داعش؛ یوه داسی ډله چې ريښې یې له استخباراتي ادارو راټوکېدلي!

محمد ترکي
که څه هم داعش په عراق او شام کې د يو دولت د جوړېدو اعلان وکړ او ځان يې د نړيوال خلافت دعوه‌دار وګرځاوه، خو په حقيقت کې د دې ډلې بنسټ ايښودونکي مشران د بعثي افسران وو، چی د دې ډلې په اړه ژور شکونه را ولاړو، ځکه د دوی د خلافت اعلان، د ټولو جهادي ډلو تکفير او ورسره جګړه کول، د يوې استخباراتي ادارې د کړنلارې او چلند سره ډېر ورته والی لري، نه د يو رښتيني خلافت له روحيې او اصولو سره.

دا ډله چې په پيل کې يې په عراق کې د مجاهدينو او ملکي مسلمانانو پر ضد بريدونه کول، وروسته يې دا لړۍ تر سوريې، افغانستان، سوماليا او نورو اسلامي هېوادونو پورې وغځوله، دا ډېره روښانه ده چې د خلافت د واقعي مفهوم يعنې د مسلمانانو د ساتنې او يووالي ځواک او د داعش د عملي کړنو تر منځ ژوره او څرګنده واټن موجود دی.

د دې ډلې له لوري د افغانستان د اسلامي امارت نه منل او د اسلامي نظام پر وړاندې جګړه، دا څرګندوي چې داعش ډله له يو رښتيني اسلامي دولت څخه څومره لرې ولاړه ده؛ دا د دوی د انحراف او بې‌اصولۍ تر ټولو روښانه بېلګه ده.

د داعش د بنسټ ايښودونکو مشرانو په اړه مهم معلومات هغه مهال رسنيز شول، کله چې د عراق د کورنيو چارو پخواني مرستيال وزير يو شمېر رسمي اسناد د متحده عربي اماراتو يوې خبري ادارې ته وسپارل، له بلې خوا، په جرمني کې خپرېدونکې يوې مجلې هم د دغې ډلې اړوند يو شمېر اسناد خپلو لوستونکو ته وړاندې کړل.

سمير عبد محمد الحلفاوي چې د «حاجي بکر» په مستعار نوم پېژندل کېده او د داعش تر ټولو اغېزناک شخص و، يو پخوانی بعثي افسر و، الحلفاوي د «بکه کمپ» له دورې وروسته د عراق له مقاومت ډلو سره اړیکې ټينګې کړې، او وروسته په سوريه کې د داعش د تر ټولو بااختياره استازي په توګه فعال پاتې شو، تر هغې چې هلته ووژل شو.

ابو ايمن العراقي، چې د داعش له پوځي مشرانو څخه شمېرل کېږي، د خپلو نورو ملګرو په څېر يو پخوانی بعثي قوماندان و، هغه د عراق د پوځي استخباراتو افسر پاتې شوی و، او د هېواد د رژيم له بدلون او د امريکا له يرغل وروسته درې کاله بندي شوی و.

هغه داعش قوماندان چې وروسته سوريې ته تللی و، د موصل د ستنيدو وروسته په يو مشکوک بريد کې ووژل شو، ابو احمد العلواني د داعش يو بل قوماندان دی چې په اسنادو کې ياد شوی دی، د ثبتونو له مخې، اصلي نوم يې وليد جاسم دی او يو پخوانی بعثي افسر و؛ دلته داسې دعوې شته چې العلواني، په عراق کې په يو بريد کې وژل شوی وو، لا هم ژوندی دی.

ابو عبدالرحمن البلوي، چې د داعش د لوړې پوځي شورا د بنسټ ايښودونکو مشرانو څخه و، د ډلې تنظیمی شورا پخوانی مشر هم و، د هغه اصلي نوم عدنان اسماعيل نجم دی او يو پخوانی پوځي چارواکی و، هغه هم د «بکه کمپ» په بند کې د نيول شویو کسانو په منځ کې شامل و.

نن ورځ ډېر شواهد موجود دي چې ښيي داعش، چې په ځانګړې توګه د ځوانانو ته دا مفکوره ورکوي چې د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړي، نه یوازې د خپل بنسټ په وخت کې د استخباراتي سرچینو له لارې رهبري شوی، بلکې اوس هم له استخباراتي ادارو سره اړیکې لري، دغه ډله په افغانستان کې د خپلو ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو لپاره لا هم له يو شمير هيوادونو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

Exit mobile version