوم مهم عملیات نه دي ترسره کړي، پرځای یې د مسلمانانو بازارونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتونونه او د استوګنې سیمې په وینو ولړلې او په زرګونو دیني عالمان، د جوماتونو امامان، ښوونکي، ماشومان او بې دفاع ښځې د خوارجو د درواغجنو شعارونو قرباني شوې.
د دې لوی انحراف یو لامل هماغه غلطه مفکوره ده چې د اسلام د لومړیو وختونو له خوارجو څخه ورته په میراث پاتې ده؛ پر همدې بنسټ هر هغه مسلمان چې د دوی له سختې او باطلې لارې سره ملګری نه و، کافر یې ګڼه او وینه یې ورته مباح بلله.
حتی د اشغالګرو کفارو پر وړاندې مشروع جهاد یې پرېښود او د امت ترمنځ یې کورنۍ جګړې او وینې تویولو ته مخه کړه؛ داسې ښکارېده لکه د دوی موخه چې له بهرنیو دښمنانو سره مقابله نه، بلکې له دننه څخه د مسلمانانو د ځواک له منځه وړل وي.
د خدای په لاره کې د جهاد ادعا چې کله د فتنې او بې اتفاقۍ وسیله شي، له بهرني دښمن څخه ډېره خطرناکه ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو په اړه فرمایلي دي: «یَقتُلونَ أَهلَ الإِسلامِ و یَدَعونَ أَهلَ الأَوثانِ.» یعنې: «خوارج مسلمانان وژني او بت پرستان پرېږدي.» (صحیح بخاري)
نن هم داعش ډله د هماغې مفکورې دوام دی؛ هغه مفکوره چې د جهاد په نوم فتنه او ورانی راوړي او ډیری قربانیان یې هماغه خلک دي چې داعش یې د دفاع ادعا کوله، په داسې حال کې چې حقیقي جهاد هغه دی چې د علماوو تر لارښوونې لاندې او د امت د یووالي تر بیرغ لاندې ترسره شي او لومړی شرط یې د مسلمانانو د وینې او مال خوندیتوب دی.
په پایله کې باید ووایو چې د داعش تر ټولو لوی خیانت په نړۍ کې د جهاد د مفهوم بدنامول وو؛ هغه جهاد چې د امت د عزت سرچینه ده، د خوارجو په لاس د بې اتفاقۍ او وحشت په وسیلې بدل شو، خو دا د شرم داغ به هیڅکله هم د امت په یووالي او د باخبره نسلونو په ویښتیا سره د دې سپېڅلې فریضې اصل له منځه یونسي؛ ځکه چې مشروع جهاد یوازې د یرغلګرو پر وړاندې دی، نه د بې دفاع مسلمانانو پر وړاندې.